د درملنې د پاره د ماشومانو په ستوني د ګوتو ننستل

اسلام عليکم

آيا دا کار د اسلام له نظره څه حکم لري چې کله د ماشوم ستونی درد کوي هغه زندی کوي او ستونی په ګوتو سره پورته کوي .

عبدالله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

ددې کار څخه جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم منعه فرمايلي ده :

وَقَالَ: «لاَ تُعَذِّبُوا صِبْيَانَكُمْ بِالْغَمْزِ مِنَ الْعُذْرَةِ، وَعَلَيْكُمْ بِالْقُسْطِ». (بخارى:5696)

يعنې : د ماشومان د ستوني د درد په وجه د هغه په ستوني کې ګوتې مه ننباسی او هغوی مه شکنجه کوئ . بلکه د عود (يو قسم يوناني درمل ) څخه استفاده وکړئ .

و الله اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً