سلام :زه یوه پوښنته لرم هفه داده چه زه غوارم چه یوی جلکی سره واده وکرم مکر هغه جلکی طلاق شوی ده ایا دا داسلام له نظره دا څنکه کار دی .
اکرم
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
اول : کومې ښځې ته چې طلاق مغلظه (دری طلاقه ) ورکړ شي د عدت پوره کيدو وروسته د بل کس سره نکاح کولای شي .
عدت دری حيضه دی او هغه ښځه ته چې حيض نه راځي دری مياشتې دی او که حمل ولري نو د حاملې ښځې عدت ولادت يا د بچي پيدايښت دی ، د هغه نه وروسته به نکاح کوي .
ښځې ته جايزه نه ده چې خپل حمل پټ کړي .
قوله سبحانه و تعالی : وَلاَ يَحِلُّ لَهُنَّ أَن يَكْتُمْنَ مَا خَلَقَ اللّهُ فِي أَرْحَامِهِنَّ إِن كُنَّ يُؤْمِنَّ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ (البقره: 228).
ژباړه : او ورته حلال نه دي چې هغه څه پټ کړي چې الله د دوی په رحمونو کې پيدا کړي دي کچيرې دوی پر الله جل جلا له او ورځ د آخرت ايمان لري .
دوهم : مطلقه ښځه د نکاح څخه منع کول حرام دي :
قوله سبحانه تعالی : وَإِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَاء فَبَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَلاَ تَعْضُلُوهُنَّ أَن يَنكِحْنَ أَزْوَاجَهُنَّ إِذَا تَرَاضَوْاْ بَيْنَهُم بِالْمَعْرُوفِ … (البقره ۲۳۲ ) .
ژباړه : او کله چې تاسې ښځې طلاقې کړی او دوی د خپل عدت نيټې ته ورسيدې که د دواړو خواوو پر دې موافقه راغله چې نکاح سره وکړي نو تاسې د دوی د خوښې ميړونو په انتخاب کې خنډ مه پيدا کوئ (هغوی له نکاح څخه مه منعه کوئ ) .
دريم : د طلاق ورکولو په نيت نکاح کول سخته ګناه ده ، ځکه اسلامې نکاح به د دوام او استمرار په نيت وي په اسلام کې مؤقته نکاح باطله ده ، د طلاق په نيت نکاح کول (دا چې په دې نيت نکاح وکړي چې بيا به هغې ته طلاق ورکړم ) سخته ګناه ده .
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامې لارښود
This blog site is really good! How was it made ?