آيا د مالياتو ورکونکی د زکات په ادا کولو مکلف دی ؟

السلام وعلیکم ورحمت الله
زه غواړم چی یو څه معلومات د زکات په باره کی حاصل کړم او تر یوی اندازی پوری ما د تاسی مضامین د زکات په اړه ولوستل خو لاندی پوښتنی راته پیدا شوی هیله لرم چی ځواب یی راته راکړی:
۱. که څوک د ځمکی نه حاصلات واخلی او ددی حاصلاتو نه عشر هم ورکړی او باقیمانده حاصلات خرڅ کړی او پدی پیسو باندی یو کال هم تیر شی آیا پدی زکات شته که نه؟
۲. اکثره خلک چی رسمی وظیفی لری دوی د خپلو معاشونو نه  دولت ته مالیه ورکوی ایا نوموړی شخص مکلف دی چی زکات هم ورکړی
۳. که څوک د نصاب په اندازه مال او یا نغدی پیسی ولری، که ددغه شخص په فامیل کی یی ورور یا داسی نور خپلوان بی وزله وی ، آیا ورور با خپلوانو ته زکات صحیح کیږی؟

په درنښت- حماد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : د ځمکې د حاصلات زکات عشر دی ، لقوله سبحانه وتعالی : كُلُواْ مِن ثَمَرِهِ إِذَا أَثْمَرَ وَآتُواْ حَقَّهُ يَوْمَ حَصَادِهِ وَلاَ تُسْرِفُواْ إِنَّهُ لاَ يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ (الانعام 141 ).

دوهم : ماليه د حکومت حق دی چې په ناحقه يې له خلکو څخه اخلي او زکات د الله تعالی حق دی ، د مالياتو په ورکولو زکات نه ساقطيږي ، ماليات ځانته شی او زکات ځانته حکم لري  تفصيل ….

دريم : خپل مور او پلار ،نيکه ، نيا د پلار مور ،د مور مور ،او دينه پورته غور نيکه غره نيا، خپل زوی ،لور ،نمسی نمسۍ او تر هغه لاندی، ښځه خپل خاوند ته او خاوند خپلی ښځی ته زکات نشی ورکولای دې نه علاوه نورو خپلو خپلوانو ته لکه غريب او ناچاره خور ، ورور او نورو ته زکات ورکولو جايز دي چې دوي کټی لري ۱- د زکات ادا ۲- صله رحمی (د خپلوي پالل)

(فتاوي دارالعلوم ديوبند )

و الله اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً