د ترياکو څکول ، تجارت او زراعت

د ترياکو څکول ، تجارت او زراعت حرام دی

ترياک چې په عربي کې ورته الأفيون يا المخدرات ويل کيږي چې المخدارت د مخدر جمع ده او مخدر بې حسه کوونکي ، سست او ضعيفه کوونکې مادې ته ويل کيږي کوم چې د ترياکو يا خاشخاشو له بوټي توليديږي .

د ترياکو څکولو ټول انواع د مذاهبو د معاصرو فقهاؤ په اتفاق حرام دي د حرمت دلائل يې په لاندې ډول دي :

اول :

رواه أحمد في مسنده وأبو داود في سننه بسند صحيح عن أم سلمة رضي الله عنها قالت: نهى رسول الله صلى الله عليه وسلم عن كل مسكر ومفتر.

يعنې : رسول الله صلی الله عليه وسلم  د ټو لو نشه کوونکو او بې حسه او ضعیف کوونکو شيانو څخه منع فرمايې ده .

مکسر : هر هغه ماده چې نشه کوونکي وي .

مفتر : هغه ماده چې بې حسه ، سست او ضعيفه کوونکي وي .

علماء کرامو د مفتر مادې څخه په خاص ډول چرس او تر ياک استنباط کړی دي .

دوهم : ترياک خبيث او بې حده مضر دي چې په اوس عصر کې د هغه ضرر له هيچا څخه هم پټ نه دی . الله جل جلا له  فرمايي :  وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَائِثَ (الاعراف ۱۵۷)

الطيبات (پاک څيزونه ) ټول هفه شيان کوم چې په هغه کې د انسان د بدن د پاره ګټه وي ، خوندور وي ، بدن ته مضر نه وي ، عقل ته مضر نه وي ، او هغه شيان چې د انسان بدن ته زيان رسوي ګټور نه وي نا پاک او خبائث بلل کيږي .

او بل دا چې د اسلام عمومي قاعده چې (لا ضرر ولا ضرار‏ ) په اسلام کې ځان او بل ته ضرر رسول حرام دي .

علماء اللجنة الدائمة للبحوث العلمية والإفتاء ليکي :

المخدرات من الخبائث، وقد حرم الله على عباده جميع الخبائث، ولم يحل لهم إلا الطيبات كما في قوله سبحانه في سورة المائدة‏:‏ سورة المائدة الآية 4 ‏{‏يَسْأَلُونَكَ مَاذَا أُحِلَّ لَهُمْ قُلْ أُحِلَّ لَكُمُ الطَّيِّبَاتُ‏}‏ وقوله في سورة الأعراف في وصف نبينا محمد صلى الله عليه وسلم سورة الأعراف الآية 157 ‏{‏وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَائِثَ‏}‏ ولما روى أبو داود سنن أبو داود الأشربة ‏(‏3686‏)‏، مسند أحمد بن حنبل ‏(‏6/309‏)‏‏.‏ عن أم سلمة رضي الله عنها، أن النبي صلى الله عليه وسلم نهى عن كل مسكر ومفتر، ومعلوم أن المخدرات من المفترات، ولما في المخدرات من الأضرار العظيمة وقد قال- عليه الصلاة والسلام-‏:‏ سنن ابن ماجه الأحكام ‏(‏2340‏)‏، مسند أحمد بن حنبل ‏(‏5/327‏)‏‏.‏ لا ضرر ولا ضرار‏.‏ وبالله التوفيق، وصلى الله على نبينا محمد وآله وصحبه وسلم‏.‏ (اللجنة الدائمة للبحوث العلمية والإفتاء )

فقه علی المذاهب الاربعه ليکي :

وقد اجتمعت كلمة العلماء على تحريم هذه المشروبات وغيرها من المخدرات المحدثة مثل الحشيش والأفيون وغيرهما .

هذه المواد حرام، لأنها تؤدي إلى مضار جسيمة ومفاسد كثيرة، فهي تفسد العقل، وتفتك بالبدن، إلى غير ذلك من المضار والمفاسد الخطيرة. فلا يمكن أن تأذن الشريعة بتعاطيها مع تحريمها لما هو أقل منها مفسدة، وأخف ضرراً، ولذك قَالَ بعض علماء الحنفية: (إن من قَالَ بحل الحشيش زنديق مبتدع). وهذا منه دلالة على ظهور حرمتها.

