د يتيم پالنې فضيلت او هغه ته د زيان اړولو خطرناکې پايلې

محترم استاد اسلام علیکم: یتیم به کورنی او تولنه کوم حقوق لری او که څوک یتیم سره ظلم وکړی څه کناه لری هیله دی چی په تبصیل سره جواب راکری – امان الله امين

بسم الله الرحمن الرحيم

په اسلام کې د يتيم پالنه زيات فضيلت لري له عظيمو ښيګنو څخه يو لويه ښيګنه ده .

قال الله تعالى : (وَاعْبُدُواْ اللّهَ وَلاَ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَبِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَالْجَارِ ذِي الْقُرْبَى وَالْجَارِ الْجُنُبِ وَالصَّاحِبِ بِالجَنبِ وَابْنِ السَّبِيلِ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبُّ مَن كَانَ مُخْتَالاً فَخُورًا ( النساء/36 )

او د الله  عبادت وکړئ او د هغه سره هيڅ مه شريکوئ او د خپل مور پلار سره نيکي وکړئ او (هم) د خپلوانو او يتيمانو او اړو او نږدې ګاونډيانو او ليرې ګاونډيانو او د څنګ ملګرو او لارويانو او د هغو (مينځو او مريانو ) سره چې د هغوی مالکان ياست ښيګنه وکړئ بې شکه چې الله ځان ستايونکی کبرجن نه خوښوي .

او فرمايي : وَلَـكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَالْمَلآئِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ وَآتَى الْمَالَ عَلَى حُبِّهِ ذَوِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى ( البقرة/177 )

خو (غوره ) نيکي د هغو کسانو ده چې پر الله او ورځ د قيامت او پريښتو او کتاب او نبيانو يې ايمان راوړی دی او خپله شمني ېې سره له دې چې د هغې سره مينه لري خپلوانو او يتيمانو …ور کړه .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : أنا وكافل اليتيم في الجنة هكذا وقال بإصبعيه السبابة والوسطى ( رواه البخاري برقم 5659)

رسول الله صلی الله عليه وسلم  د دوو ګوتو مسواکه او منځنې ګوتې تر مينځ فاصله ته په اشارې سره و فرمايل : زه او د يتيم سرپرست په جنت کې داسې وو .

او فرمايي : الساعي على الأرملة والمسكين، كالمجاهد في سبيل الله – أو القائم الليل والصائم النهار. (راوي : ابو هريره – متفق عليه بجاری 5660 او مسلم 2982).

دکنډو او محتاجو خلکو په کار کې کوښښ کوونکی داسې دی لکه مجاهد فی سبيل الله او په بل روايت کې دي داسې ثواب لري لکه چې د ورځی روژه او دشپی عبادت کوي.

د يتيم د مال خوړل :

د يتيم کفيل او پالونکی به د يتيم د مال څخه حتی هبه ، قرض حسنه او يا نور څه سوغات هم چا ته نه ورکوي او په پوره امانتدارۍ به د هغه ساتنه کوي ، مګر په احسن شکل چې په هغه مصلحت وي لکه د يتيم مال په مضاربت او تجارت ورکول جايز دي تر څو د مال حفاظت هم وشي او په هغه کې څه ګټه هم وشي .

الله جل جلا له  فرمايي : (وَلاَ تَقْرَبُوا مَال الْيَتِيمِ إِلاَّ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ) سورة الأنعام ۱۵۲ ) .

وجاء في “الموسوعة الفقهية” (43/198) : “ذهب الحنفية والمالكية والشافعية والحنابلة إلى أنه ليس للوصي أن يتبرع بمال الصغير سواء أكان بالصدقة أم بالهبة بغير عوض ؛ لأن التبرع بمال الصغير لا حظ له فيه ، وأنه ينافي مقصود الوصاية من الحفاظ على المال وتنميته والتصرف بما فيه نفع يعود على الصغير ، مستندين في ذلك إلى قوله تعالى : (وَلاَ تَقْرَبُوا مَال الْيَتِيمِ إِلاَّ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ) فقد نهى عن قربان مال اليتيم إلا بما فيه مصلحة له ، والتبرع بالمال لا مصلحة لليتيم فيه ، بل هو تصرف في ماله على غير الوجه الذي أمر الله به ، فيكون ممنوعاً ومنهيا عنه” انتهى .  

او تر ټولو ستر ظلم دا دی چې د عاجزو او ضعيفو لکه يتيمانو او ښځو مال څوک وخوري ، الله (جل جلا له ) په سورت النسأء کې د ميراث د برخو د بيان وروسته فرمايي :

 ( وَمَن يَعْصِ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَيَتَعَدَّ حُدُودَهُ يُدْخِلْهُ نَاراً خَالِداً فِيهَا وَلَهُ عَذَابٌ مُّهِينٌ ) النساء/14 .

او هر څوک چې د الله او د هغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم  څخه سرغړونه کوي او د الله ( له ټاکل شويو ) پولو څخه اوړي نو په اور کې ور اچوي چې هلته به تل تر تله اوسيږي او د هغه لپاره رسوا کونکی عذاب دی .

 ويقول عز وجل : ( إِنَّ الَّذِينَ يَأْكُلُونَ أَمْوَالَ الْيَتَامَى ظُلْماً إِنَّمَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ نَاراً وَسَيَصْلَوْنَ سَعِيراً ) النساء/10 .

هغه کسان چې د يتيمانو مالونه په ظلم سره خوري ، بې شکه چې دوی پخپلو ګيدو کې اور اچوي او ژر به په سوزوونکي اور کې ننوځي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي: «اجْتَنِبُوا السَّبْعَ الْمُوبِقَاتِ». قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، وَمَا هُنَّ؟ قَالَ: «الشِّرْكُ بِاللَّهِ، وَالسِّحْرُ، وَقَتْلُ النَّفْسِ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلاَّ بِالْحَقِّ، وَأَكْلُ الرِّبَا، وَأَكْلُ مَالِ الْيَتِيمِ، وَالتَّوَلِّي يَوْمَ الزَّحْفِ، وَقَذْفُ الْمُحْصَنَاتِ الْمُؤْمِنَاتِ الْغَافِلاتِ». (بخارى:2767)

د اوو هلاکونکو څخه ځان و ساتئ . چا وويل : يا رسول الله صلی الله عليه وسلم  هغه کوم دي ؟ و يې فرمايل : د الله جل جلا له  سره شريک نيول ، سحر او جادو ، د بې ګناه انسان وژل ، د سود خوړل ، د يتيم د مال خوړل ، د جهاد د سنګر نه تېښته کول او په پاکو ښځو باندې تهمت لګول .

الله جل جلا له  دې مونږ د مظلوم د مال خوړولو څخه وساتي

افسوس چې زمونږ په ټولنه کې نن د مظلومان حق څنګه په جرأت خوړل کيږي .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email