د امريکا دايمي تابعيت اخيستل څه حکم لري ؟

ښاغلیو اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
ستاسی محترم حضور ته خپل احترامات وړاندی کوم.
زه یوه پوښتنه لرم هیله کوم چه داسی واضح او مشخص جواب راکړی.

زه غواړم چه امریکا ته د دایمی اوسیدلو لپاره د خپل فامیل سره ولاړ شم او هلته قبولی واخلم او د خپل میرمن او بچیانو سره د همیشه د پاره هلته ژوند وکړم.
آیا په اسلامی شریعت کی ددی اوسیدلو کوم حکم دی او آیا زه هلته اوسیدلای شم او که نه.
که مهربانی وکړی او واضح ځواب راکړی چه آیا زما د پاره د هلته اوسیدلو جواز شته او که نه؟
با احترام
عبدالحبیب کندهار

څواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اصلاً خو بې ضرورته په غير مسلم ملک کې اوسيدل ښه نه دي ځکه کفري محيط حتماً د سړي په اعمالو او عقايدو تأثير اچوي .

مګر هغه مسلمان چې پخپل دين کې عالم وي يعني د دين په ضروري احکامو پوه وي د خپل دين حقانيت او د کفر بطلان پوره پوره درک کړای شي له مسلمانانو سره په ارتباط کې وي او هر وخت اسلامې سايټونه مطالعه کوي دا سې کس اسلام د دعوت سبب ګرځي او ددې هيله شته چې کافران د هغه د نيکو اعمالو  تر تأثير لاندې راشي او په اسلام کې داخل شي چې ډير ځله داسې شوي هم دي فرضاً که نورو ته د دين دعوت ونشي کړای د خپل دين حفاظت کولای شي  .

دا ډول پياوړې او تکړه مسلمانان چې کله غير مسلمو ملکونو ته لاړل هلته يې ستر انقلابونه را مينځته کړل نن سبا مونږ وينو چې په عرب کې د مسلمانانو شميره ميليونونو ته رسيږي او د پراختيا په حال کې ده .

مګر هغه کسان چې د خپل دين څخه ناخبره بې ضرورته په دې مقصد چې خپل مال ډير کړي او هلته بې بندباره ژوند وکړي خطرناک دی

علماء کرامو په غير مسلم ملک کې د اسيدلو د پاره لاندې صورتونه جايز بللی دی :

د تخصص اخيستلو د پاره (ضروري لوړې زده کړې ) چې په کوم اسلامې هيواد کې هغه موجود نه وي .

د درملني د پاره چې پخپل ملک کې هغه درملنه ناشوني وي .

د اسلام د مقدس دين د دعوت د پاره

علماء حرمین شريفين

مفتي محمد تقی عثماني په البحوث کې ليکي :

که ضرورت وي مثلاً پر چا باندې په خپل ملک کې په ناحقه ظلم کيږي ،يا د کوښښ سره سره پر خپل ملک کې نفقه نه ورته پيدا کيږي نو غير مسلم ملک کې استوګنه کول باک نه لري او بغير د څه ضرورت څخه چې په خپل ملک کې د ژوند تيرولو وسايل او اسباب وي د عيش د پاره په غير مسلم ملک کې استوګنه کول مکروه دي ځکه په دې صورت کې د دين خطر وي او سړی چې د منکراتو په طوفان کې ګير شي هتماً يې ايمان او نيکو اعمالو ته زيان رسيږي (البحوث ج۱ ص ۲۱۹ ) .

 

بغير د ضرورت څخه د کفري ملک تابعيت اخيستل جايز نه دي په دې اړه د حرمينو د علماؤ فتوای :

د مسلمان تابعيت اخيستل له داسې هيواد څخه چې حکومت يې کافر وي .

