د محتاجو خپلوانو ماشومانو ته د زکات او فطر ورکول جايز دي ؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

که چيرې ماشوم د پوهې او عقل سن ته رسيدلي وي هغه ته د صدقې او زکات ورکول جايز دي او که د فهم او عقل سن ته نه وي رسيدلی هغه ته د زکات او صدقې ورکول جايز نه دي بلکي د هغه پر ځای به يې د هغه ولي او سرپرست ته ورکړي .

و  فی  الدر:

«‌دفع  الزکاة  الی  صبیان  اقاربه  برسم  عید  أو  الی  مبشر أو  مــهدی  الباکو‌رة  جاز»‌.

و  فی  الرد:

«‌(‌قوله‌:  الی  صبیان  اقاربه‌)أی  العقلاء  و  الا  فلا  یصح  الا  بالدفع  الی  ولی  الصغیر»‌.(‌رد المحتار:2/76)

 و  فی  الرد:

«‌(‌قوله‌:‌من  بینهما  ولاد)  وقيد بالولاد لجوازه لبقية الأقارب كالإخوة والأعمام والأخوال الفقراء، بل هم أولى لأنه صلة وصدقة  »‌.(رد المحتار:2/69)

والله اعلم  من محمود الفتاوي

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي