استنجاء کول تنها به اوبو باندې جایز ده او که نه؟

السلام علیکم!

استنجا کول تنها به اوبو باندی جایز دی او که نه؟  – کامل

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

 يوازې په اوبو باندې استنجاء کول او يا په لوټو يا قاغذ تشناب باندې استنجاء کول جايز دي، په لوټو او اوبو دواړو باندې استنجاء کول افضل دي ، فقهاء کرام ليکي : کچيرې اوبه د صحت د پاره تاوان رسوي ، يا د کشف عورت ويره وي نو په اوبو باندې د استنجاء ترک کول جايز دي يوازې په په لوټو يا قاغذ تشناب باندې استنجاء کول کافي دي :

و  فی  حا‌شیة  ابن  عا‌بدین:

«  (‌قوله‌:  سنة  مطلقاً‌»  ثم  اعلم  ان  الجمع  بين‌الماء  والحجر  افضل،  و  یلیه  فی  الفضل  الاقتصا‌ر  علی  الما‌ء‌،  و  یلیه  الاقتصا‌ر  علی  الحجروتحصل  السنة  بالکل  وان  تفا‌وت  الفضل‌،کما  افا‌ده  فی  الا  مداد  و  غیره‌»‌.(رد المحتار: 1/248‌)

و  في  الهندیة‌: 

«‌والا  ستنجاء  بالـماء  افضل‌ان‌امکنه  ذلك  من  غیرکشف  العورة‌،  وان  احتا‌ج‌  الي  الکشف  العورة  یستنجي  بالحجر  ولا  یستنجی  با‌لما‌ء‌،  کذا  في  قا‌ضیخا‌ن‌»‌.(الهندية: 1/48)

«‌المرأة  المریضة  اذا  لم  یکن‌ لهـا  زوج‌ وهی‌لا  تقدر  عـلی  الوضوء  ولها  بنت‌ أواخت  توضئها  و  یسقط  عنها  الاستنجا‌ء‌.  اهـ‌»‌.(‌رد المحتار: 1/250)  .

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email