د ماشين په ذريعه د ګن شمير چرګانو ذبحه کول

السلام علیکم !
محترم د اسلامې لارښود مسئول ! زه په برازیل کی اوسم هلته د (سادیه) sadia په نوم یوه کمپنی ده چی حلالی غوښی اسلامی هیوادونو ته ورکوی
سوال می دادی چی هلته زمونږدوستان کارکوی او وای چی مونږه په یوساعت کی په دری نفره په شریکه لس زره ۱۰۰۰۰ چرګان ذبحه کوو البته په چاړه باندی خو د هری ذبحی په سرباندی بسم الله ویل ممکن ندی ډیروخت هلکان خپل منڅ کی خبری کوی او په لاسونوذبحه کوی نو ایا داذبحه حلاله ده ؟ په درنښت

زبيح الله صافی برازيل

————————————————-

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : د اسلامې ذبحې د پاره فقهاؤ څلور شرطونه ذکر کړي دي :

۱- لومړى شرط دا دى چې حلالونکى به د حلالولو اهليت لري چي دوه شيان به پکښې وي.

الف) : عقل، ځکه حلالول د عبادت په ډول وي او قصد پکښې شرط دى، څوک چي عقل نه لري، لکه ليونى يا نور، بيا يې قصد صحيح نسي ګڼل کيداى او د ده ذبح بيا داسي ده لکه چي اوسپنه د پسه پر غاړه راولويږي او غاړه يې پرې کړي.

ب ) : حلالونکی به مسلمان يا اهل کتاب وي . الله (جل جلا له ) فرمايي:

اِلاَّ مَا ذَکَّيْتُمْ » [المائدة:٣]

ترجمه: (خو روا دي هغه چي حلال يې کړئ تاسي!)

دلته خطاب مسلمانانو ته دى او د همدې سورت پنځم آيت چي کې الله (جل جلا له ) فرمايي:

وَ طَعَامُ الَّذِيْنَ اُوْتُوا الْکِتَابَ حِلٌّ لَکُمْ »

ترجمه: (او طعام د اهل کتابو، حلال دى تاسي ته)

اهل کتاب يهوديان او نصرانيان دي، مقصد د دوى له طعام څخه د دوى ذبائح دي، ځکه له ذبائحو سيوا طعام له دوى او نورو ټولو څخه حلال دى.

۲-  دوهم شرط د ذبح کولو په آله اسباب پوري اړه لري، خامخا بايد پکښې دوه شيان وي.

الف ) : تيزوالى (تېره والى) چي د هغه په وسيله ذبح شي، نه د دروندوالي په سبب؛ هغه شى لکه توره، تېره ډبره او نور ب ) : چي غاښ او نوک نه وي. کله چي دا دوه شيان پکښې موجود سي نو بيا ورباندي حلالول روا دي، لکه چي نبي صلی الله عليه وسلم  فرمايي:

“مَا اَنْهَرَ الدَّمُ وَذُکِرَ اسْمُ اللهِ عَلَيْهِ فَکُلُوْا مَا لَمْ يَکُنْ سِنًّا اَوْ ظُفْرًا” [بخاري:٥٤٩٨]

ترجمه: (خورئ هغه چي ويني يې وبهوي او د الله’ نوم ورباندي ياد سي، خو چي (هغه د حلالولو شى) نوک او غاښ نه وي)

او هغه چي د درانه شي د لويدلو په سبب ومري، بيا (وقذ) بلل کيږي.

“عَنْ عَدِىِّ بْنِ حَاتِمٍ قَالَ سَاَلْتُ رَسُوْلَ اللهِ. عَنِ الْمِعْرَاضِ فَقَالَ اِذَا اَصَبْتَ بِحَدِّهِ فَکُلْ فَاِذَا اَصَابَ بِعَرْضِهِ فَقَتَلَ فَاِنَّهُ وَقِيْذٌ فَلاَ تَاْکُلْ” [بخاري:٥۴۷٦]

ترجمه: د عدي په حديث کي راځي، هغه وايي چي ما له رسول الله. څخه د هغه ښکار په هکله پوښتنه وکړه چي د غشي په پلنه خوا و ويشتل سي، پيغمبرصلی الله عليه وسلم راته وفرمايل: کله چي د غشي په تېره خوا ولګيږي، هغه خوره او چي په پلنه خوا يې و ويشتل سي، هغه مه خوره! ځکه چي هغه د (وقيذ) حکم لري، هغه دا چي په درانه شي لويدلو ومري.

۳- دريم شرط د مرۍ پرې کول : مرۍ يا حلق او دوو رګونو پرې کول دي او راجح وينا دا ده چي له دغو څخه بې له تعيينه درې شيان بايد قطع سي:

مرۍ د خوراک او څښاک لاره بولي، حلق بيا د ساه اخيستلو لاره ده او دوه رګونه هغه چي د غاړي په څنډو کي دي او وينه جريان پکښې لري، بولي.

۴-  څلورم شرط دادى چي پر ذبيحه باندي د الله ( جل جلا له ) نوم ياد کړاى سي، الله ( جل جلا له ) فرمايي:

فَکُلُوْا مِمَّا ذُکِرَ اسْمُ اللهِ عَلَيْهِ اِنْ کُنْتُمْ بِآيَاتِهِ مُؤْمِنِيْنَ » [الانعام:١٢١]

ترجمه: (نو وخورئ تاسي له هغې مذبوحې څخه چي ياد کړاى سوى وي پر هغې نوم د الله’)

بيا فرمايي:

وَلاَتَأْکُلُوْا مِمَّا لَمْ يُذْکَرِ اسْمُ اللهِ عَلَيْهِ وَاِنَّهُ لَفِسْقٌ »[الانعام:١٢١]

ترجمه: (او مه خورئ تاسي له هغې (مردارۍ) چي نه وي ياد کړاى سوى نوم د الله’ پر هغې باندي (عمدًا) او بې شکه چي دا خوراک خامخا ګناه ده)

که د ذبحي په وخت کې د الله نوم فصداً پريښودل شي ذبح نه صحي کيږي مګر که سهواً پاتې شي باک نه لري (مذهب : الحنفية والمالكية والحنابلة ) مګر د شيخ الاسلام ابن تيميه او ابن عثمين په نزد که تسميه قصداً يا سهواً پاتې شي ذبحه نه صحي کيږي .

دوهم : د ماشين په وسيله ذبحه کول څه حکم لري ؟

په غربي هيوادونو کې اکثراً داسې وي چې د ذبحې نه مخکې برقي شارت ورکوي ، د ذبح نه مخکې د برقي شارټ ورکولو سره ذبح کول جايز نه دي ځکه دا په تجربه ثابته شوې ده چې ډير مري او کم شمير ژوندي پاتې کيږي ، ځکه د برقي شارټ ورکولو په وسيله د حيوان زړه دريږي او تقريباً 90% مري او 10% فيصده ژوندې پاتې کيږي . کوم حيوان چې په شرعي طريقه ذبح نه شي او په بله طريقه قتل شي د هغه د غوښو خوړل جايز نه دي ( مجتمع الفقه اسلامية ) .

د ماشين يا آلاتو په وسيله ذبح کول (اللجنة الدائمې) او (مجتمع الفقه اسلامية ) جايز ګرځولي دي په شرط ددې چې مری او حلقوم يې پرې شي او آلې ته د حرکت ورکولو په وخت کې تسميه وويل او نوموړی کس به مسلمان يا اهل کتاب وي .

پوره تفصيل دلته وګورئ https://dawat610.com/archives/4056

يادونه : د برازيل د sadia شرکت په اړه هم داسې راپورونه ؤ چې چرګانو ته برقي شارت ورکوي ، تاسې د هغه په اړه تحقيق وکړئ .

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. ډیره زیاته مننه، ځمونږ ډیر ملګری داسی وایی چه تاسو ته ولیکم چه دا ټولی فتاوی په یو کتاب په ډول ولیکل شی نو ډیره ګټه به یی وی.