د رسول الله صلی الله عليه وسلم د کورنۍ مفصل بيان

ټولو محترمو ته سلامونه ډالی کوم خدای دی وکړی چی جوړ او روغ به یاست :زما پوشتنه دا ده که کولی شی ماته پوره معلومات دی اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) ده کورنی په اړه راکړئ چی سو کاکا ، ماما ، خاله ،عمه ،اولادونه ،میرمنی ،او داسی نور

حيات الله – بريتانيا

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم د پلار نوم عبدالله او د نيکه نوم عبدالمطلب او د غور نيکه نوم هاشم (عمرو ) وه

د رسول الله صلی الله عليه وسلم  کورنې يا خاندان د بنی هاشم د خاندان په نوم شهرت درلود .

هاشم يو شريف با وقاره ، مالدار او ميلمه پاله سړی ؤ چې د حاجيان په خدمت کولو مشهور ؤ ، هاشم به حاجيانو ته خوراک او څښاک برابرولو د هغه اصلي نوم عمرو ؤ څرنګه چې هغه به حاجيانو ته په شربا کې ډوډی وړوله نو ځکه په هاشم باندې مشهور ؤ .

د رسول الله صلی الله عليه وسلم  ۹ نه کاکا ګان ؤ چې نمونه يې عبارت دی له :

حارث، زبير، ابوطالب، حمزه، ابولهب، غيداق، مقوم، ضرار، عباس.

د رسول الله صلی الله عليه وسلم  ۶ شيږ عمه ګانې وي چې نمونه يې عبارت دې له : ام الحکيم (بيضاء)، بره، عاتکه، صفيه، اَروي او اميمه

د رسول الله صلی الله عليه وسلم  مور بې بې آمنه نوميده

بی بی آمنه د وهب بن عبدالمناف لور ؤ چې د بنی زهره د قبېلی د اوچت مقام او نسب ښځه ؤ

ر رسول الله صلی الله عليه وسلم  رضايي ميندې ثوبيه او بی بی حليمه وې .

د رسول الله صلی الله عليه وسلم  رضاعي وروڼه او خوندې عبارت ؤ له : ۱- عبدالله بن حارث؛ ۲- انيسه بنت حارث؛ ۳- حذاقه (يا: جذامه) بنت حارث، چه هماغه شيماء وه؛ او ۴- ابوسفيان بن حارث بن عبدالمطلب د رسول الله صلی الله عليه وسلم  د کاکا زوی .

د رسول الله صلی الله عليه وسلم  ۱۱ بيبيانې (ميرمنې ) وې چې نمونه يې عبارت له :

1- خديجة بنت خويلد رَضِيَ اللَّهُ عَنْها .

۲- سودة بنت زمعة بن قيس.

۳- عائشة بنت أبي بكر الصديق رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما .

۴- حفصة بنت عمر رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما .

۵- زينب بنت خزيمة رَضِيَ اللَّهُ عَنْها  .

۶- أم سلمة بنت أبي أمية رَضِيَ اللَّهُ عَنْها .

۷- جويرة بنت الحارث رضي الله عنها.

۸- زينب بنت جحش رَضِيَ اللَّهُ عَنْها .

۹ – أم حبيبة بنت أبي سفيان رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما.

۱۰ – ميمونة بنت الحارث رَضِيَ اللَّهُ عَنْها .

۱۱- صفية بنت حيي بن أخطب رَضِيَ اللَّهُ عَنْها .

يوازې بې بې عايشه رضی الله عنها پيغله ؤ نورې ټولې کوندې وې .

د کڼ شمير ښځو سره د رسول الله د نکاح حکمت د دين دعوت ، نشر او د ښځو طبقې ته د دين د احکامو رسول ؤ ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم د دغو ښځو سره نکاح د ژوند په آخرې مرحله کې کړې ده او د ځوانۍ اصلي (۳۰) کلنه دوره يې يوازې له بی بی خديجې رضی الله عنها سره تيره کړي ده .

د رسول الله صلی الله عليه وسلم دوه زامن ؤ چې دواړه په ماشومتوب کې وفات شوې دي چې نمونه يې عبارت له :ابراهيم ، عبدالله چې کله د طيب او طاهر په لقب هم ياديده .

د رسول الله صلی الله عليه وسلم  څلور لورګانې وې چې نمونه يې عبارت له : زينب؛ رقيه؛ ام‌کلثوم؛ فاطمه .

د رسول الله صلی الله عليه وسلم  د ابراهيم څخه بغير ټول اولاد د له خديجې رضی الله عنها څخه ؤ .

په دې تفصيلي بيان به ان شآء الله د سيرت په برخه کې راشي .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email