د شوال شپږ نفلي روژې (فضائل او احکام )


د شوال د نفلي روژو شمير شپږ دی ،کله چې د رمضان المبارک سره دا نفلي روژې يو ځای شي د يو کال روژه نيولو ثواب لري .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «مَنْ صَامَ رمضان ثم أَتْبَعَهُ سِتًّا من شَوَّال فَذَاكَ صِيَامُ الدَّهْر» « هر چا چې د رمضان د مياشتې روژه او په هغه پسې د شوال شپږ ورځې روژه ونيسي اجر او ثواب يې د يو کال د روژې نيولو سره برابر دی ». مسلم (1164)

مستحب دا ده چې دا روژې د اختر په دوهم سبا پيل شي ،ددې روژو نيول د شوال د مياشتې په مينځ او يا آخر کې هم جايز دي ، تر مينځ يې وفقه غوره ده لکن پيوست نيول يې جايز دي :

کما فی الدر و ندب تفريق صوم الست من شوال ولا يکره التتابع ( الدرمختار ج ۲ ص ۱۷۱ مطلب فی صوم الست من شوال.

قال النووي رحمه الله :

قَالَ أَصْحَابُنَا : يُسْتَحَبُّ صَوْمُ سِتَّةِ أَيَّامٍ مِنْ شَوَّالٍ ، لِهَذَا الْحَدِيثِ قَالُوا : وَيُسْتَحَبُّ أَنْ يَصُومَهَا مُتَتَابِعَةً فِي أَوَّلِ شَوَّالٍ فَإِنْ فَرَّقَهَا أَوْ أَخَّرَهَا عَنْ شَوَّالٍ جَازَ . وَكَانَ فَاعِلا لأَصْلِ هَذِهِ السُّنَّةِ ، لِعُمُومِ الْحَدِيثِ وَإِطْلاقِهِ . وَهَذَا لا خِلافَ فِيهِ عِنْدَنَا وَبِهِ قَالَ أَحْمَدُ وَدَاوُد . المجموع شرح المهذب .

 او بل دا چې که څوک د فرضي روژې قرضدار وي هغه به لومړی قضايي روژه نيسي او نفلي ؟

په دې اړه د فقهاؤ تر مينځ څه اختلاف نظر شته ځنې په دې نظر دي چې دا روژې په حديث شريف په رمضان پسې پيوست ذکر شوی دي نو لومړی به نفلي روژې نيسي او وروسته به قضايي روژې نيسي ځکه چې د قضايي روژې د پاره تر راتلونکي رمضان پورې وخت شته .

او ځنې فقهاء بيا په دې نظر دې چې د قضايي روژې قضايي راوړل واجب دي او مستحب په واجبو باندې نشي مقدم کيداي .

ان شاء الله څه باک نه لري چې لومړی د شوال نفلي روژې ونيسي او بيا قضايي روژه ونيسي ځکه چې درمختار ليکي : ولذا جاز التطوع قبله ( قبل قضاء رمضان بخلاف قضاء الصلوة ) درمختار ج ۲ ص ‎۱۶۰ ) – فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۶ ص ۳۴۶ ) .

د شوال روژې د يو کال روژه نيولو ثواب لري 

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «مَنْ صَامَ رمضان ثم أَتْبَعَهُ سِتًّا من شَوَّال فَذَاكَ صِيَامُ الدَّهْر» « هر چا چې د رمضان د مياشتې روژه او په هغه پسې د شوال شپږ ورځې روژه ونيسي اجر او ثواب يې د يو کال د روژې نيولو سره برابر دی ». مسلم (1164)

 ددی حديث شريف شرحه داده چې د هر نيک عمل ثواب 10 چنده دی ، نو د 30 ورځو ثواب 300 ورځي کيږي او ثواب د 6 ورځو مساوي دی په 60 ورځو چې په دې ترتيب ټولې ورځې به 360 شي چې 360 ورځې يو کال دی که هر کال دغه عمل تر سره شي نو د ټول عمر سره برابريږي .

و الله اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً