په څه ډول خوب اودس ماتيږي ؟

محترم استاد اسلام علیکم: که چیرته یو انسان موتر کی سفر کوی او دخوب پرکالی پری راشی اوپه دی مطمن نوی چه ایا زه ویده وم که ویش نو ایا دده اودس ماتیگی او که نه که ؟ امان الله امين

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په چهارزانو بيدېدلو سره اودس نه ماتيږي لکه فتاوي عالمګري چې ليکي : و ان نام متربعا لا ينقض الوضوء (عالمګيري ج۱ ص ۱۱ ) .

همدارنګه که څوک په لمانځه کې په ولاړه يا ناسته سره بيده شي اودس يې نه ماتيږي (درالمحتار ج ۱ ص ۱۴۸ ، فتاوي ابو المختار ص ۴۸۰ ) .

او همدارنګه د ناستي په حالت داسې پرکالی يا د خوب څپه چې سړي نه پوهيږي بيده وم او که نه اودس نه ماتوي :

إن نام ممكنا مقعدته من الأرض لم ينتقض , وإن لم يكن ممكنا انتقض على أي هيئة كان , وهو المذهب عند الحنفية والشافعية . “المجموع” (2/14) .

يعنې د ناستي پر مهال خوب چې مقعد يې په ځمکه يا بل څه وي اودس نه ماتوي ، او که داسې نه وي اودس ماتوي (امام ابوحنيفه او امام شافعي ) .

نوم القاعد، فهذا لا ينقض الوضوء إذا كان يسيراً، وهو مذهب أحمد ومالك والثوري وأبي حنيفة وهو الراجح، خلافاً للشافعي فلا ينقض عنده وضوء القاعد – وإن كثر – ما دام مفضياً بمحل الحدث إلى الأرض ( فتاوي اسلام ويب )

و الله سبحانه وتعالی اعلم

موقع افغانية اسلامية من کابل أفغانستان

Print Friendly, PDF & Email