سوال: زما سوال دا ووه چه ایا سکس لیدل جواز لری که نه اوکه یی لری دده د شریعت په رنا که جواب راکری . ستاسو د چواب په هیله – ح .ل
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د نن عصر فاحش ، بې دينه او سکس فلمونه ، او تصويرونه ليدل حرام او د کبيره ګناهونو مجموعه ده.
الله تعالی فرمايي : (قل للمؤمنين يغضوا من أبصارهم ويحفظوا فروجهم ذلك أزكى لهم إن الله خبير بما يصنعون* وقل للمؤمنات يغضضن من أبصارهن ويحفظن فروجهن…) [النور: 30/31]
ژباړه : او ووايه (ای رسوله !) مؤمنانو ته چې خپل نظر په خپل واک کې وساتي او د خپلو شرم ځايونو ساتنه وکړي ، دا د هغوی د پاره ډيره پاکه کړنلاره ده ، هغوی چې څه کوي الله پرې خبريږي .
او ووايه ( ای رسوله ! ) مؤمنو ښځو ته چې خپلې سترګې پخپل واک کې وساتي او د خپلو شرم ځايونو ساتنه وکړي .
د بيګانه څخه د سترګو نظر ساتل او د شرمګاه حفاظت له حرامو څخه او همدارنګه د خپل عورت پټول فرض دي همدارنګه د بل عورت ته کتل حرام دي .
رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ وفرمايل:« احْفَظْ عَوْرَتَكَ إِلَّا مِنْ زَوْجَتِكَ أَوْ مَا مَلَكَتْ يَمِينُكَ» ( احمد (5/4،3)، او ابوداود (4017) او ترمذی (2769) .
(شرمګاه دې له ټولو پټه ساته پرته له خپلې ښځې او وينځې ).
بل حديث شريف کې راځي : فزنا العين النظر (الراوي ابوهريره – البخاري 6243)
(د سترګو زنا بيګانه ته کتل دي ).
ځنې کسان چې ځانونه عصري او روشن فکره بولې د کفارو ، منافقانو جوړ کړي فلمونه ، سريالونه عبرت بولي او وايي په دې فلمونو کې د کورني ژوند ، تجارت او نور په اړه عبرتناکې خپروني شته .
آيا د هغه چا د پاره چې په قرآن او اسلامې شريعت ايمان لري دا ښايي چې د اسلامې شريعت هر اړخيز کورنی نظام ، د کور داخلي او خارجي طرزالعمل ، هر اړخيز او کامل تجارتي نظام پرېږدي او د داسې چا څخه کورنی نظام زده کوي چې هغوی په اوس عصر کې هم د خوسي او بت عبادت کوي او کورنی نظام يې بالکل مختلط او اشتراکي وي .
د مسلمانان په اوسني حال ډير افسوس دی : انا لله و انا اليه راجعون
رسول الله صلی الله عليه وسلم رښتیا ويلي دي او په دې اړه يې مخکې وړانديز کړی دی :
لَتَتَّبِعُنَّ سَنَنَ مَن كانَ قَبلَكُم شِبراً شِبراً وَ ذِراعاً بِذِراعٍ؛ حتّي لَو دَخَلُوا جُحرَ ضَبِّ تَبِعتُمُوهُم. قُلنا: يا رَسُولَ اللهِ. اليَهُودُ وَ النَّصاري؟ قالَ: فَمَن؟!» (البخاري ) .
ژباړه : حتماً به دوی د هغوی لاره چې مخکې له تاسو ؤ (اهل کتاب ،يهود او نصارا) لويشت په لويشت او ګز په ګز تعقيب کړي تر دې چې که د کربوړې په غار ننوځي دوی به د هغوی څخه پيروي کوئ ، ومې ويل: ای رسول الله صلی الله عليه وسلم : هدف مو يهود او نصار دي ؟ ويې فرمايل نو څوک دي ؟
يعنې مسلمانان به د يهودو او نصاراؤ اخلاق ، طرزالعمل ، عادات او کلتور څخه لويشت په لويشت او کز په کز تقليد وکړي او د هغوی په مثل به ځان جوړوي .
د دغو شيطاني فلمونو په کتلو کې لاندې ضرورونه موجود دي :
۱- د اسلامې شريعت خلاف حيواني طريقه سره جماع کولو ته تشويق لکه : د ښځې سره لواطت ، د شرمګا څټل ، د حيا نه ساتل او نور قبيح اعمال ،چې لواطت کار معلون دی ، د شرمګا څټلو عادت د کافر قوم او حيواناتو کار دی .
۲- د پرديو ښځو طرف ته متوجه کيدل ، هغوی ته د نظر کولو ، ارتباطاتو جوړولو ، او د زنا اسبابو د نږيوالی اشتيا پیدا کيدل يعنې فکر د بل ناموس ته متوجه کوي .
۳- د زړه کلکوالی ، په عباداتو کې سستي کول ، د اسلامې شعائرو څخه کرکه او نفرت پيدا کيدل ، د ګناه او حرامو حوس کول .
۴- د خپل قيمتي او څو ورځې ژوند ضایع او بربادول .
۵- د يوې بې حيا شهوت پرسته کورنی تشکيل ، د اهل عيال د ديني تربيې کمزورتيا او د شهواني خيالونو قوت ، د کورنۍ د مسئولينو (د والدينو او خاوند) پر وړاندې بې احترامي او بغاوت .
۶- د خپل کور څخه شيطاني اډه جوړول ځکه په کوم کور چې موسیقي ، فلمونه و غيره وي هغه کور ته شيطان ننوځي او داسې کورونو ته ملائکې نه ننوځي .
۷- خپل ځان د ګناهونو درياب ته غوځول ځکه فلمونه او سريالونه د ګناهونو مجموعه ده تفصيل دلته وګورئ .
۸- فقط د شهواني خيالونو پالنه او روزنه او په دې کې د خپل فکر مشغول ساتل ، د الله تعالی د ذکر او ياد څخه عفلت اخيارول .
و الله سبحانه و تعالی اعلم
آن لاين اسلامې لارښود
سلامونه او نیکی ه