د وفات شوې پلار د طرف نه زکات ورکول

اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته ! زه شراف الدین اشرفې یم یو سوال لرم هیله ده چی جواب یی راکړی !هغه دادی چی  زما خپل پلار د۶۰کالو په شاوخوا عمر کی وفات سو ده  په کورکی څه کم ۲۰۰۰۰۰ دوه لکه افغانی درلودی زماپلار داپیسی پوره دا دوه کاله کیږی چی دده سره وی خو ددغو پیسو زکات یی نه ورکاوه  کله به چی ماورته ویل پلاره زکات ورکوه ده به ویل چی پرماباندی زکات نکیږی اولاد می نه ساتی اوسرای اوځمکه نلرم اوس زه څنګه خپل دپلار غاړی خلاصی کړم اودده خبره صحی ده اوکه نه اوزه په څشی ده خپل پلار ارواه خوشهاله کولایشم ؟که پردی موضع ړنا واچوی مهربانی به موی !دامی په موبایل لیکلی اودروامیستوی ستاسو ده اړیکو په پتی

شراف الدين فراهي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اصل خبره دا ده چې زمونږ ټولنې ته د دين احکام په پوره او واضح شکل څنګه چې د دين حق دی نه دې رسيدلي او په دې برخه کې اهل علم ډير غفلت کړی دی .

زمونږ د ټولنې اکثره کسان د زکات په نصاب ، احکامو او شرایطو نه پوهيږي .

ستا پلار به هم پر خپل ګمان فکر کړی وي چې پر ما زکات نشته او ده ته به د زکات احکام نه وو معلوم ، که ده ته د زکات احکام او د زکات د نه ورکولو وعيدونه معلوم وای په زکات يې باکل سستي نه کوله (الله تعالی هغه زمونږ سره وبخښي ) .

دا چې تاسې د خپل پلار د طرف نه زکات ادا کوئ که څه هم هغه وصيت نه دی کړی کار د خير دی .

د دوو کلونو د زکات اندازه به ۱۰۰۰۰ افغانۍ شي .

د خپل مور او پلار د پاره تر صدقې ورکولو نه هغوی ته دعا کول غوره دي :

د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاد مبارک دی : إِذَا مَاتَ الْإِنْسَانُ انْقَطَعَ عَنْهُ عَمَلُهُ إِلَّا مِنْ ثَلَاثَةٍ: إِلَّا مِنْ صَدَقَةٍ جَارِيَةٍ، أَوْ عِلْمٍ يُنْتَفَعُ بِهِ، أَوْ وَلَدٍ صَالِحٍ يَدْعُو لَهُ (المسلم 1631 )

کله چې انسان مړ شي عمل يې قطع کيږي بغير له دريو څيزونو : جايري صدقه ، يا داسې علم چې له هغه څخه د خير استفاده کيږي او يا صالح اولاد چه د مور او پلار د پاره دعا کوي .

د والدينو د وفات وروسته د هغوی سره نيکي کول عبارت له : هغوی ته د مغفرت دعا کول ، د هغوی وصيت پر ځای کول او د هغوی د خپلوانو او دوستانو پالل دي .

و الله اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً