۱۴ کاله مسافر او د ښځې نفقه نه ورکولو حکم

سلامونه او نیکی هیلی د دعوت ویب پاڼې ټولو کارکوونکوته وایم او تاسو ته د روغتیا هیله لرم.
زما سوال دادی: زما د دوستانو که یوه ښځه ده چې میړه یې تقریباً ۱۴ کاله کیږی چې خارجی هیواد ته تللی دی یو زوی هم لری او نفقه هم نه ورته رالیږی صرف تلیفونی تماس په کال کې دوه ځلی ورسره نیسی او کله چې نور دوستان دغه شخص ته تلیفون کوی چې ولی افغانستان ته نه راځی او وایی چې زما کم وخت  کیږی هیڅ درک یې نه معلومیږی چې هلته څه کار کوی.
دده ښځه کولی شی چې په غیاب کې د میړه نه طلاق واخلی ؟
مننه – محمد فريد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په پورته مسئله کې کوم چې تاسې يې بيان کړی دی د ښځې په حق کې ستر ظلم دی ، په هغه صورت کې چې ميړه د ښځې نفقه نه ادا کوي او خپل عصمت يې په خطر کې وي د مجبوري د وجې نه ددې حق لري چې مسلمان حاکم يا اسلامې جماعت ته خپله مسئله پيش کړي ، مسلمان حاکم يا جماعت چې د نکاح د فسخ کولو حکم ورکړي د نکاح د فسخې او عدت تيرولو وروسته د بل کس سره نکاح کولای شي .

کفايت المفتي ج ۶ ص ۹۹ بحوله :قال فی غرر الاذکار ، ثم اعلم ان مشائخنا استحسنوا ان ينصب الحنفي نائباً ممن مذهبه التفريق بينهما اذا کان الزوج حاضرا و ابی عن الطلاق ، و الحاصل ان التفريق بالعجز عن نفقة جائز عند الشافعی حال حضرة الزوج و کذا حال غيبته او مالم تشهد بنة باعسارة الآن ، نعم يصح الثاني عند احمد کما ذکر فی کتب مذهبه و عليه ما يحمل فی فتاوی قاری الهداية حيث سأل عمن غاب زوجها و لم يترک لها نفقة فاجاب اذا اقامت بينة علی ذلک و طلبت فسخ النکاح من قأض يراه ففسخ نفذ و هو قضاء علی الغائب و فی نفاذ القضاء علی الغائب روايتان عندنا فعلی القول بنفاذ يسوع للحنفی ان يزوجها من الغير بعد العدة ( ردالمحتار ، باب النفقة ۳ / ۵۹۱ ) – الحلية الناجزة للحليلة العاجزه ص ۷۳ ) .

سړي د چومره وخت پورې د ښځې جلا مسافرت کولای شي ؟ تفصيل دلته وګورئ

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email