وما قاله شيخ الإسلام ابن تيمية، وتلميذه ابن القيم، وغيرهما من العلماء هو الحق الذي يسوق إليه الدليل وتطمئن به النفس، وإذ قد تبين أن النصوص من الكتاب والسنة تتناول الحشيش، فهي تتناول أيضاً الأفيون الذي بين العلماء أنه أكثر ضرراً، ويترتب عليه من المفاسد، ما يزيد على مفاسد الحشيش ( فقه علی المذاهب الاربعه )

د ترياکو د استعمال ضررونه :

د مخدره موادو ( شراب ، چرس او ترياکو ) ضررونه دلته وګورئ https://dawat610.com/archives/4462

د ترياکو تجارت او رزاعت حرام دی :

د ترياکو حرمت پورته ذکر شو چې د انسان د جسم د پاره مضر او په ټولنه کې د فسق او فجورو د خپراوې سبب ګرځي او همدارنګه د انسان اندامونه بې حسه ، سست او ضعيف ګرځوي چې له عبادت ، کار او فعاليت څخه يې غورځوي نو په دې بنا د اسلامې شريعت حکم دی چې د ګناه په کار کې به يو له بله مرسته او مدد نه کوئ {وتعاونوا على البر والتقوى، ولا تعاونوا على الإثم والعدوان} .

 او بل دا چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي :: ( إن الله إذا حرم شيئا حرم ثمنه )

يقيناً الله جل جلا له  چې د کوم شي د حرمت حکم کړی وي د هغې بيع او تجارت هم حرام دي .

فقه علی المذاهب الاربعه د چرسو او ترياکو د تجارت او زراعت د حرمت حکم په پوره تفصيل سره بيان کړي دی

دا تفصيل دلته وګورئ  https://dawat610.com/archives/4448

د اسلام دوښمنان څه غواړي :

إن أعداء الإسلام يروجون الحشيش وغيره من المخدرات بقصد إضعاف شباب الأمة الإسلامية وضياع مالها، ورجولتها، وقتل شهامتها، وإفساد عقول رجالها، حتى تستمر في التأخر عن مصاف الأمم المتقدمة، ويتغلب عليها الأجانب، ويقهرها الأعداء، ويستعمرون بلادهم. كما تفعل إسرائيل من ترويج الحشيش والأفيون بين البلاد العربية بقصد هلاكها  (فقه المذاهب الاربعه ).

د چرسو،ترياکو او نورو مخدراتو د ترويج څخه د اسلام د دوښمنانو مقصد دا دی تر څو د اسلامي امت ځوانان ضعيف کړي مالونه يې ضايع کړي ، شهامت او غيرت يې ختم کړي ،عقلونه يې خراب او فاسد کړي ، د يرغل او استعمار د پاره اماده شي او خپلو دوښمنانو ته ماتې ور نشي کړای او ښارونه تر خپل استعمار لاندې راولي ، لکه څنګه چې اسرائيلو په عربي هيوادونو کې چرس او ترياک رواج کړل تر څو هغوی ور باندې هلاک کړي .

دوهم مقصد يې دا دی تر څو دغه ناوړه عمل د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د يوې تبليغاتي وسيلې په توګه وکاروي ، چې وګورئ ددي کار رواجونکي ، توليدونکی مسلمانان دي او دا په اسلامې هيوادونو کې کرل کيږي .

که له ترياکو لاس واخلو نو له لوږې به مړه شو :

شيطان هر وخت سړی په لوږه او فقر ويروي ،قوله تعالی : الشَّيْطَانُ يَعِدُكُمُ الْفَقْرَ (۲۶۸ البقره ) .

شيطان ځکه دا ويره دهغه په زړه کې وراچوي چه په کوم حرام کار او شغل اخته وي هغې ته دوام ورکړي .

مګر چا چې د الله جل جلا له  د ويرې څخه کوم حرام کسب او کار پرېښود الله جل جلا له  د هغه اړتياوې او مشکلات حل او ده ته به تر هغه ښه رزق ورکړي .

وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا ، وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لاَ يَحْتَسِبُ وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ (الطلاق ۲-۳ ) .

او څوک چې د الله څخه ووېرېږي (الله ) ور ته (د ستونزو څخه ) د وتلو لار جوړوي ، او هغه ته د داسې لارې نه رزق ورکوي چې (په خپله ) ګمان نه کوي ، او څوک چې پر الله جل جلا له  توکل وکړي ده د پاره همدا (الله ) کافي دی.

د هيواد په محدود شمير سيمو کې ترياک کرل کيږي او د هيواد زيات مناطق داسې دي چې هلته يو بوټۍ هم نه کرل کيږي نو د دغه سيمو خلک له لوږې مړه شول ؟

او که مو د ترياکو څخه مقصد ډيرې پيسې په لاس راوړل او د عيش ژوند دی ، داسې مه کوئ چې خپله د عيش او آرام ژوند خوښوئ او د بل ژوند تبا کوئ .

بس له الله جل جلا له  څخه ووېريږي چې هغه ته زمونږ ټولو ورتګ دی .

 زمونږ خو دغه بيان ديني مسئوليت وو ، منل او عمل ستاسو مسئوليت دی

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

 

 

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. کندهاري

    بيشکه! چي د تارياکو کرل، تولول او کارول حرام دي، بدبختانه چي زموږ يواځي بي علمه خلګ نه بلکئ، د مدرسو ځني تالبان هم د تاريکو د ټولولو لپاره مدرسه رخصتوي هلمند او نورو ځايو ته ځي تارياک ټولوي، نو کيله د چا څه؟