د اسعارو تبادله

ګرانو د اسلامی لارښود کارکوونکو زما سلامونه اونيکي هيلي ومني امابعد زماپوښتنه پدي ډول ده په ځينو صرافيو داسي معاملي کيزي مثلآ لس زره ډالره يوه چاته ورکوي چي فعلي نرخ يي پنځه لکه افغاني کزي دوي دغه لس زره په پنځه نيم يا شپز لکه افغانيو ديوي مياشتي په وعده ورکوي يعني لوه مياشت وروسته به دلسو زرو په ځاي پنځه نيم يا شپز افغاني ور کوي په درنښت

نقيب الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : د نغدو پيسو بدلول لکه دالر په افغانۍ او افغانۍ په کلدارو په مختلف نرخ جايز دي په دې شرط چې لاس په لاس وي ځکه چې جنس يې سره مخالف دی .

رسول الله ص فرمايي :[ فَإِذَا اِخْتَلَفَتْ هَذِهِ الْأَصْنَافُ فَبِيعُوا كَيْفَ شِئْتُمْ إِذَا كَانَ يَدًا بِيَدٍ] (مسلم ) .

(کله چې دا اجناس مختلف وي څنګه چې غواړی لاس په لاس معامله وکړئ) .

دوهم : د قرض مبلغ به ثابت وي يا ډالکر او يا افغانۍ ، داسې نشي کيدای د مودې مخکې د اسعارو د تبادلې نرخ وټاکل شي ، چې ما ته هغه وخت د لسو زرو ډالرو شپږ لکه افغانۍ راکوي ، داسې کول حرام دي .

بلکي د پور د ادا په وخت کې به يا ۱۰۰۰۰ ډالر او يا د هغه ورځې د اسعارو د نرخ موافق افغانۍ اخلي .

مجتمع الفقه اسلامي ليکي :
العبرة في وفاء الديون الثابتة بعملة ما : هي بالمثل وليس بالقيمة ؛ لأن الديون تُقضى بأمثالها ، فلا يجوز ربط الديون الثابتة في الذمة ، أيا كان مصدرها ، بمستوى الأسعار .
مجلة ” المجمع ” ( عدد 5 ، ج3 ص 1609 ) .

او د پور په ادا کولو دا باک نه لري چې سړی د ډالر پر ځای افغانۍ يا د افغانۍ پر ځای کلداري واخلي په شرط ددي چې د همغه ورځې د اسعارو په نرخ تبادله شي .

په دليل د دغه حديث شريف : قال ابن عمر رضي الله عنهما : كنا نبيع الإبل بالدراهم فنأخذ عنها الدنانير ، ونبيع الدنانير فنأخذ عنها الدراهم ، فقال النبي صلى الله عليه وسلم : ( لا بأس أن تأخذها بسعر يومها ما لم تتفرقا وبينكما شيء ) .

يعنې : ابن عمر رضی الله عنه وايي چې اوښ مو په درهمو پلورلی ؤ او دهغه نه دينارونه واخيستل ، او سودا مو په دينار باندې کړی ؤ بيا د هغه څخه درهم واخيستل ، دا مسئله مو د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم سره شريکه کړه ، هغه وفرمايل : چې باک نه لري په شرط ددې د ورځې په نرخ تبادله شي .

و الله اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً