د حج مختصرې دعاګانې

بسســـــــم الله الــرحمن الرحیم
الســـلام علیکم ورحمت الله وبرکاته! زه ډیر سحت او زیات حوشحاله شوم چی ستاسو ما ته د حج ټوله نقشه راکړله ډیره زیاته منندوی یم حدای دعه اسلامی الرښود ډیر ښه پرمحتګ وکړی او فایده تری واحیستل شی آمـــــــیــن
پوښتنه: اوس زه له ستاسو څخه یوه دا هیله لرم چی ما ته هغه دعاګانی راولیږی چی د حج دفریضی د آداکولو په وحت کی ویل کیږی څکه چی زما پلار که د حدای تعالی رضا او حوښی وه انشاِء الله سږ کال ته به څی.

پوښتنه: ما ته د حج دمراسمو دادآکولو ټولی دعاګانی راواستوی نو دا به مو ډیره سخته او زیاته مهربانی وی لکه :د طواف په وحت کی دل دعا ویل کیږی او داسی نوره هم …..
محمد نبي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دعا غوره عبادت دی

لقوله الله سبحانه وتعالی : وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ [غافر:60] د الله جل جلا له  ارشاد دی : له ما نه وغواړئ څو ستاسې (غوښتنې ) قبولې کړم

لله جل جلا له  فرمايي : وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُواْ لِي وَلْيُؤْمِنُواْ بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ [البقرة:186]

ژباړه : او کله چې له تا څخه زما بندګان پوښتنه وکړي ، يقيناً زه (دوی ته ) نژدې يم . کله چې يو دعا کوونکی ما وبولي د هغه دعا منم دوی دې (هم ) زما بلنه ومني او پر ما دې ايمان راوړي ښايي چې پر سمه لار ټينګ پاتې شي .

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «الدعاء هو العبادة» ( الترمذي د 2969 ) دعا عبادت دی

او فرمايي : ليس شيء أكرم على الله تعالى من الدعاء ( الترمذي 3370 ) الله جل جلا له  په نزد د دعا نه بغير بل د اکرام او عزت شی نشته

همدارنګه فرمايي : لا يرد القضاء إلا الدعاء ، ولا يزيد في العمر إلا البر ( صحيح الترمذي – الصفحة أو الرقم: 2139 )

يعنې په قضا کې بدلون نه راځي مګر په دعا سره عمر نه اوږديږي مګر په نيکی .

 د حاجي دعا په خاص ډول قبليږي

د حاجې دعا د لاندې دوو حديثونو په دليل قبليږي .

اول : داچي حاجي مسافر وي او د مسافر دعا قبليږي

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :  ثلاثُ دعواتٍ مُستجاباتٌ لا شكَّ فيهنَّ دعوةُ المظلُومِ ودعوةُ المُسافرِ ودعوةُ الوالدِ على ولدِهِ) . (رواه ترمذي ) .

دری دعاګانې په خاص ډول سره قبليږي ددی په قبوليت کې څه شک نشته ، يو د مظلوم دعا،دوهم د مسافر دعا  او دريم د مور او پلار دعا د اولاد په حق کې.

دوهم : د فی سبيل الله مجاهد او حاجي دعا د غزا او حج په موقع کې قبليږي په دليل د دغه حديث شريف : ( الغازي في سبيل الله، والحاج والمعتمر وفد الله، دعاهم فأجابوه، وسألوه فأعاطاهم ) رواه ابن ماجه .

په حج کې دعاګانې :

په حج کې دوه قسمه دعاوي دي

اول قسم : حاجي هر وخت د دينا او آخرت د ښيګنو او کاميابيو او خپل اهل عيال او مسلمانانو د پاره دعا کولای شي ، په کومو مشروع الفاظو چې د ده زړه وي هسې دعا دې وکړې .

دوهم قسم : ځنې مسنونه دعاګانې دی چې په خاصو ځايونو کې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم کړې دی ، د دغو دعا ويل مستحب دی چې په لاندې ډول دي :

د احرام په وخت تلبه ويل :

د احرامو تړلو وروسته به هر وخت د کيناستلو ، پاڅيدو او د حج د ارکانو د ادا په وخت کې لوستل کيږي .

لبيك اللهمَّ ! لبيك . لبيك لا شريك لك لبيك . إن الحمدَ والنعمةَ لك والملكَ لا شريك لك (رواه المسلم ۱۱۸۴ ) .

ژباړه : ای الله ! ستا په حضور کې حاضر يم ، ستا د حکم په مخکښې مې سرتيټ دی – ستا هيڅ څوک شريک نشته ، زه ستا په دربار کې حاضر يم ، اقرار کوم چې ټول تعريفونه او نعمتونو تا لره دي ، او ټول واک تا لره دی او په دې ستا سره څوک شريک نشته .

۱– د عرفات دعا :

لا إله إلا الله وحده لا شريك له . له الملك وله الحمد وهو على كل شيء قدير (الترمذي 3585)

ژباړه : نشته لائق د عبادت مګر الله چې يو دی او شريک نه لري ، ده لره پاچاهي ده او او ده لره ټولې  ستاينې دي ، او هغه په هر څه باندې توانا دی .