پوښتنه : ډير مسلمانان چې کله دلته (امريکا ) ته راځي ، د اقامه نيت کوي او د امريکا د هيواد دايمي تابعيت اخلي آيا دا کار د هغوی د پاره جايز دی ؟ د اسلام حکم په دې اړه څه دی ؟

ځواب : هيڅ کوم مسلمان ته دا جايز نه ده چې د کفري ملک تابعيت تر لاسه کړي ځکه چې دا کار د هغوی سره د دوستی ، مدد او د هغوی دباطلې عقيدې تأييد دی .

الله تعالي فرمايي: «إِنَّ الَّذِينَ تَوَفَّاهُمُ الْمَلائِكَةُ ظَالِمِي أَنْفُسِهِمْ قَالُوا فِيمَ كُنْتُمْ قَالُوا كُنَّا مُسْتَضْعَفِينَ فِي الأرْضِ قَالُوا أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ اللَّهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُوا فِيهَا فَأُولَئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَسَاءَتْ مَصِيرًا (٩٧)إِلا الْمُسْتَضْعَفِينَ »

(کوم خلکو چې پر خپلو نفسونو ظلم کاوه پريښتو له هغوی څخه د هغوی د ساه اخيستلو په وخت کې پوښتنه وکړه تاسې په څه حال کې اخته وﺉ ،هغوی ځواب ورکړ چې مونږ په ځمکه کې کمزورې او مجبور وو ، پريښتو وويل آيا د خذای ج ځمکه کمه وه چې تاسې هجرت کړی وای دا هغه خلک دي چې استوګنځی يې دوزخ دی او هغه ډير بد استوګنځی دی ، مګر کوم کسان له نرينوو ، ښځو او ماشومان چې بې وسه وي)

ابن کثير ددې آيت شريف په تفسير کې ليکي دغه آيت د هغه کسان په باره کې دی چې د کفارو په ملک کې اوسيږي خو ديني مسايل او شعاير نشي انجام کولای سره له دې چې د هجرت کولو توان لري خو هجرت نه کوي نو دغه کسانو په اتفاق د امت پر خپل ځان ظلم کړی دی چې د يو حرام عمل مرتکب شوي دي (تفسير ابن کثير ۵۴۳/۱ ) .

پيغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي : «أنا بَريءٌ مِن كُلِّ مُسلِمٍ يُقيمُ بَينَ المُشرِكينَ»: [1]

(زه له هر هغه مسلمان څخه بيزاره يم چې د مشرکينو په منځ کې اوسيږي ) .

مګر هغه کسان چې علماء وي له دين څخه با خبره وي د اسلام د دعوت او ابلاغ لپاره هلته پاتي شي باک نه لري البته تر هغه وخته چې په دين کې يې د فتنی ويره نه وي

و بالله التوفيق و صلي الله علي نبينا محمد و آله و صحبه و سلم.

فتاوی علماء مکة المکرمه د علمي څيړنې او افتا دايمي ټولنه ((69/2 .

په بهر کې ميشتو له خپل وطن څخه لري افغانانو ته مو دا پيغام دی چې کوښښ وکړﺉ خپل دين ته خلک را وبولی ځکه تاسې اوس د هغه هيواد له ژبې سره بلد ياست او هغوی ښه پوهه ولاي شئ دا د هر مسلمان مسئوليت دی ، كه مو دا پر وس پوره نه وي د خپل دين څخه په کلکه دفاع وکړﺉ او په خپل دين کلک ووسئ .

او که عقائد او ديني شعائر مو په خطر کې وي نو بيا په داسې ځای کې اوسيدل زيانمن دي .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. اسلام علیکم داسلامی سایت کارکونکواولوستکونکوته !
    زه یومسلمان داکتریم چه ترډیره په اسلامی علوموهم مهارت لرم مګرکله چه زه زمونږه دکلی ملاصاحبان وه وینم هغوی وای چه تاسوباید ټول عمر په دینی علوموکی مصرف ک‌‌ری ولی جه داسانسی علوم کومه اسلامی ګټه نه لری هیله ده یوسم څواب راک‌ری
    وسلام