که سهواً غني ته زکات ورکړ شي زکات ادا کيږي ؟

سلامونه او نيکی هيلې مې ومنئ ، پوښتنه مې دا ده چې يو کس باندې زکات نه کيږي او هغه ته زکات ورکړي او هغه دغه د زکات مال بل چا ته ورکړي ، په دې خو څه ممانعت نشته .

سادات – متحده امارات

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : که په بې خبری کې چاته زکات ورکړ شي خو ورسته سړی پوه شي چې دا کس خو د زکات مستحق نه دی زکات ادا شوي دوباره د زکات ادا کولو ته ضرورت نشته (فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۱ ص ۳۲۹ ) .

په دې مسئله کې د احناف دليل دا حديث دی، لحديث معن بن يزيد قال: كان أبي يزيد أخرج دنانير يتصدق بها فوضعها عند رجل في المسجد، فجئت فأخذتها فأتيته بها، فقال: والله إياك أردت، فخاصمته إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم فقال: “لك ما نويت يا يزيد، ولك ما أخذت يا معن”. رواه البخاري.

دوهم : صاحب د نصاف لره د زکات او صدقاتو اخيستل مطلق حرام دي ، هغه به بيرته خپل مالک ته ورکوي او يا به هغه په فقيرانو او مسکينانو ويشي ده لره د هغه اخيستل حرام دي .

في قوله تعالى [إنما الصدقات للفقراء..](التوبة)

و لا الی غنی يملک قدر نصاب فارغ عن حاجته الاصلية من ای مال کان (درالمختار ج ۲ ص ۱۸ )

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email