د ښځو د زېوراتو زکات يو ځل ادا کيږي او که هر کال ؟

اسلام علیکم: هغه زر چه زنانه یی دسنگار په ډول استعمالوی زکات یی هرکال فرض ده او یا یو ځل فرض ده داخیستلو څخه وروسته – امان الله امين

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : د امام شافعی ، امام مالک او امام احمد په نزد د مستعملو زېوراتو زکات واجب نه دی مګر د امام ابو حنيفه په نزد د مستعملو او غير مستعملو دواړو زکات فرض دی ځکه په دواړو حالاتو کې کنز بلل کيږي .

د څلورو مذاهبو جمهورو معاصرو فقهاوو د امام ابوحنيفه قول راحج بللی دی او په همدې قول فتوای ورکوي ځکه په دې باره کې څو صحيح احاديث روايت شوي دي .

شيخ محمد صالح المنجد په خپل سايټ الاسلام سوال جواب کې ليکي : الحلي المعد للبس والزينة ، مما اختلف الفقهاء في وجوب زكاته ، فذهب الحنفية إلى وجوب زكاته ، وذهب الجمهور من المالكية والشافعية والحنابلة إلى عدم الوجوب .

والقول الراجح هو ما ذهبت إليه الحنفية ، وذلك لأدلة كثيرة ، منها ( د استعمال او سينګار د پاره زېوراتو کې د زکات د وجوب په باره کې د فقهاؤ تر مينځ اختلاف دی ، د امام ابو حنيفه په نزد واجب دی او د جمهورو امام شافعی ، امام مالک ، امام احمد په نزد واجب نه دی ، مګر راجح قول د امام ابوحنفيه دی او په دې باره کې قوي دلائل موجود دی ، نو فتوای د احنافو په قول ورکول کيږي ) .

پوره تفصيل دلته وګورئ

دوهم : کله چې سره يا سپين زر نصاب ته ورسيږي او کال ور باندې تير شي زکات ور باندې فرض دی د سرو زرو د زکات نصاب ۲۰ مثقال يا ۸۵ ګرامه دی ، نصاب ته رسيدلي مال باندې هر کال زکات فرض دی ځکه چې د کنز حکم لري .

ام سلمه رضی الله عنه  وايي : ما د زرو زېورات اچولي وو ، له رسول الله صلی الله عليه وسلم  نه مې پوښتنه وکړه : يا رسول الله صلی الله عليه وسلم آيا دا کنز دی ؟ (ځکه چې د کنز په باره سخت وعيد راغلی دی ) ، و يې فرمايل : هغه څه چې د زکات نصاب ته ورسيږي او د هغه زکات ورکړ شي پاک ګرځي او هغه کنز نه بلل کيږي ( أبو داود 2/212-213 برقم (1564)، والدارقطني ).

نو د کال په تيريدو سره چې مال د زکات نصاب رسيدلی وي هر کال به د هغه زکات ادا کوي .

په دليل د دغه حديث شريف : ( لا زكاة في مال حتى يحول عليه الحول ) رواه ابن ماجه

يعنې : په مال کې تر هغه پورې زکات نشته څو پورې په هغه باندې کال پوره شي .

کفايت المفتي د هنديه په حواله ليکي : و منها حولان الحول علی المال ، العبرة فی الزکاة للحول القمري ، کذا فی القنية ( هنديه ، کتاب الزکاة ۱/ ۱۷۵ ) .

دريم : د مستعملو زيوراتو زکات به د مستعملو سرو زرو د نرخ له رويه حسابوي تفصيل دلته وګورئ

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email