د نذر حکم څه دی ؟ د نه ادا کولو په صورت کې کفاره لري ؟

اسلام علیکم ورحمة الله و برکاته
د هر څخه مخکی درته د الله څخه روغ او جوړ صحت غواړم.
زه زما ملګری یوه پوښتنه لرو که کولای شی راته جواب کړی.
پوښتنه: که چیری یو کس د یو کار د کیدلو په خاطر یو نظر ومنی (د مثال په یو کار وی، او د الله پاک نه یی وغواړی په داسی طریقه که چیرته هغه کار وشو نو زه به یوه اندازه روژی یا خیرات ورکم) او بیا زمونږ مشکل حل شی او د مشکل څخه وروسته مونږ کی د هغه کار کولو توان و نه لرو. نو په دی وخت کی مونږ ته څه کول پکار دی؟

فضل محمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

نذر يو عبادت دی چې د الله تعالی لخوا پر بنده باندې نه وي مقرر شوی ، بلکي خپله بنده يې پر ځای مقرر وي چې نذر کوي داسې چې:  زه به روژه ونيسم يا به نفلونه وکړم او داسې نور . چې بيا دغه نذر کول په ده باندې واجب ګرځي .

  الله تعالی په نذرونو باندې وفا کوونکي ستايي او فرمايي : يُوفُونَ بِالنَّذْرِ وَيَخَافُونَ يَوْمًا كَانَ شَرُّهُ مُسْتَطِيرًا} الدهر 7.

ژباړه : په خپل نذر وفا کوي او د هغه ورځې څخه ويرېږي چې شر او بلا يې پراخه ده .

له عائشه رضي الله عنها روايت دی چې پيغمبر صلى الله عليه و سلم فرمايلي دي : “من نذر أن يطيع الله فليطعه، و من نذر أن يعصيه فلايعصه” ( البخاري ) .

يعنې : چا چې نذر وکړه چې د الله تعالی عبادت وکړي پس بايد د هغه اطاعت وکړي ، او چا چې نذر وکړ چې د الله تعالی نافرماني وکړي ، نو د هغه نافرماني به نه کوي .

او که څوک د نذر په ادا و نه توانيږي هغه به د قسم کفاره ادا کوي :

په دليل د دغه حديث شريف : “کفارة النذر کفارة اليمين” (مسلم : 16445/1265/3)، يعنى: (د نذر کفاره د قسم د کفارې په شان ده ) .

د قسم کفاره عبارت ده له :

۱- د لسوتنو مسکينانو دوه وخته مړول .

۲- د لسوتنو مسکينانو په جامه پټول .

که ددی وس يې نه وي نو دری ورځې به پرله پسی روژه ونيسي

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email