په دين او مسلمانې باندې قسم کول جايز نه دي

زیات سلامونه محترمو استادانو او هغه چاته چی د اسلام د مقدس دین ته خدمت کوی ډالی کوم او همیش په دعاکی یادوم الله (ج)توفیق راکړی.
محترمو پوښتنه می داسی دی که یو څوک داسی قسم واخلی چی ووایی که چیری ما دغه کار وکړزه به مسلمان نه یم خو د غلطی له وجه هغه کار یی تر سره کړ اوس نوموړی کس باید څه وکړی حال داچی که حقیقت ته سړی ځیرشی هغه څه به یی له لاسه ورکړی وی چی د هغه د بقا لپاره باید انسان ځان قربانی کړی که په دی هکله راته معلومات ارکړی دابه لویه مهربانی وی مننه انجنیر فضل الرحمن له ارزګان ولایت ترینکوټ ښار

الجواب :

بسم الله الرحمن الرحيم

په دين يا مسلمانۍ باندې قسم نه صحي کيږي يعنې د قسم حکم نه لري او په غير باندې قسم دی چې داسې کول حرام دي .

والحلف بالدين من الحلف بغير الله تعالى ، فقول الحالف : “وديني” يدخل فيه أفعاله من الصلاة والصيام والحج وسائر العبادات ، والحلف بها حلف بغير الله .
قال الكاساني رحمه الله :
” وَلَوْ قَالَ : بِحُدُودِ اللَّهِ لَا يَكُونُ يَمِينًا ، وَاخْتَلَفُوا فِي الْمُرَادِ بِحُدُودِ اللَّهِ : قَالَ بَعْضُهُمْ : يُرَادُ بِهِ الْحُدُودُ الْمَعْرُوفَةُ مِنْ حَدِّ الزِّنَا وَالسَّرِقَةِ الشُّرْبِ وَالْقَذْفِ .
وَقَالَ بَعْضُهُمْ : يُرَادُ بِهَا الْفَرَائِضُ مِثْلُ الصَّوْمِ وَالصَّلَاةِ وَغَيْرِهِمَا ، وَكُلُّ ذَلِكَ حَلِفٌ بِغَيْرِ اللَّهِ تَعَالَى فَلَا يَكُونُ يَمِينًا ” انتهى .
“بدائع الصنائع” (7/22) .

په غير الله باندې لکه دين ، پيغمبر ، پير ، قبر ، پلار ، نيکه ، کعبه و غيره باندې قسم  کول حرام دي جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم  په غيرالله باندې د قسم کولو څخه منع فرمايلې ده .

امام بخاري رحمه الله روايت نقل کړی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : (مَنْ كَانَ حَالِفًا فَلْيَحْلِفْ بِاللَّهِ أَوْ لِيَصْمُتْ ).

يعنې که څوک قسم کوي نو يوازې پر الله جل جلا له  به قسم کوي او يا به چوپ اوسي . موسوعة الفقهية

همدارنګه فرمايي : (لَا تَحْلِفُوا بِآبَائِكُمْ وَلَا بِأُمَّهَاتِكُمْ وَلَا بِالْأَنْدَادِ ، وَلَا تَحْلِفُوا بِاللَّهِ إِلَّا وَأَنْتُمْ صَادِقُونَ)

په خپلو پلرونو ، ميندو او مرستندويانو قسم مه کوئ ، او په درواغو باندې د  الله جل جلا له په نوم باندې قسم مه کوي مګر په رښتيا سره .

او کچيرې په غيرالله باندې په دې نيت قسم وشي چې تعظيماً د الله جل جلا له سره مساوي و بلل شي په داسې صفاتو ورته قائل شي چې هغه صفات الله تعالی لره وي نو دا د کفر او شرک عمل دی او که يې دا نيت نه وي نو ګناه او شرک اضعر دی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : مَنْ حَلَفَ بِغَيْرِ اللَّهِ فَقَدْ كَفَرَ أَوْ أَشْرَكَ (البخاري ) .

ددې حديث شريف مطلب دا نه دي چې چا په غيرالله قسم وکړ مثلاً په پلار ، کعبه وغيره نو هغه کافر او مشرک شو بلکي داسې کول ګناه ده او په غيرالله باندې قسم کول حرام دي .

مګر که چا د تعظيم د وجې  لکه څنګه چې د الله جل جلا له تعظيم  لازم دی لکه په مسيح ، په مريم ، په رسول  په لمر و غيره قسم و کړي او هغه قصداً د الله جل جلا له  سره شريک و ګڼي نو دا د کفر او شرک عمل دی .

دا چې خلک په غيرالله باندې قسمونه خوري لکه په پلار ، نيکه ، کعبه ، رسول  وغيره داسې کول حرام دي ددې عمل څخه ځان ساتل په کار دي ، او ددې قسمونو څخه د دوی هدف تعظيم نه وي بلکې مطلب يې لحاظ ، خاطر او يا عادت وي نو دې ته شرک او کفر نشو ويلای (العياذ با الله ) .

ځکه چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي :

«أَلا مَنْ كَانَ حَالِفًا فَلا يَحْلِفْ إِلاَّ بِاللَّهِ». فَكَانَتْ قُرَيْشٌ تَحْلِفُ بِآبَائِهَا، فَقَالَ:«لاَ تَحْلِفُوا بِآبَائِكُمْ».(بخارى:3836)

خبر اوسئ ، څوک چې سوګند يادوي نو يوازې د الله جل جلا له  په نوم به يې يادوي ، راوي وايي : قريشو به د خپلو پلرونو په نوم قسم کولو رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل : د پلرونو په نوم قسم مه کوئ .

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضی الله عنه  قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم: «مَنْ حَلَفَ فَقَالَ فِي حَلِفِهِ: وَاللاَّتِ وَالْعُزَّى، فَلْيَقُلْ: لا إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ. (بخارى:4860)

ابو هريره رضی الله عنه  وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : که څوک په لات او عزی قسم ياد کړي ، بايد لا اله الا الله ووايي .

يعنې په دور نبوت کې هم خلک د غيرالله په قسم خوړلو عادت وو رسول الله صلی الله عليه وسلم خلک له دې عمل څخه منع کړي خو هغوی ته يې کافر او مشرک نه دي ويلي او که نيت له وجې د تعظيم وي کوم تعظيم او صفات چې الله لره دي نو دا عقيده او عمل بيا د کفر او شرک دی

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email