د زکات د حساب او مصرف په اړه پوښتنه

دآنلاین اسلامی لارښود کارکووکو ته سلامونه او نیکی هیلی تقدیم کوم دالله ج له دربارنه درته دروغ او خوشحاله ژوند غوښتونکی یم محترمو زما پوښتنه داده مثلاٌ یو کارګر کارکوی او معاش اخلی په دی معاش سره دده سرمایه دومره جمع شوه چی دذکات نصاب یی پوره کولو مثال دروژی په میاشت کی نصاب ته ورسیده اوس فوراٌ په ده باندی زکات فرض دی او که دکال په تیریدلو سره که دکال په تیریدلو سره وی نو دروژی نه ورسته کله یی چی سرمایه نصاب ته رسیدلی په دی جریان کی هم دی کارکوی او نوری پیسی هم اخلی ایا په بل رمضان کی دهمغی سرمایی ذکات پری فرض دی او که دا چی دغه په جریان کی یی کار کړی او هغه پخوانی سرمایه په دی ټوله ذکات فرض دی
او بل دا چی دغه ذکات خپلو خورینو مامازامنو او کاکازامنوته هم روادی په داسی حال کی چی هغه یتیمان او هم غریب وی اوهمدارنګه که دغه ذکات دوی ته وساتل شی او دضرورت په اندازه لژ لژ ورکړل شی کوم شرعی ممانعت لری که نه

علم له کندهار نه
————————————-

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

۱- کله چې مال نصاب ته ورسيږي او کال ور باندې تير شي زکات ور باندې فرض دی ، د نصاب پوره کيدو وروسته چې څومره نورې روپی ور سره جمع شي د کال په آخر کې د احتياجاتو نه علاوه ټوله پانګه کې زکات فرض دی تفصيل دلته وګورئ .

۲-  خپل مور او پلار ،نيکه او نيا يا له هغه څخه پورته ، خپل زوی ، لور ، نمسي او نمسۍ او تر هغه ښکته همدارنګه خپل خاوند ته او د خاوند خپلې ښځې ته زکات ورکول نه ادا کيږي .

ددې نه بغير ټولو خپلو خپلوانو ته لکه غريب او ناچاره خور ، ورور او نورو ته زکات ورکولو کې دوي کټی دی ۱- د زکات ادا ۲- صله رحمی (د خپلوانو سره ښه سلوک )

۳- زکات په پیشکي شکل لږ لږ ورکول هم جايز دي تفصيل دلته وګورئ

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. دآنلاین اسلامی لارښود کارکووکو ته سلامونه او نیکی هیلی تقدیم کوم دالله ج له دربارنه درته د روغ او خوشحاله ژوند غوښتونکی یم محترمو زما پوښتنه داده دی( شیعه گان دی کم زی نه پیدا شول آیا دوی ته کفر ویل جایز ده کنه او نور معلومات که تاسو مهربانی سره راته سرگنده کری
    ————————————
    مهرباني وکړئ خپل ځواب دلته وګورئ
    https://dawat610.com/archives/4820