د تعويذ ځړول څه حکم لري ؟

سلامونه او نیکی هیلی ټولو هغو کسانو ته چی په دی برخه کی کار کوی .
محترمو زما پوښتنه دا ده چی تعویذ څه حکم لری یعنی که یو څوک د مرض لپاره یاهم د کوم مشکل د حل په خاطر له ځانه سره داسی یو تعویذ وګرځوی کناه خو به نه وي که راته روښانه یی کړی منندوی به مو یو .
وسلام فضل الرحمن د ارزګان ولایت د ترینکوټ له ښارنه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د تغويذ ځړول څه حکم لري ؟

اول : د ټول امت په اتفاق د سحر ، د شيطانانو د نمونو ، د قرآن او شرعي رقيه بغير ليکل شوي تغويذونه ځړول ، د بد نظر او جنياتو د پاره د مرۍ ، بحري احجارو (صرف او نور ) او شنو جنډو ځړول حرام او شرک اصغر دی په دليل د دغه احاديثو

( من علق تمیمة فقد اشرک» (رواه أحمد (16781)

 يعنی څوک چې مری يا تغويذ وځړوي ( د دفع ضرر يا جلب منفعت د پاره ) يقيناً چې هغه شرک اختيار کړ .

عن عُقْبَةَ بْنَ عَامِرٍ رضي الله عنه قال : سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ : ( مَنْ تَعَلَّقَ تَمِيمَةً فَلا أَتَمَّ اللَّهُ لَهُ وَمَنْ تَعَلَّقَ وَدَعَةً فَلا وَدَعَ اللَّهُ لَهُ ) أحمد (17440)

يعنې : چا چې تميمه و خړولو الله يې دې مشکل نه حلوي او چا چې صدف او مرۍ و ځړولی الله دې هغې ته ارام او سکون نه ورکوي.

تميمه : مری يا ځوړند کړي تعويذ ته وايي کوم چې خلک يې د دفع ضرر او جلب منفعت د پاره پر بدن ، موټر او کور کې ځړوي .

ودعة : يو قسم د بحري احجارو غمي دی چې صدف بلل کيږي، خلک يې د نظر د دفعې د پاره د ماشوم په غاړه کې اچوي .

دوهم : په قرآني آیتونو ، شرعي اذکارو او دعا د مرض دمول د جمهورو علماؤ په نزد جايز دي ځکه له رسول الله صلی الله عليه وسلم  نه په ډيرو احاديث ثابت شوی دي .

دريم : د قرآني آيتونو او شرعي اذکارو تغويذ ځړولو کې د صحابه څخه تراوسه پورې د علماء تر مينځ اختلاف نظر دی چې ځنې جايز بولې د هغوی دليل دا دی چې په احاديثو کې چې د تعويذ ځړولو حکم بيان شوی دی د هغه څخه شرکي تعويذات مراد دي او ځنې علماء بيا وايي چې د قرآني ايتونو او شرعي اذکارو تغويذ ځړول هم جايز نه دي ځکه په حديث شريف کې عمومي د تعويذ لفظ راغلی دي مګر د جمهورو قول دا دی چې د قرآني او شرعي اذکارو د تعويذ ځړول هم جايز نه دي .

شيخ محمد صالح المنجد په ألاسلام سوال او جواب کې ليکي :

اعلم أن العلماء من الصحابة والتابعين فمَن بعدهم اختلفوا في جواز تعليق التمائم التي من القرآن وأسماء الله وصفاته :

فقالت طائفة : يجوز ذلك وهو قول عبد الله بن عمرو بن العاص وغيره ، وهو ظاهر ما روي عن عائشة وبه قال أبو جعفر الباقر وأحمد في رواية ، وحملوا الحديث على التمائم الشركية ، أمَّا التي فيها القرآن وأسماء الله وصفاته فكالرقية بذلك .

قلت : وهو ظاهر اختيار ابن القيم .

وقالت طائفة : لا يجوز ذلك ، وبه قال ابن مسعود وابن عباس ، وهو ظاهر قول حذيفة وعقبة بن عامر وابن عكيم رضي الله عنه ، وبه قال جماعة من التابعين منهم أصحاب ابن مسعود وأحمد في رواية اختارها كثير من أصحابه ، وجزم بها المتأخرون ، واحتجوا بهذا الحديث وما في معناه فإن ظاهره العموم لم يفرق بين التي في القرآن وغيرها بخلاف الرقى فقد فرق فيها ، ويؤيد ذلك أن الصحابة الذين رووا الحديث فهموا العموم كما تقدم عن ابن مسعود .

د عربستان د علماؤ د علمي څيړنو او افتاء دايمي ټولنه ليکي :

وقال علماء اللجنة الدائمة :

اتفق العلماء على تحريم لبس التمائم إذا كانت من غير القرآن ، واختلفوا إذا كانت من القرآن ، فمنهم من أجاز لبسها ومنهم من منعها ، والقول بالنهي أرجح لعموم الأحاديث ولسدِّ الذريعة . ” فتاوى اللجنة الدائمة ” ( 1 / 212 ) .

همدارنګه فقه حنفي ابوالمختار د فتاوي يوسفيه په حواله ليکي :

د قرآني آیتونو او شرعي اذکارو تعويذ په دريو شرطونو جايز دی  :

۱- د يوه جايز او روا عمل لپاره به وي .

۲- د تعويذ الفاظ به واضح وي د کفر او شرک په الفاظو به مشتمل نه وي  .

۳- تعويذ به موثر بالذات نه ګڼی .

همدارنګه فتاوي دارالعلوم ديوبند ليکي :

داسې تغويذونه چې په هغه کې د الله تعالی د نومونو او يا د طهارت او غيره پريښودل پيښيږي سخته ګناه او فسق دی بلکه په ځنو حالاتو کې د کفر ويره هم شته نو فقهاؤ په دې کې ډير احتياط کړی دی چې داسې تغويذونه منع دي چې په هغه کې داسې الفاظ ليکل شوی وي چې نه لوستل کيږي او نه يې معنی معلوميږي يا د عربي نه بغير بله ژبه ليکل شوی وي (کما فی الشامي : قالو وانما تکره العوذة اذا کانت بغير لسان العرب و لا يدری ما هو لعله يدخله کفر او غير ذالک )فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۲ ص ۱۵۳ – شامي ج ۵ ص ۲۵۳ ) .

د مطلب خلاصه :

د سحر تعويذونه او د شرعي رقيې نه بغير ټول تعويذونه ځړول ، صدف او مرې په غاړه کې اچول حرام شرک دی ، د قرآني آيتونو او شرعي اذکارو د تعويذ په هکله مو د علماء نظرونه ولوستل چې په اړه يې اختلاف نظر دی ، مګر د جمهورو فقهاؤ راجح حکم دا دی چې د قرآني آيتونو او شرعي اذکارو تعويذ ځړول هم جايز نه دي ، د شرعي اذکار نه بغير نور ټول شيان که تعويذ وي ، مری وي ، جنډه ځړول وي حرام دي .

او هر چې په قرآني آيتونو او شرعي اذکارو دم او دعا ده هغه په اتفاق د امت جايز دي .

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email