د خپل فاسق پلار سره څنګه چلن وکړم ؟

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
د آنلاین اسلامی لارښود محترم مدیر صاحب ستاسی د دی خدمت اجر د خدای ج څخه غواړو هیله ده چی روغ او جوړ به یاست
زه یوه بوښتنه لرم هغه دا چی زما پلار لمونځ نه کوی او همدارنګه د اسلام مخالف دی او د داسی خلګو صفت کوی چی هغوی اسلام نه مانه او د اسلام خبری نه منی آیا که زه د هغه څخه بد یوسم او یا دا چی هغه د یو چا صفت کوی زه د هغه چا دده په مخ کی بد ووایم او یا سپین سترګی ورسره وکړم هغه چی د اسلام مخالف شی ووایی زه د هغه پر ضد خبری د هغه د مخه وکړم او حقوق یی نه کړم اداء نو آیا دا ماته ګناه لری که یا؟
هو زما پلار داسی سړی دی چی ماته یی د ژوندانه هر سهولت آماده کړی دی زما کالی کمپیوټر انټرنیټ او هر شی چی ما غوښتی دی هغه یی راته برابر کړی دی او که زه هر څومره پیسی وغواړم هغه یی راکوی خو هغه کمونسټ دی.

سيد ا.ح کابلی

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په اسلامې شريعت کې مسلمان په دې باندې مأمور شوی دی تر څو د خپلو والدينو سره تر خپله وسه ښه سلوک وکړي اګر که هغوی فاسيقات او خدای مه کړه کافران وي .

مسلمان ته جايزه نه ده چې هغوی وکړوي او د هغوی سره بد سلوک وکړي .

مګر په هغو امرو کې چې د ګناه او نافرماني وي د هغوی اطاعت کول واجب نه دی :

قوله تعالى : ووصينا الإنسان بوالديه حسناً وإن جاهداك لتشرك بي ما ليس لك به علم فلا تطعهما إليَّ مرجعكم فأنبئكم بما كنتم تعملون  (العنكبوت / 8 .)

ژباړه : او انسان ته مو د هغه د پلار او مور سره د ښه چلند په کولو سپارښت وکړ . که دوی زيار وباسي (چې تا مجبور کړي ) چې له ما سره داسې شريک کړي چې پرې پوه نه يې نو د هغوی پيروي مه کوه (د کفر او شرک په معامله کې د هغوی پېروي مه کوه ) . ستاسې بيرته را تګ ما ته دی او هلته به زه تاسې د هغو کارونو په رښتينولۍ پوه کړم چې تاسې کول .

ابن کثير رحمه الله په بيان د نزول د دغه ايت کريمه کې د سعد بن ابی وقاص رضی الله عنه  نه روايت کوي چې هغه فرمايي : مور مې ما ته وويل : دا چې ستا رب د والدينو سره د ښه سلوک کولو حکم کړی دی ، په خدای قسم تر هغه پورې به نه خوراک وکړمه او نه څښاک څو مړه شمه او يا ته بيرته کافر شي وروسته يې يو شپه او ورځ څه و نه خوړل او نه هم د لمر څخه سيورې ته لاړه بيا يې يو شپه او ورځ همداسې وکړل چې وروسته بي حاله او ضعيفه شوه .

په دې وخت کې سعد رضی الله عنه هغې ته ورغی او ورته ويې ويل : مور جانې ! که ستا سل دمې وي او هغه ستا له بدن څخه جلا جلا وځي ، زه داسې څوک نه يم چې خپل بر حق دين پريږدم ، اوس که غواړي وخوره او که نه غواړي څه مه خوره ، کله چې د سعد مور د هغه له کفر څخه نا هيلې شوه نو خپل غذايي اعتصاب ته يې خاتمه ورکړه ، سعد وايي دا آیت زما په باره نازل شوی (تفسير ابن کثير )

په حديث شريف کې راغی دي : وعن أسماء بنت أبي بكر رضي الله عنهما قالت : قدمت عليَّ أمي وهي مشركة في عهد رسول الله صلى الله عليه وسلم فاستفتيتُ رسول الله صلى الله عليه وسلم ، فقلت : إن أمي قدمت وهي راغبة أفأصلها ؟ قال : ” نعم ، صِلي أمك ” .

رواه البخاري ( 2477 ) ومسلم ( 1003 ) .

بی بی اسماء د ابوبکر رضی الله عنه لور وايي : د رسول الله صلی الله عليه وسلم  د حيات په وخت کې زما مور مشرکه وه ، هغه زمونږ لره راغله له رسول الله صلی الله عليه وسلم  نه مې و پوښتل چې : مور مې کور ته راغلی او هغه زما څخه د (نېکۍ او هديې ) هيله لري .

آيا له هغې سره صله رحمي وکړمه ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل : هو ، له مور سره دې صله رحمي وکړه (د هغې د خپلوی حق ادا کړه ) .

د اسلامې شريعت دا عمومي قاعده ده چې د مخلوق اطاعت کول لکه : د والدينو ، خاوند او آمر مقيد په معروف باندې دی يعنې داسې څه چې هغه د شرعې خلاف نه وي مګر د ګناه او نافرمانی په کار کې د مخلوق اطاعت نشته .

لا طاعة لمخلوق في معصية الخالق  (د خالق جل جلاله په نافرمانۍ کې د مخلوق اطاعت نشته ).

تاسې ته مو نصحيت دا دی چې : تر خپله وسه هغه ته په حق باندې توصه کوه ځکه دا د مسلمان د نجات ستر صفت دی (وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ ) او د هغه سره تر خپله وسه ښه کوه ، په هغه څه کې چې د اسلام خلاف دي د هغه د نافرمانی خيال مه کوه ځکه چې په داسې صورت کې ته ور باندې مأمور نه يې او هغه ته د هدايت دعا کوه .

و السلام

آن لاين اسلامې لارښود

https://dawat610.com

Print Friendly, PDF & Email