د امريکايي سندرغاړي د اسلام راوړلو قصه (لومړۍ برخه)

بسم الله الرحمن الرحیم

د رب موسیقۍ امریکایي سندرغاړی پرتوریکایې (حمزه پرز) د اسلام پر دین مشرف شو

(لومړۍ برخه)

جیسون پرز په خوب کی ولیدل چی یوویشت کلنۍ ته د رسیدلو څخه مخکی به مري. د هغه خوب رښتیا شو، هغه د رپ د موسیقۍ سندرغاړی مخکی تر دی چی د دنیا څخه خپلی سترګی پټی کړی مسلمان شو.

د مسلمان کیدلو څخه وروسته په حمزه باندی ونومول شو ړ، او کوښښ یې وکړ چی د موسیقۍ له لیاری د اسلام پیغام نړۍ ته ورسوی.

هغه مخکی په نیویارک کی ژوند کاوه چی د مسلمان کیدلو څخه وروسته پیتسبرګ کلیفورنیا ته ولاړ او خپلی کورنۍ او زامنو ته یې د اسلام د دین مطابق د ښوونی او روزنی همت وکړ.

د حمزه د ژوند پر اساس او د هغه د اسلام راوړلو په باره کی یو فلم (New Muslim Cool) جوړ شوی دی.

د (Islamicbulletin.com) بریښنا پاڼی راتلوونکی مرکه چی تاسی به یې وګورﺉ نشر شوې ده .

سره د دی چی ما دا چانس پیدا نه کړ چی زه د حمزه ورور سره د نژدی څخه لیدنه وکړم، خو خیر ما یو ځل مخکی د هغه سره د سانفرانسیسکو په السبیل جومات كې لیدل کاته کړی وو.

طبیعی خبره وه چی هره شیبه د دی اغیزمن او اثرناک فیلم منتظر وم. زما په آند دا فیلم لکه څرنګه چی یې تمه کیده د هیبت او ارښت څخه ډک وو.

دا کار می د دی په خاطر نه کاوه چی د ښاغلی حمزه ورور د معنوی سفر (مسلمان کیدلو) د اغیزی لاندی راشم چی د اسلام لپاره یي پورته کړی وو بلکه دا (فیلم) د هغه پر ژوند راټول شوی وو چی هر مسلمان او غیر مسلمان يي په هوش راووست.

پوښتنه: د اسلام د دین سره څرنګه اشنا شوی؟

ځواب: ما یو ملګری درلود د لويی په نوم، مونږ دواړه یو ځای غټ شوی ول او کله چی ځوانان شولو نو د نشه یی توکو خرڅوونکی شولو، په هوسایی او خوشحالۍ پسی ګرځیدلو خو نه مو موندله.

د کوڅو ژوند او نشه یی توکی زما د پریشانۍ او ناراحتۍ تر ټولو غټ لامل ول، د دغه لیاری څخه ما ډیر پیسی پیدا کړی وی خو لکه چی می وویلی اصلا زما د زړه د خوشحالۍ او رضایت می پری حاصل نه کړ.

یوه ورځ زه او زما ملګری دواړه همداسی په کوڅه کی ګرځیدلو، زما ملګری نژدی جومات ته راڅخه ولاړ او ټولی پیسی چی يي جمع کړی وی ټولی يي د جومات په خیریه صندوق کی واچولی.  یو مسلمان ورور د هغه خواته نژدی راغی او ورته يي وویل چی څه کار کوی؟ او په دی ترڅ کی دواړه د اسلام په اړه خبری اتری پیل کړی. په آخر کی زما ملګری مسلمان شو.

کله چی زه او زما ملګری کوچنی ول، مونږ دغه جومات پیژندلو ځکه چی زمونږ کورونه او جومات په یوه کوڅه کی واقع ول. مونږ داسی فکر کاوه چی مسلمانان تروریستان او بنسټ پاله دی او د همدی نظر له کبله مونږ هیڅکله هم جومات نه ننوتلو.

