د آذان اوريدو بغير افطار کول

چی په اسلام کښی د روژی ماتولو څه حکم ده .یعنی مونږ په اطاق کښی اته ملګری یوو څوک په تلویزون روژه ماتوی ،څوک یی په شاوخوا محله کښیی د ټولو جوماتونو په اذانونو ماتوی او څوک یی صرف د خپل جومات په اذان ماتوی .که مهربانی اوکړی ماته ددی پوښبنی جواب راکړی . په درنښت

عبدالله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کله چې په غالب ګمان ماښام شي نو په روژه ماتي کې بيړه کول مستحب دي هغه که د خپل جومات په اذان وي يا د بل جومات يا د جدول له رويه وي او يا په نغاره وهلو باندې روژه ماتول جايز دی .

کفايت المفتي ليکي :

په نغاره وهلو سره افطار کول د شافعی او حنفي دواړو په نزد جايز دی .

و منه سماع الطبول و ضرب الدفوف ، ونحو ذلک مما يعتاد فعله اول الشهر و اخره قلت و کذا اول الصوم واخره (منهاج الطالبين کتاب الصوم – کفايت المفتي ج ۴ ص ۲۴۸ ) .

فتاوي اهل سنت و الجاعت ليکي :

د روژه ماتي د پاره د اذان آوريدل شرط نه دي بلکه آذان د عبادت اعلان دی په يوه خاص وخت کې نو څرنګه چې افطار د ماښام په وخت کې دی نو آذان د افطار د جواز د پاره يوه نښانه ده مګر دا شرط نه دی چې که اذان وا نه ورديل شي روژه نه ماتيږي بلکی دا هم کفايت کوي چې روژه د افطار د جدول يا تجربه له روی افطار کړي (فتاوی اهل سنت والجماعت ) .

و الله اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً