د ان لاین اسلامی لارښود محترمو کارکوونکو ته خپل سلامونه تقدیموم ژما یوه پوښتنه په لاندی ډول ده هیله ده چی راته جواپ یی کړی.
که چیری یوه مور خپلی شیدی ولری خو هغه مور خپلی شیدی د ځینو بهانو له امله چی وجود می خراپیژی یاښکلا می له منځه ځی له دی امله یی ورنه کی او نوری پودری شیدی ورکی آیا د اسلام له نظره ددی مور غاړی بندی ده که نه ؟؟
Tamana Ershad
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
خپل بچي ته د تي ورکول د مور مسئوليت دی او دا ورباندې فرض ده چې خپل بچي ته پوره دوه کاله تی ورکړي .
قوله سبحانه وتعالی :
وَالْوَالِدَاتُ يُرْضِعْنَ أَوْلاَدَهُنَّ حَوْلَيْنِ كَامِلَيْنِ (البقره ۲۳۳ )
(ميندې دې خپلو بچيانو ته پوره دوه کاله تی ورکړي)
د تي ورکولو پوره تفصيل او احکام دلته وګورئ https://dawat610.com/archives/4220
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامې لارښود