د لمانځه قصداً يا سهواً پريښودل څه حکم لري ؟

اسلام علیکم: دلمانزه قضاکول په قصدا او یا سهوا ثه گناه لری. لطفا په تفصیل سره جواب راکره

امان الله امين

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د لمانځه قصداً يا سهواً پريښودل څه حکم لري ؟

لمونځ د الله جل جلا له  لخوا د خپل بنده د پاره يو منظمه الهي برنامه ده چې په خپلو خپلو وختونو به ادا کيږي او د ترک او پريښودلو د پاره هيڅ عذر نه منل کيږي ، د جنګ په حالت لمونځ کول ، که اوبه نه وي موجودي يا اوبه بدن ته زيان رسوي تيمم به وهي ، که ناروغ وي په ولاړه لمونځ نشي کولای په ناسته به لمونځ کوي ، که د ناستي توان نه لري په اړخ لګولی حالت به لمونځ کوي ، په سفر کې وي هغه که بحري وي ، هوايي وي يا د وچې وي لمونځ به کوي ….لنډه دا چې پر حالت کې به لمونځ کوي او د لمانځه د ترک د پاره هيڅ عذر نه منل کيږي مګر هيريدل او خوب .

د لمانځه قصداً ترک کول سخته ګناه ده چې د جمهورو فقهاؤ په نزد د لمانځه قصداً ترک کول د ايمان د زوال سبب ګرځي مګر د احنافو په نزد بې لمانځه څو پورې چې د لمانځه په فرضيت اقرار کوي او په توحيد او رسالت باندې قايم وي مسلمان دی نظر په لاندې دلائلو:

قوله تعالی :  إِنَّ اللّهَ لاَ يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَن يَشَاء (النسأء ۴۸ ) .

و قال رسول الله صلی الله عليه وسلم  : من قال لااله الاالله دخل الجنة (ابن خزيمة فی التوحيد  798 /2)

او په بل ځای کې فرمايي : من مات وهو يعلم ان لااله الا الله دخل الجنة (صيح المسلم – ابن خزيمة  2/817) .

د پورتنی آیت او احاديثو له مخې بې لمانځه د اسلام په دايره کې شامل دی (فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۱ ص ۳۲ – مفتی اغظم عزيزالرحمن ديوبندي) .

د لمانځه نه کولو په باره کې سخت وعیدونه راغلی دی  :

قال الله تعالی : مَا سَلَكَكُمْ فِي سَقَرَ ۴۲ قَالُوا لَمْ نَكُ مِنَ الْمُصَلِّي(المدثر۴۳).

تاسې څه شي دوزخ ته بوتلی ، هغوی به ووايي مونږ له لمونځ کونکو څخه نه ؤ.

 (العهد الذي بيننا وبينهم الصلاة فمن تركها فقد كفر ) أخرجه أحمد (22428) ، والترمذي (2621) ، والنسائي (462)

يعنې : زمونږ او د هغوی (کافرو) په مينځ کې عهد لمونځ دی نو چا چې لمونځ و نه کړ نو هغه کافر شو .

او فرمايي : ( بين الرجل وبين الشرك والكفر ترك الصلاة ) رواه مسلم (242) ، ولا كفارة في ذلك سوى التوبة النصوح . ( انظر فتاوى اللجنة الدائمة 6/50 )

يعنې : د يوه سړي او کفر او شرک تر مينځ فرق د لمانځه پريښودل دي .

همدارنګه فرمايي : «مَنْ حافَظَ عَلَيْهَا، كَانَتْ لَهُ نُوراً وبُرْهَاناً وَنَجَاةً يَوْمَ القيامَةِ، وَمَنْ لَمْ يُحَافِظْ عَلَيْهَا، لَمْ يَكُنْ لَهُ بُرْهَانٌ وَلا نُورٌ وَلَا نَجَاةٌ، وَكَانَ يَوْمَ القِيَامَةِ مَعَ قارُونَ، وَهامَانَ، وَفِرْعَوْنَ، وَأُبَيِّ بْنِ خَلَفٍ» (مسند امام أحمد وابن حبان  )

 ((څوک چه په لمانځه (سره له حقوق) دايمی پابند وي هغه لمونځ به د قيامت په ورځ د ده لپاره دليل ،وسيله او رڼايې وګرځي، اوڅوک چه د لمانځه پابندي ونه کړي د ده لپاره به په قيامت کې نه دليل وي ،نه وسيله،نه نجات اونه به  نور وي ،اود قيامت په ورځ به له قارون،فرعون،هامان اوابی بن خلف سره يو ځای حشر کيږي)).

چا چې لمونځ ترک کړی وي بايد د زړه په اخلاص توبه وباسي او له دې شيطان دوستی لاس واخلي او د خپل رب جل جلاله ريښتنی بنده ګۍ ته غاړه کيږدی د لمونځ قضايي ادا کړي او د آینده د پاره کلک عزم و کړي چې نور به د خپل رب رښتني بنده ګۍ ته غاړه ږدم .

الله جل جلاله په ډيره مهربانۍ خپلو ګنهکاربنده ګانو ته داسې ارشاد فرمايي :

قوله تعالی :

يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لاَ تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ (الزمر ۵۳ ).

ای زما  بنده ګانو!  کومو کسانو چه پر خپلو ځانونو تيری کړی دی  دالله له رحمت څخه مه ناهيلی کيږی يقينًا الله ټولی ګناوی بښي هغه خو بښونکی اومهربان دی .

د لمانځه سهواً قضاء کول څه حکم لري :

که له چا څخه سهواً لمونځ قضاء شي لکه خوب او هيريدل نو کفاره يې دا ده چې کله له خوب څخه بيدار شي او يا کله ور په ياد شي همغه وخت به د لمانځه قضايي وګرځوي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ( من نسي صلاة أو نام عنها فليصلها إذا ذكرها لا كفارة لها إلا ذلك ) البخاري (572) ومسلم (1564)

(له چا څخه چې لمونځ هير شي يا بيده وي نو کله چې ور په ياد شي لمونځ دې ادا کړي ، بله کفاره نه لري مګر همدا )

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. ډیر عزتمند د اسلامې لارښود چلوونکو الله دی زیات عمر درکړی هیله لرم چی ماته ددی سوال ځواب راواستوی .
    قدرمنه زماسره یوملګری دی هغه خپله انترنیټ ته لاسرسی نلری خوپوښتنه یی داده چی زما څخه دخښم په وخت کښی چی عقل می له لاسه ورکړی وو دطلاق کلیمی وخپلی ښځی ته ترخوله وتلی دی حال داچی زه په زړه کښی هیڅکه هم داسی اراده نلرم چی نوموړی ښځه طلاقه کړم خو ملایان اوعالمان ډول ډول فتواوی راکوی هغه داچی یو مولوی راته وایی که دی په زړه کښی دطلاق اراده نوی نو طلاق نه واقع کیږی او بل مولوی صاحب راته وایی چی طلاق ثلاثه واقع شوی دی خو باالاخره حالت می ډیر خراب دی چی حتی په ژوند هم نه پوهیږم هیله لرم ماته ستاسی دعلمی معلوماتو پربنا شرعی معلومات راکړی. والسلام ستاسی کشرورور محسن الله
    ـــــــــــــــــــــــــــ
    مهرباني وګړئ خپل ځواب دلته وګورئ
    https://dawat610.com/archives/3266