د کله نه چی لویی (زما ملګری) د اسلامی تبلیغی جماعت سره یو ځای شو د هغه څخه وروسته به مونږ ډیر لږ لیدل ځکه چی هغه به ډیر وخت رنګارنګ ځایونو ته په سفر تللو. لویي د مخکی په څیر نور زما ملګری نه وو بلکه د اسلام د راوړلو له امله د لقمان په نوم ونومول شو او ډیری هوساینی او عزت څښتن شو. په لومړیو ورځو کی به مونږ په هغه پسی ملنډی وهلی. یوه ورځ مونږ د یو څو نورو ملګرو سره په کوڅه کی توکی خرڅول، هغه (لقمان) چی سپینی اوږدی جامی یي اغوستلی وی زمونږ پر مخه راغی، زمونږ د سر او ځان وضعیت ډیر بی ترتیبه وو، پداسی حال کی چی د هغه چهره یو ډول عجیب، زړه راښکوونی او نورانی وه. په رښتیا سره دغه د ایمان نور وو چی د هغه سر، پښي، او ټول ځان يي پټ کړی وو.

په دغه وخت کی زه پوه شوم چی زما د ملګری په ژوند کی ډیر مهم بدلون راغلی دی. ښاغلی (لقمان) زما خواته رانژدی شو او زما څخه یي وپوښتل چی آیا د الله تعالی په یووالی یا وحدانیت  ایمان لری؟ ما ورته په ځواب کی وویل هو، بیا يي راڅخه پوښتنه وکړه چی آیا حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د الله تعالی د پیغمبر په توګه پیژنی؟ ما د هغه ( محمد صلی الله علیه وسلم) په باره کی ځینی څیزونه اوریدلی ول، خو هر کله چی ما د خپل ملګری لقمان په وجود کی نور ولید هغه نور چی د هغه د شخصیت څرګندوی وو، نو د دی پر بنسټ می ورته ځواب ورکړ چه هو باور پری لرم.

دا حالت چی می ولید د دغه پر بنسټ می هملته د دغی کوڅی په منځ کی د شهادتینو د کلمی اعلان وکړ، او د دی څخه وروسته زما ورور هم د اسلام په مبین دین مشرف شو.

 

پوښتنه: ستاسی کورنۍ د اسلام راوړلو په هکله تاسی ته څه ډول غبرګون وښود؟

ځواب: په لومړیو ورځو کی زما کورنۍ ناراحته شوه، لیکن کله چی يي زه او زما ورور د نوی دین د قبلولو په مناست د نشه يی توکو او د غیر قانونی اعمالو څخه لاس واخیست نو بیا يي زمونږ سره خپل چلند بدل کړ. په واقعیت کی زما مور ته اسلام ډیر خوښ شو. ما د هغی سره د کورنۍ په کارونو کی مرسته کوله حتی تر ډیره بریده می هغه ټول کارونه ورته کول چی د کور اړونده خریدارۍ پوری تړلی ول. په کوم وخت کی چی زه مسلمان شوی نه وم نو دا ډیر ناممکن وو چی داسی کارونه وکړم.

وروسته د دی چی زما ورور مسلمان شی نو لږ وخت وروسته زما یو بل ملګری هم مسلمان شو. په همدی موده کی پنځه پنځوس کسان نور مسلمانان شول. زه او لقمان به هغه ځایونو ته تللو چیری چی به مونږ توکی رانیول، او د لږو خبرو څخه وروسته دا چی نشه یي توکی د بدبختۍ برخه ده پر هماغه ځای کی به ډیری خلکو د شهادتینو کلمه لوستله.

پوښتنه: آیا تاسی د اسلام او نورو دینونو تر منځ کوم ورته والی وینئ؟

ځواب: هو البته، دا ټول دینونه د د آدم علیه السلام د زمانی څخه تر د پیغمبر صلی الله علیه وسلم آخری رسالت پوری یو له بل سره تړلی دی او په ارتباط کی دی. ما مخکی په ړندو سترګو د دین له مخه تقلید کاوه. عیسی علیه السلام می پيژندلو، هغه تصور چی عیسی علیه السلام ته شوی وو هغه ما هم لیدلو، لیکن په حقیقت کی خپله عیسوی ملایانو او مبلغینو د عیسی علیه السلام په هکله څه نه پیژندل او مونږ به اړ ول چی د هغوی لیکنې او مفکورې ومنو. په رښتیا سره د هغه وخت نه چی زه مسلمان شوی یم عیسی علیه السلام می ډیر ښه پیژندلی دی.

د لومړۍ برخی پای

 اسلامې لارښود ټيم – ژباړه : روح الله راغب

Print Friendly, PDF & Email

2 تعليقان

  1. شهاب الدین تره خیل

    ډيره ښا يسته الله اکبر

  2. ان شاء الله په راتلونکی کی به هم نوری په زړه پوری همداسی کیسی ولیکم. مننه

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي