په روژه کې د غسل پر مهال د خولې او پزې مينځل

اسلام عيكم ورحمت الله وبركاته
خداي دي وگري چي كامل صحت ولري، زما سوالونه په لاندي دول دي:
1- د اوداسه يادغوسل په وخت كي خوله پريول خو روژي ته زيان نلري او بايد په كوم شكل پريول شي ؟
2- سوال:
ايا په خطاي سره روژه ماتيكي؟
هيله كوم چي زما سوالوته جواب راگري مننه . گل احمد متاب

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په روژه کې په اوداسه او غسل دواړو کې د خولي يريول روژې ته نقصان نه رسوي ، په روژه کې به په اوداسه او غسل کې د خولې او پوزې په مينځلو کې زياته مبالغه کول مکروه دي . ځکه په مبالغه سره ددې ويره شته چې اوبه د حلق نه لاړې شي .

فإذا استنشقت فأبلغ، إلا أن تكون صائما  (رواه أصحاب السنن) من فقه السنه .

هر کله چي استنشاق کوې په هغه کې مبالغه کوه مګر دا چې روژه وي ( په روژه کې به مبالغه نه کوي )

 :دوهم

څوک چې په عبادت کې د ناپوهۍ يا هيريدو له وجې د ممنوع کار مرتکب شي په هغه باندې څه نه لازميږي

ځکه چې الله تعالی فرمايي :

وَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ فِيمَا أَخْطَأْتُمْ بِهِ وَلَكِنْ مَا تَعَمَّدَتْ قُلُوبُكُمْ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا (5) احزاب

نشته پر تاسې ګناه په هغه څه کې چې خطا شوی یﺉ تاسې لکن شته ګناه په هغه شی کې چې قصد يې وکړي زړونه ستاسې او دی الله ښه بښونکي او زيات مهربان .

همدارنگه فرمايي : [رَبَّنَا لا تُؤَاخِذْنَا إِنْ نَسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا] (بقره286). اي زمونږ ربه ! مونږ په هيردلو او اشتباه کولو سره مه نيسه

الله تعالي په ځواب کې فرمايي  « قد فَعَلْت »[2]  همداسې به کوم .

د آمن رسول مبارک آيتونه د صحابه کرامو ته د ور پيښې شوې سختی پريښاني د ډاډګرني او تسل د پاره نازل شوی دي .

مګر د شريعت د ضروري احکامو په زده کړه کې دغفلت او سستۍ جرم به پر ځای وي .

د اسلامې شريعت د ضروري احکامو لکه ، لمونځ ،روژه ،زکات وغيره احکامو زده کړه په نر او ښځه فرض ده . رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

«طلب العلم فريضةٌ علي كل مسلم»[1]  ( د علم طلب په هر مسلمان هغه که نر او که ښځه فرض دی ) چې ددې علم څخه شرعي علم مراد دی کوم چې د هغې په وسليه عقيده صحيح کيږي او د شرعت ضروري احکام پيږندل کيږي .

فتاوي علماء البدالحرام – مکة المکرمه

الله تعالی په هر څه عالم او ښه خبردار دی

آن لاين اسلامې لارښود

[1]. ابن ماجه (224) ، طبري په «الصغير» (22-61) او «الاوسط» (9-2008، 2030-2462-4096-8381-8567-8833) او «الكبير» (10/195) (10439). «فیض القدیر» له علامه مناوی 4/267، 268 (5264، 5268)

[2]. مسلم

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً