د مسبوق لمونځ ، او امام پسې د قرائت ويلو حکم

محترمو زه غواړم چی څو پوښتنی درته واستوم که یی ځوابونه راکړی دا به مو لویه مهربانی وی
۱ – که چیری یو څوک د ماښام د لمانځه لپاره مسجد ته داخل شو او په امام پسی نیت وتړل او دارکعت چی دی ورباندی شروع وکړه دده اول رکعت دی او دامام اخیری رکعت وی په دی اساس امام خو د دی رکعت ترخلاصیدو وروسته سلام کرځوی ځکه چی د امام خو لمونځ خلاص شو اوس داکس خپل باقی لمونځ ځنګه اداکړی یعنی یورکعت وکړی بیا کښنی او که باقی داوړه رکعتونه په یوه قاعده باندی وکړی .
۲ – کله چی امام پسی چا نیت وتړل امام خو په ځنووختو کی قرآیت په زوره یعنی لوړ اوز سره وایی چی اوریدل یعنی غوږ ورته نیول ورته واجب دی خو په ځنیو حالاتو کی امام قرايت پټ له ځان سره وایی په داسی حالاتو مقتدی یعنی هغه څوک چی په امام پسی ولاړوی  باید قرایت ووایی که همداسی پټه خوله ودریږی .
۳ــ د جمعی ورځی لمونځ کی داسی پوښتنه لرم اول څلور رکعته خو سنت دی بیا دوه رکعته په امام پسی دی اوس څلور رکعته فرض لمونځ کول ځه حکم لری یعنی دغه څلور رکعته چی په نوروورځوکی فرض دی هغه څنکه سړی اداکړی نیت او نور که معلومات راکړی دیره مهربانی به مووی ځکه چی زیات وخت د داسی یو څه په لټه کی وم چی په خپله مورنی ژبه یی نن ګورم چی دا ویب پاڼه ده مننه.

انجنير فضل الرحمن

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د لومړې سوال ځواب :

مسبوق به په لومړې رکعت کې قعده وکړي ځکه ده يو رکعت له امام سره ادا کړی وو او دا د ده دوهم رکعت دی په دوهم رکعت کې کيناستل يا قعده وي ، د تشهد وروسته به قيام ته لاړ شي دوهم رکعت به تکميل کړي او لمانځه ته به خاتمه ورکړي (حنفي فقه )

د دوهم سوال ځواب :

د قرائت دوه حالته دي جهري او خفيه :

اول جهري : د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد په جهري لمانځه کې چې کله امام فاتحه او قرائت وايي مقتدې به هغه ته غوږ نيسي خپله به نه فاتحه لولې او نه هم قرآئت لولي نظر په لاندې دلائلو :

( وإذا قُرِئ القرآن فاستمعوا له وانصتوا لعلكم ترحمون ) الأعراف ۲۰۴ ) يغنې : کله چې قرآن لوستل کيږي تاسې هغې ته غوږ شئ او چوپ شئ ، ښايي پر تاسې رحم وشي .

او بل د مسلم شريف صحيح حديث دی چې :( وَإِذَا قَرَأَ فَأَنْصِتُوا ) يعنې کله چې قرائت لوستل کيږي تاسې چوپ وسئ .

دوهم خفيه رکعتونه : که څه هم چې د ځنو احنافو په نزد په خفيه لمانځه کې په امام پسې د فاتحې ويل مستحب دی او ځنې بيا لاندې حديث شريف دليل نيسي او وايي چې د امام قرائت د مقتدې قرائت دی .

عن جابر رضی الله عنه  قال رسول الله صلی الله عليه وسلم  من کان له امام فقراءة لامام له قراءة (اثار السنن – مسند الحافظ ، دارالقطني او موطا محمد بن حسن ) نقل فی کفايت المفتي باب قرائت ).

د دريم سوال ځواب :

لومړې څلور رکعته سنت دي بيا دوه رکعته فرض بيا څلور رکعته سنت بيا دوه رکعته سنت دي او د ماسپخين د لمانځه څلور رکعته فرض د جمعې په لمانځه سره ساقط شول .

د جمعی د فرض لمانځه څخه مخکې څلور رکعته د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم څخه ثابت شوی دي مګر د هغه په حکم کې د فقهاؤ تر مينځ اختلاف نظر دی چې ځنې يې نفل او ځنې سنت بولي زمونږ د احنافو په نزد سنت دي او د فرض نه وروسته سنتو کې اتفاق دی .

و سنت مؤکد اربع قبل الظهر و اربع قبل الجمعة و اربع بعدها …… الخ و ذکر الطحاوي عن ابی يوسف انه قال يصلي بعدها ستاً ينبعی ان يصلی اربعاً ثم رکعتين (بدايع الصنايع ۲۸۵/۱ –فتاوی دارالعلوم ديوبند۱۱۰/۵

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. محمد یاسین

    ډیرو ګرانو ورونو السلام علیکم …
    الله (ج) دې خیر در کړي چې دومره لوی خدمت کوئ.
    یوه غوښتنه لرم او هغه دا چې که په ځوابونو کې یو څه جامع لاړ شئ او وروسته خپل نظر ورکړئ نو الله (ج) به نور زیات اجر هم درکړي.
    د بیلګې په توګه که پورتنۍ پوښتنې ته لاړ شو نو که احتیاط ته وګورو احتیاط خو په دې کې دی چې په خفیه لمونځونو کې د امام پسې سوره فاتحه ولوستل شي. خیر دی که په فقه حنفي کې یی نه ویل راغلي. او که څوک یی ووایی نو څه نقص لري؟ ګناهګاریږي؟ خو چې ولوستل شي ځکه ښه ده چې هم به د لمونځ کوونکي توجه هم وي او هم دا چې هغه شک به هم لیرې شي چې ځینې علما وایی چې که و یی نه لولې نو لمونځ نه کیږي.
    والسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته