په څه ډول خندا باندې لمونځ فاسديږي ؟

السلام علیکم ورحمته وبرکاته په لمانحه کی خندل چی نور خلک یی هم واوری حه حکم لری مهربانی وکری که یی معلومات راکری مننه

نثار احمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په لمانځه کې خندل دری قسمه دي په زوره خندل يا قهقهه خندا ، هغه خندا ده چې هم يې خپله واروي او هم د څنګ ملګری په دې ډول خندا سره لمونځ او اودس دواړه ماتيږي ، دوهم متوسطه خندا ده چې خپله يې واروي مګر د څنګ ملګری يې وانروي په دې خندا باندې لمونځ ماتيږي او اودس نه ماتيږي ، او بل ډول تبسم دی چې نه يې خپله واروي او نه د څنګ ملګری په هغه باندې نه لمونځ ماتيږي او نه اودس .

جاء فی فتاوي الهندية :

الْقَهْقَهَةُ وَحَدُّ الْقَهْقَهَةِ أَنْ يَكُونَ مَسْمُوعًا له وَلِجِيرَانِهِ وَالضَّحِكُ أَنْ يَكُونَ مَسْمُوعًا له وَلَا يَكُونُ مَسْمُوعًا لِجِيرَانِهِ وَالتَّبَسُّمُ أَنْ لَا يَكُونَ مَسْمُوعًا له وَلَا لِجِيرَانِهِ كَذَا في الذَّخِيرَةِ الْقَهْقَهَةُ في كل صَلَاةٍ فيها رُكُوعٌ وَسُجُودٌ تَنْقُضُ الصَّلَاةَ وَالْوُضُوءَ عِنْدَنَا كَذَا في الْمُحِيطِ سَوَاءٌ كانت عَمْدًا أو نِسْيَانًا كَذَا في الْخُلَاصَةِ وَلَا تَنْقُضُ الطَّهَارَةَ خَارِجَ الصَّلَاةِ وَالضَّحِكُ يُبْطِلُ الصَّلَاةَ وَلَا يُبْطِلُ الطَّهَارَةَ وَالتَّبَسُّمُ لَا يُبْطِلُ الصَّلَاةَ وَلَا الطَّهَارَةَ (۱/۱۲ هندية ).

د اوداسه او لمانځه ماتوونکی دلته وګورئ .

https://dawat610.com/archives/10

https://dawat610.com/archives/27

و الله اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً