د قرآنکريم څو آيتونه دي ؟

قاری استاد برکت الله سلیم وایی چی دقرآنکریم دټولو آیا تونو شمیر  ۶۲۳۶ دی او علامه شمس الحق افغانی په علوم القرآن کتاب کی وایی چی ۶۶۶۶ دی او داشمیر دعا یشی صدیقی نه هم روایت شوی او نور تفاسیر هم همدا سی وایی که په پوره تشریح سره ځواب راکړی مننه به مو وی او همدارنګه دهغه کتاب نو م ورسره ولیکی کوم چی دغه تعداد دآیاتو نو یی لیکلی .
ستاسی ورور عتیق الله له وردګو ولایت څخه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د قرآنکريم د آيتونو په تعداد کې د علماء کرامو تر مينځ څه اختلاف شته دا اختلاف په دې معنی نه دی چې د قرآنکريم کوم آيت دي کم يا زيات شوی وي بلکي قرآنکريم چې په کوم شکل نازل شوی دی په همغه شکل نن هم دی او د قيامت تر ورځي پورې به هم وي نه به يې يو حرف زيات شي او نه به يې يو حرف کم شي .

د آيتونو د تعداد د اختلاف وجه دا ده چې جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم په حيات مبارک کې د قرآن آيتونه نه دي ترتيب شوي بلکي د هغه د وفات څخه وروسته ترتيب شوی دي ، چيرته چه خبره يا موضوع پوره شي هلته د آیت نښه راځي ، نو په تعداد چې څه اختلاف دی ځنې علماء په ځنو نورو برخو هم د آيت نښې ته قائل دي .

قال ابن كثير في تفسيره عن مجاهد رحمه الله أنه قال هذا ما أحصيناه من القرآن وهو ثلاثمائة ألف حرف وعشرون ألفاً وخمسة عشر حرفاً.
وأما كلمات القرآن فهي سبعة وسبعون ألف كلمة وأربعمائة وتسع وثلاثون كلمة.
وأما آياته فهي: ستة آلاف آية واختلف فيما زاد على ذلك على عدة أقوال فمنهم من قال: مئتا آية وأربع آيات، وقيل: أربع عشر آية، وقيل مئتان وتسع عشرة آية وقيل مئتان وخمس وعشرون آية أو ست وعشرون، وقيل مائتان وست وثلاثون آية.
وأما سور القرآن فمائة وأربع عشرة سورة.

اسلام ويب مرکز الفتاوي ليکي: وَاعْلَمْ أَنَّ سَبَبَ اخْتِلَافِ الْعُلَمَاءِ فِي عَدِّ الْآيِ وَالْكَلِمِ وَالْحُرُوفِ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عليه وَسَلَّمَ كَانَ يَقِفُ عَلَى رُءُوسِ الْآيِ لِلتَّوْقِيفِ، فَإِذَا عُلِمَ مَحَلُّهَا وَصَلَ لِلتَّمَامِ فَيَحْسَبُ السَّامِعُ أَنَّهَا لَيْسَتْ فَاصِلَةً، وَأَيْضًا الْبَسْمَلَةُ نَزَلَتْ مَعَ السُّورَةِ فِي بَعْضِ الْأَحْرُفِ السَّبْعَةِ فَمَنْ قَرَأَ بِحَرْفٍ نَزَلَتْ فِيهِ عَدَّهَا، وَمَنْ قَرَأَ بِغَيْرِ ذَلِكَ لَمْ يَعُدَّهَا. انتهى.

د اوسني چاپ قرآنکريمونو د آيتونو شمير اکثراً ۶۲۳۶ دی ځکه ما خپله دا عدد شميرلی دی چې په لاندې ډول دی .

د سعودي عربستان قرآن کمپلکس يا د قرآنکريم چاپخاني هم دا شميره ښودلی دی .

و الله اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

آیتونهسورتونهشميره
7الفاتحة1
286البقرة2
200آل عمران3
176النساء4
120المائدة5
165الأنعام6
206الأعراف7
75الأنفال8
129التوبة9
109يونس10
123هود11
111يوسف12
43الرعد13
52إبراهيم14
99الحجر15
128النحل16
111الإسراء17
110الكهف18
98مريم19
135طه20
112الأنبياء21
78الحج22
118المؤمنون23
64النور24
77الفرقان25
227الشعراء26
93النمل27
88القصص28
69العنكبوت29
60الروم30
34لقمان31
30السجدة32
73الأحزاب33
54سبأ34
45فاطر35
83يس36
182الصافات37
88ص38
75الزمر39
85غافر40
54فصلت41
53الشورى42
89الزخرف43
59الدخان44
37الجاثية45
35الأحقاف46
38محمد47
29الفتح48
18الحجرات49
45ق50
60الذاريات51
49الطور52
62النجم53
55القمر54
78الرحمن55
96الواقعة56
29الحديد57
22المجادلة58
24الحشر59
13الممتحنة60
14الصف61
11الجمعة62
11المنافقون63
18التغابن64
12الطلاق65
12التحريم66
30الملك67
52القلم68
52الحاقة69
44المعارج70
28نوح71
28الجن72
20المزمل73
56المدثر74
40القيامة75
31الإنسان76
50المرسلات77
40النبأ78
46النازعات79
42عبس80
29التكوير81
19الانفطار82
36المطففين83
25الانشقاق84
22البروج85
17الطارق86
19الأعلى87
26الغاشية88
30الفجر89
20البلد90
15الشمس91
21الليل92
11الضحى93
8الشرح94
8التين95
19العلق96
5القدر97
8البينة98
8الزلزلة99
11العاديات100
11القارعة101
8التكاثر102
3العصر103
9الهمزة104
5الفيل105
4قريش106
7الماعون107
3الكوثر108
6الكافرون109
3النصر110
5المسد111
4الإخلاص112
5الفلق113
6الناس114
6236
Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي