د منافق سزا

السلام علیکم ورحمته الله وبرکاته ستاسو محترم ته دغه سوال وړانړی کوم چی جواب یی راکری دیره به مو مهربانی وی د منافق سزا څه شی ده؟

ثواب رحيمي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

نفاق دوه قسمه دی :

اعتقادي نفاق : او دا نفاق اکبر نفاق بلل کيږي چې په زړه کې کافر او ظاهراً ځان مسلمان بولي ، ددې خاوند به په درک الاسفل من النار کې وي ( په دزوخ کې به په سخترين عذاب اخته وي ) .
دوهم قسم عملي نفاق : هغه نفاق دی چې د منافقينو له اعمالو څخه کوم عمل په چا کې موجود وي ( په دې سره له اسلامه نه وځې مګر دا يو وسليه ده د هغه طرف ته) ، که له دغه اعمالو توبه وباسي الله تعالی به يې توبه قبوله کړي ، او که توبه ونباسي د اهل کبائرو څخه دی د خپلې ګناه په اندازه به عذاب ورکول کيږي .

لقوله سبحانه وتعالی : إِنَّ اللّهَ لاَ يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَن يَشَاء وَمَن يُشْرِكْ بِاللّهِ فَقَدِ افْتَرَى إِثْمًا عَظِيمًا (النسآء 48 )

ژباړه: الله هیڅلکه دا نه بخښي چې ور سره شريک جوړ شي او پرته له شرک څخه چې د چا لپاره وغواړي نور ګناهونه يي بخښي او څوک چې له الله سره شريک جوړ کړي نو بې شکه چې پر الله جل جلا له  يي درواغ وتړل ، لويه ګناه يي وکړه .

يعنې څوک چې د شرک په حالت کې مړ شي الله جل جلا له  هغه نه بخښي خو که توبه وباسي الله جل جلا له  ور ته بخښه کوي (تفسير انوارالقران ، ابن کثير ).

د نفاق او منافقينو د پاره وعيدونه :
۱- قال الله سبحانه وتعالی : إِنَّ الْمُنَافِقِينَ فِي الدَّرْكِ الْأَسْفَلِ مِنَ النَّارِ وَلَنْ تَجِدَ لَهُمْ نَصِيرًا  [النساء: 145]

بې شکه چې منافقان د اور په ډير ښکته پوړ کې دي او ته به هيڅکله د دوی لپاره مرستندوی ونه مومې .
۲- قال الله سبحانه وتعالی : وَعَدَ اللَّهُ الْمُنَافِقِينَ وَالْمُنَافِقَاتِ وَالْكُفَّارَ نَارَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا هِيَ حَسْبُهُمْ وَلَعَنَهُمُ اللَّهُ وَلَهُمْ عَذَابٌ مُقِيمٌ  [التوبة: 68].

ژباړه : الله د منافقانو او منافقو ښځو او کافرانو سره د دوزخ د اور ژمنه کړې ده په هغه کې به دوی تل اوسيږي دا ورته بس دی او الله پر دوی لعنت کړی دی او د دوی لپاره نه ختمېدونکی عذاب دی .
۳-  وقال الله تعال سبحانه وتعالی : بَشِّرِ الْمُنَافِقِينَ بِأَنَّ لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا [138] الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِنْدَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا [139 النساء]

ژباړه : منافقانو ته په دې زېری ورکړه چې رښتيا دوی ته دردوونکی عذاب شته. هغه کسان چې د مسلمانانو پر ځای کافران (خپل) دوستان نيسي ، آيا له دوی څخه عزت لټوي ؟ نو بې شکه چې عزت الله لره دی .

د منافقانو صفات دلته وګورئ

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً