ســــــــوال: آیا تاسو به ما ته داسی پته راولیږی چـــــــــــی د حج د ادآکـــــــــــولو ټوله نـــــــــقشه په کی وی؟
محمد نبي محمدي
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
لومړی دا چې د حج دری قسمونه دي تمتع ،قِران او افراد او دا فرق د احرام تړلو په وخت کې په نيت کولو سره کيږي ددی وجې د احرام ډولونه هم بلل کيږي ، تفصيل …..
افغان حجاج اکثراً د حج تمتع نيت کوي .
د عمري او حج کول مفصله طريقه دلته ذکر شوې ده ، تفصيل ….
چې په لاندې نقشه يې ترتيب ښودل شوی دی .
په پورته نقشه کليک وکړئ تر څو ښکاره شي ، دا نقشه د حج د مناسکو د ترتيب او ادا کولو د پاره خاص اهميت لري ، په دغه نقشه کې وينو چې کله حاجي مقات ته ورسيږي د عمري ادا کول به پيل کړي داسې چې احرام به وتړي ، طواف به وکړي ، سعي (د صفا او مروی تر مينځ تګ را تګ ) به وکړي او حلق او تقصير وکړي وروسته عمره ختمه شوه احرام به لري کړي او بيا د حج د فرائض د ادا کولو د پاره دوباره احرام تړل کيږي د دوالحجې د اتمې ، نهمې ، لسمې مناسک پيل کيږي .
د حج د مناسکو لنډ بيان په لاندې ډول دی
په طواف کې واجبات ،حرام څيزونه او مکروهات
په مقام ابراهيم کې لمونځ او دصفا اومروه ترمنځ سعی
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود