د آدم عليه سلام قبر چيرته موقيعت لري ؟

زما پوښتنه د آنلاین اسلامی لارښود همکارانوڅخه داده جی باباآدم علیه سلام ته د چا له خواغسل ورکړل شو اوهم جیرته خاوروته سپارل شوی دی – محمد سميع عماد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دا چې آدم عليه سلام ته چا غسل ورکړی او چيرې دفن شوی دی مونږ ته علم نشته ځکه په اړه يې په قرآن او سنتو څه بيان نشته .

او په ځنو رواياتو کې راغلی چې د آدم عليه سلام قبر په بيت المقدس يا په مسجد الخيف کې دي او يا دا چې د هغه د جنازې لمونځ ملائکو ادا کړی او هغه يې دفن کړی او داسې نور دا روايات ضعيف دي صحت نه لري .

فلا نعلم دليلاً من كتاب الله أو من سنة رسول الله صلى الله عليه وسلم دالاً على تحديد المكان الذي به قبر آدم عليه السلام  (فتاوی اسلام ويب رقم ۳۸۷۸۳ ) .

أخرج الدارقطني في ” سننه ” عن ابن عباس وفيه ( صلى جبريل بالملائكة على آدم ودفن في مسجد الخيف … ) .
وهذا الأثر فيه عبدالرحمن بن مالك بن مغول ، وهو متروك ، كذا قال الدارقطني، وجاء عند ابن عساكر وابن سعد كما في ” الدر المنثور” ( 3 / 334 ) ، إلا أن السند فيه الكلبي ، وهو كذاب ، وأبو صالح ضعيف .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

يادونه : ګرانه وروره ستا له پوښتنې ډيره مننه ، الله تعالی دې ستا راتګ اسلامې لارښود ته نيکمرغ کړي ، که پوښتنې د دين د احکامو په باره کې وشي ښې به وي ځکه زمونږ څخه د ادم د قبر په اړه پوښتنه نه کيږي .

Print Friendly, PDF & Email

3 تعليقات

  1. بسم الله الرحمن الرحيم.زما پوښتنه دا ده چی تاسو وای ز مونږ نه دی فدای ، او دی پولیس یا ملی اردو شهادت په اړه پوشتنه مکوی ، او دوهم دا چی زمونگ بل ورور ستاسو نه پوشتنه وکره دی بابا آدم علیه سلم پا اړه او تاسو وای چه مونږ نه دی آدم علیه سلام پوښتنه نه کيږي نو مونږ سه وکو او دی چا نه پوشتنه وکو دا زمونږ خلک پوشتنه کوی په اوروپا کی

  2. اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة
    ډیره مننه چې په پوره جرأت دې زمونږ سره د خپل زړه حال شريک کړ مننه .
    د حضرت آدم عليه سلام د قبر پوښتنه پر ځای پښتنه ده او مونږ له دغه ورور څخه مننه وکړه مګر په دې خاطر مو دا يادونه وکړه چې ورونه ډير هغو مسائلو ته متوجه شي د کومو چې زده کړه پر مونږ فرض ده.
    د افغانستان د روانو حالاتو په اړه مو په پوره تفصيل سره ټول ضروري احکام بيان کړی دي او همغه وخت مو دا يادونه ور سره کړی ده چې که هر څوک يې په دلايلو ردولای شي نو رد يې دې کړي .
    نور دې هر څوک خپله قضاوت وکړي .

  3. اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة:ډیره ډیره مننه