د غير مسلم د لاس خواړه

سلامونه او ښی چاری زماسوال دادی چه دغیر مسلمی دلاس څه کوم خوراک چه تیاریږی دغه جوازلری اوکنه اوبل داچه که یوه کورنی سرپرست مړوی اوداکورنی نه پوهیږی په بنک کی پیسی واچوی او یا کوم بل دوست ته یی ورکړی اوهغه دهغو پیسو ګټه ورکوی ګزاره په باندې وکړی او وروسته هغه یتیم بالغ اوپوه شی چه داخوسود دی اوس غواړی چه هغه پیسی  ددوست نه یی چه سود اخیستی دی یعنی ګټه یی بیرته وا پس ورکړی هو اندزه معلومه نه وی چه څومره سود یی اخیستی دی اټکلی پیسی خپل دوست ته ورکړی او بښنه تری وغواړی او الله ته توبه وباسی چه بیا چا بدنه کوم اوپاتی شوه دبنک یا بانګ سود ګټه  هغه واپس کړی خو هغه بانګ ډیر لری ده خو تګ ورته تلل مشکل ده او که کو م فقیر ته یی ورکړی ستاسو ځواب په هیله

ف ناصري – کويټ

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د غير مسلم د لاس خواړه :

د غير مسلم ټول هغه خواړه چې شرعاً مباح وي خوړل يې جايز دي ، مګر هغه چې شرعاً حرام وي لکه د خنزير غوښه ، د اسلامې ذبح نه بغير غوښي او نشيي مشروبات و غيره خوړل او څښل حرام دي . (جديد فقهي مسائل ج ۱ ص ۴۵ – درالمختار ج ۱ ص ۲۱۵ ) .

د سود د ګناه نه د خلاصون لاره :

څوک چې د سود څخه توبه وباسي نو د سود چې کومې پيسې ورسره پاتي وي که حساب يې معلوم وي ښه او که معلوم نه وي په غالب ګمان يې دې حساب کړي هغه به د سود د ګناه څخه د خلاصون په نيت په مسکينانو او بې وسو خلکو وويشي (کفايت الفتي ج ۸ ص ۶۵ ) . – ( فتاوی البلد الحرام ص ۱۹۶ ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email