د السابقون آخرون څخه مراد کوم کسان دي ؟

السلام علیکم لطفا که د اولین او اخرین په باره کی یو جه معلومات راکری خلک وایی چی محمد ص اولین او اخرین پیغمبر دی مقصد یی چه دی ؟

نثار احمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د السابقون او آخرين يو مطلب دا دی چې : السابقون څخه مراد پخواني امتونه او پخواني پيغمبران عليهم السلام دي او د آخرين څخه مراد د رسول الله صلی الله عليه وسلم امت دی .

يا د آخرين او سابقون څخه مطلب د ا دی چې : د رسول الله صلی الله عليه وسلم امت په دنيا کې د ټولو امتونو آخرين امت دی .مګر د قيامت په ورځ به د ټولو امتونو نه مخکې امت وي .

دا مطلب بخاري شريف داسې نقل کړی دی :

عن أبي هُرَيْرَةَ رضی الله عنه: أَنَّهُ سَمِعَ رَسُولَ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم يَقُولُ: «نَحْنُ الآخِرُونَ السَّابِقُونَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، بَيْدَ أَنَّهُمْ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلِنَا، ….». (بخارى:876)

 ژباړه :  ابی هريرة رضی الله عنه وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : مونږ په دنيا کې آخرين امت يو ، مګر په قيامت کې به د ټولو امتونو څخه مخکې وو ، که څه هم هغوی زمونږ څخه مخکې د آسمانې کتاب خاوندان شوي وو .

او په قرآنکريم کې د السابقون الاولون څخه مراد هغه صحابه کرام ( مهاجر او انصار ) دي چې دوی د اسلام په شروع او غربت کې د اسلام حمايت کړی دی ، لقوله سبحانه تعالی : وَالسَّابِقُونَ الأَوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالأَنصَارِ وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُم بِإِحْسَانٍ رَّضِيَ اللّهُ عَنْهُمْ وَرَضُواْ عَنْهُ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي تَحْتَهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ (التوبه ۱۰۰ ) .

ژباړه : او ( د اسلام ) لومړني مخکښان له مهاجرو او انصارو څخه ، او هغه کسان چې په نېکۍ سره يې د دوی پيروي کړي ده ، الله ترې راضي شوی او دوی (هم) له الله څخه راضی شوی دي ، د دوی لپاره جنتونه جوړ کړي چې تر (ونو) لاندې يې ويالې روانې دي او هلته به تل تر تله اوسيږي . دغه ډير ستر برياليتوب دی .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً