د (مړو شپې ) په نوم په روژه کې خيراتونه کول څه حکم لري ؟

اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة، سلامونه او نیکی هیلی می ومنی.

ډیر خلک د (مړو شپه) په نوم په روژی میاشت خیراتونه کوی.آيا دا کار د اسلام له نظره څه حکم لري؟
په درناوی- احمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

ايصال ثواب روح د مړي ته کار د خير او موجب د اجر دی مګر د ورځې ،نيټې ،دريمه ،څلويښتمه ،کال اوغيره مقررول نه دي په کار ( فتاوی دارالعلوم ديوبند ج۱صفحه ۴۷ ) .

و فی البزازية و يکره اتخاذ الطعام فی الیوم الاول و الثالث و بعد الاسبوع و نقل الطعام الی القبر فی المواسم ، و اتخاذ الدعوة لقراءة القرآن و جمع صلحا ، و القراء للختم ( الدرمحتار ۲/ ۲۴۰ ، مطلب فی کراهية الضيافة ) .

مبحث ذبح الذبائح، وعمل الأطعمة في المآتم * ومن البدع المكروهة ما يفعل الآن من ذبح الذبائح عند خروج الميت، من البيت، أو عند القبر، وإعداد الطعام لمن يجتمع للتعزيه: وتقديمه لهم كما يفعل ذلك في الأفراح ومحافل السرور وإذا كان في الورثة قاصر عن درجة البلوغ، حرم إعداد الطعام وتقديمه ( فقه علی الامذاهبة الاربعة )

(فتاوی علماء البلدالحرام ۷/۳۴۲ ) ، (فتاوي داالعلوم ديوبند ج۱ ص ۵۲ )

 (کفايت المفتي ج ۱ ص ۲۷۱ – النبراس شرح العقائد ص ۱۵ )

خلاصه دا چې په خيرات کې د ورځې او شپې تعين صحي نه دی .

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي