په کوم کار پورې تړلی طلاق کله واقع کيږي ؟

پوشتنہ؛يو کس خپلی حزی تہ وویل ؛چی تہ بہ نن خپل پلار کور تہ لاڑہ شی؛کہ لاڑہ نہ شی پہ ما طلاقہ یی؛بیا یی ورتہ وویل چی میاشت پوری بہ رازی ھم نہ؛خو مطلب یی پلار کور تہ تگ وو؛ حزہ لاڑہ خو میاشت تیرہ نہ کڑہ ؛بل دا خزی بچی پیدا وو لمونز یی نہ کولو؛طلاق واقع کیگی او کہ نہ

احمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

طلاق معلق واقع شوی دی ، طلاق معلق دا دی چې طلاق په يوه شرط پورې وتړي داسې چې خپلی ښځې ته ووايې که د فلاني کره لاړی يا د فلانی کار وکړ طلاقه يې نو هر کله چې شرط پوره شي او نوموړی کار تر سره شي نو طلاق به واقع شي .

کفايت المفتي ج ۶ ص ۷۴ ، فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۲ ص ۶۳۸ ، اسلامې فقه او فتاوی المحمودي ) .

و  فی‌ الهندیة:

«‌اذا اضاف الطلاق الی الشرط  وقع عقیب الشرط  اتفاقاً  مثل ان یقول لامرأته‌: ان  دخلت  الدار  فانت  طالق‌»‌.(الهنديه:1/420)

نو په دې صورت کې طلاق معلق واقع شوی دی ځکه چې د طلاق د پاره معلق کار تر سره شوی دی نو رجعي طلاق واقع شوی دی ، خاوند خپلې ښځې ته د عدت په د ننه کې بغير د نکاح له تجديد څخه رجوع کولای شي ، ولو که د ښځې رضا هم نه وي ، په رجعت کې رضا شرط نه ده .

رجوع په الفاظو هم کيداشي لکه زه بيرته ستا سره يو ځای کيدل ، يا نکاح و غيره غواړم او افعالو سره هم کيدای شي مثلاً د هغه سره همبستري وکړي ، مچي کول و غيره سره .

د عدت موده دری حيضه ده چې د طلاق د وقوع د وخت څخه شميرل کيږي ، که چيرې د عدت په دوران کې ښځې ته رجوع و نه کړي نو رجعي طلاق به بائن طلاق و ګرځي ، د بائن طلاق د وقوع په صورت کې بغير د نکاح له تجديد څخه نشي يو ځای کيدای او په نکاح کې د طرفينو رضا شرط ده .

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 78 times, 1 visits today)

یو څرګندون یا تبصره

  1. ښاغلیو اسلام علیکم ورحمت الله و برکاته
    زما پوښتنه په لاندی ډول ده صحابی چاته ویلی شو او که دی حضرت محمد (ص) په وخت کی صحابی ول نو کم خلکو چی له نورو پیغمبرانو سره کتنه کری او په هغه ی ایمان راوری هغه خلکو ته صحابی ویل کیگی ای کنه حیات الله له دانمارک سخه
    ————————————–
    ځواب : صحابي په لغت ملګري او دوست ته وايي او په اصطلاح کې هغه کس ته وايي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يې ديدن شوي وي په هغه صلی الله عليه وسلم يې ايمان راوړی وي او په اسلام کې وفات شوی وي