عرفات د دعا د قبليدو ځای دی ، دلته د آدم عليه سلام توبه قبوله شوې ده .

 ګرانه ! دا د زاريو او ژړا ځای دی .

نبی اکرم صلی الله عليه وسلم  چې د عرفات په جبل الرحمت باندې کومه ژړا او زاری باندې دوعا غوښتی وه ابن عباس يې داسې روايت کوي :

چه ما رسول الله صلی الله عليه وسلم په عرفات کې داسې په دعا وليدلو چې دواړه لاسونه يې د سينی سره خواره کړي وو او داسې دعا غوښتله لکه چه يو وږي مسکين په عاجزی سره د چانه  يوه لمړی ډوډی غواړي او هغوی صلی عليه وسلم  د امت د بخښنی لپاره دعا کوله .

۲- په صفا او مروی کې دوعا :
صفا ته د ختلو په وخت کې قبلې ته مخامخ کيدل ، الله اکبر ويل او بيا دا دعا ويل : [لا إله إلا الله وحده لا شريك له . له الملك وله الحمد وهو على كل شيء قدير] او يا دا دعا [لا إله إلا الله وحده، أنجز وعده، ونصر عبده، وهزم الأحزاب وحده]  دعا دری ځله تکرارول او بيا چې کله مروی ته کوز شي همدا دعا لکه څنګه چې په صفا کې ويل کيږي لوستل (رواه المسلم 1218) .

۳- د جمرو په وخت کې دعا :

کله به چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  د يو څلې د جمرو ويشتلو نه فارغ شو بيا به قبله ته مخامخ خپل لاسونه به يې پورته کول او دعا به يې کوله او بيا به یې د بل څلې په ويشتلو بيل کولو او بيا به يې دعا کوله (البخاری  1752) .

۴- په مشعرالحرام او د کعبې شريفې د دننه په هر ځای دعا کول :

مشعر الحرام او بيتې شريفې هر ځای چې وي دعا کول مستحب دي ، جابر رضی الله عنه وايي : چې کله رسول مشعر الحرام ورسيدو مخ به يې قبلې ته کړ ، دعا به يې کوله ، تکبير او تهليل (لومړی کلمه ) او د توحيد کلمه به يې لوستله ، همدارنګه اسامه بن زيد رضی الله عنه وايي : چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د کعبې داخل هر ځای دعا کوله .

لحديث جابر رضي الله عنه أيضا وفيه: “… ثم ركب القصواء حتى أتى المشعر الحرام فاستقبل القبلة فدعاه وكبره وهلله ووحده فلم يزل واقفا حتى أسفر جدا” [رواه مسلم].
عن أسامة بن زيد رضي الله عنه: أن النبي صلى الله عليه وسلم لما دخل البيت دعا في نواحيه كلها [رواه مسلم].

د ملتزم دعا :

د حجرالاسود او کعبې تر دوازې پورې چې څومره حصه ده دغه ته ملتزم وايي او په دې حصه کې د دعا کول مستحب دي ، په دې موقع کوم خاص دعا نه ويل کيږي ځنګه دعا چې حاجي خوښه وي هغه دې وکړي ، ځنو فقهې کتابونه د ملتزم دغه دعا نقل کړی ده : يا واحد ! يا ماجد ! لا تزل عني نعمة أنعمت بها علي إلا رأيته (ددې اسناد ضعيف ) .

همدارنګه د حجرالاسود او رکن يماني ترمينځ دا دعا ويل کيږي : (ربنا آتنا في الدنيا حسنة ، وفي الآخرة حسنة ، وقنا عذاب النار) ، رواه أحمد في “المسند” (3/411) وصححه ابن حبان (9/134).

د ميزاب رحمت (د کعبې شريفې د ناوې لاندې ) دعا :

په دې ځای کې هم دعا کول مستحب دي ، کوم خاص دعا نشته ، حاجې په اخلاص سره پخپله خوښه د دنيا او آخرت د ښيګنو دعا کوي .

د زمزم د ابو دعا :

د زمزم د ابو څښلو دا دعا ده : اللهم أسألك علمًا نافعًا و رزقًا واسعًا وشفاءً من كل داء (ای الله زه ستا نه علم نافع ،رزق واسع او د ټولو امراضو شفاء غواړم ) .(المستدرک الحاکم )

دغه پورته څو مختصرې دعاګانې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه په صحي رواياتو ثابتې شوې دي او د هغه لوستل مستحب دي .

نورې چې کومې دعاوې په کتابونو کې ذکر شوې دي اکثريت يې اصل نه لري د دهغه دعاوو د زده کولو پر ځای دې د حج احکام زده کړي په هغه باندې دې خپل وخت نه ضايع کوي

والله اعلم

آن لاين اسلامي لارښود (دفاع عن سنت څانګه )

 

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً