واکسين کول شرعاً څه حکم لري ؟

د پولیو په بارہ کی شرعی اوطبی معلومات کہ درسروی نو یے راکہ

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د اوس لپاره طبي معلومات را سره نشته او که د شرعي معلوماتو څخه مو مطلب د هغه د کارولو حکم وي ، نو د واکسينو د کولو حکم په لاندې ډول دی :

واکسين د امراض د وقايي د پاره کارول کيږي يعنې مرض نه وي واقع شوی بلکي د مرض د وقوع د پاره مخکنی وقايه بلل کيږي

چې د يوه مرض وقايه د د درملنې يا تداوی حکم لري .

معاصرو فقهاوو د مرض د وقوع نه مخکې وقايه جايز بولي او دليل يې لاندې حديث شريف دی :

 مَنْ تصبَّح بسبع تمرات من تمر المدينة : لم يضره سحر ، ولا سم (البخاري )

څوک چې هر سهار اوه عجوه ( د مدينې د خرماوو يو ډول دی ) خرماوې يا کجورې وخوري ، په هغه ورځ به ده ته ګوډې او زهر ضرر و نه رسوي .

چې دا د مرض د وقوع نه مخکې د وقايې يو صريح دليل دی .

واکسين هم د مرض د مبتلاء کيدو نه مخکې وقايوي درملنه ده لکه د فلج واکسين ، د تور زيړې واکسين او داسې نور .

چې ددې واکسينو د صحت او جوانبي عوارضو مسئوليت مسلمانانو ډاکټرانو ته متوجه دی .

معاصر فقها‌ء په اړه ليکي :

لا بأس بالتداوي إذا خشي وقوع الداء لوجود وباء أو أسباب أخرى يخشى من وقوع الداء بسببها : فلا بأس بتعاطي الدواء لدفع البلاء الذي يخشى منه لقول النبي صلى الله عليه وسلم في الحديث الصحيح : ” من تصبح بسبع تمرات من تمر المدينة لم يضره سحر ولا سم ” ، وهذا من باب دفع البلاء قبل وقوعه فهكذا إذا خشي من مرض وطُعم ضد الوباء الواقع في البلد أو في أي مكان لا بأس بذلك من باب الدفاع كما يعالج المرض النازل بالدواء .

ومن المسائل المتعلقة بالأوبئة والأمراض المعدية : حُكم أخذ اللقاح الذي يعطى من أجل الوقاية من هذه الأمراض ، فنقول : اللقاح الذي يُعطى على نوعين :
النوع الأول : ما عرف أثره بالتجربة أنه يقي بإذن الله من هذا المرض ، ومثل هذا له أحكام العلاج وهو نوع من أنواع العلاج ؛ وذلك لدخوله في قوله صلى الله عليه وسلم ( تداووا ) ، فيأخذ حكم التداوي ، وبعض الفقهاء استشكل أخذ اللقاح وقال : إن هذا اللقاح مرض مخفَّف يُنقل إلى الجسد ليتمكن الجسم من محاربة المرض الثقيل ( ليتعود البدن على مقاومة المرض ) ، قالوا : فكيف نستجيز إدخال مرض إلى الجسد ؟ والأظهر : أن هذا العمل لا حرج فيه ، بل هو من القربات ؛ لأن إدخال الضرر هنا لا يترتب عليه ضرر بل يترتب عليه مصلحة لوقاية متعاطي هذا اللقاح من المرض الشديد ، فهذا دليل على عدم المنع من أخذ هذا اللقاح “

. ومنها : ما أجمع عليه الناس ، مِن الأكل ، والشرب ليتقي شرَّ الجوع ، والعطش ، ولبس الثياب الصفيقة ، وثياب الصوف ليتقي فيها شرَّ البرد ، ولبس المجاهد للدرع ، وأخذه السلاح ليتقي به شرَّ الأعداء ، فهذا اتقاء للمرض قبل وقوعه ، وقد اتفق عليه جميع الخلق” انتهى من” فوائد في العقيدة ” ( 18 )

(جامه عثمان بن عفان ، الموسوعة العربية العالمية ، فتاوي ابن باز ۲۱/۶ )

    اسلامې لارښود  https://dawat610.com

Print Friendly, PDF & Email

3 تبصرې

  1. زه باید په لنډه توګه د واکسینو په باره کی ووایم چی خپله واکسین د پولیو د وایروس یو نیم ژوندی وایروس دی یعنی خپله همدغه دوا چی د پولیو د واکسینو په نوم یادیږی خپله وایروس دی خو نیم ژوندی پدې معنی د مرض د تولید توانایی نلری بلکی په بدن کې دفاعی سیستم دی ته اماده کوی که خدای ناخواسته دغه ډول ویروس ورته راشی نو له هغه سره به پوره تیاری وی او ناروغی به مخکی له وقوع خنثی شی که نه په تفصیل یی بیا ډیر معلومات شته دی چی باید ولیکل شی که کفایت نه کوی بیا هم راته ولیکی چی بیا پدې اړوند زه نور معلومات هم درکړم
    مننه
    رحیمی

    • ښاغلی ډاکټر صاحب ډيره مننه
      که تاسې وخت و لرئ او زمونږ ته د واکسينو په باره کې نور معلومات راکړئ ډير به ښه وي ځکه مونږ په دې نه پوهيږو چې واکسين څه ډول ترکيب لري او د انسان په بدن کې څه ډول فعاليت کوي او همدارنګه د ماشومانو د پاره کوم کوم ډول واکسين کارول کيږي او د دغو واکسينو دندې او کټې څه دي ؟
      و السلام عليکم

  2. السلام علیکم!
    د واکسین په هکله مختصر معلومات:
    واکسین څه شی دی؟
    زه به کوښښ وکړم چی په ډیرو ساده الفاظو سره یی شرح کړم:
    واکسین هغه نیم مړ یا نیم ژوندۍ مکروب دی یا هغه وسیله ده چی په هغی سره د انسان د وجود دفاعی نظام تنبه کیږی (راویښیږی) چی د انسان بدن ددی په نتیجه کی خاص عساکر رامنځته کوی چی دا عساکر ځان د ورته مکروبونو د راتلونکو بریدونو یا حملو لپاره چمتو کوی تر څو بدن د هغوی له ضرر او تخریب څخه وژغوری.

    مثال به د ګزڼ یا فلج یا پولیو په هکله ورکړو:
    پولیو یو ډول ناروغی ده چی په ماشومانو کی رامنځ ته کیږی (له ۵ کلونو څخه به وړو ماشومانو کی) او د هغوی د مؤقتی او یا تل پاتی معیوبیت (فلج یاګزڼ) لامل کیږی. دا ناروغی د یو ډول مکروب په ذریعه چی پولیو وایرس ورته وایی رامنځته کیږی. دا د پولیو وایرس یا مکروب د پولیو اخته ماشوم په غایطه موادو کی شتون لری چی بیا د همدی غایطه موادو له لاری (د حفظ الصحی د نه مراعت له کبله) د روغ ماشوم د خولی یا پوزی له لاری د هغه و بدن ته ننوځی. په ستونی کی دا مکروب وده کوی او شمیر یی نور هم ډیریږی او بیا د لمف (یو شان سپین رنګه مایع ده په بدن کی او ځانته لاری یا نلونه لری) له لاری وینی او د وینی له لاری ځان عصبی سیستم ته رسوی. هلته حرکی عصبی حجری تر برید لاندی نیسی او له منځه یی وړی چی په پایله کی یی د ماشومانو د لاسونو او پښوو د کږوالی او معیوبیت لامل ګرځی.
    وایرس: (د مکروبونو هغه ډول دی چی کامله حجره نده بلکه د حجروی تیزابو له یوی برخی څخه (آر این اې او یا ډي این اې) څخه جوړ شویدی چی دوا هم تر ډیره بریده اثر نه پری کوی. د ایډز وایرس، د ریزش وایرس، د زیړی وایرس او داسی نور)
    د پولیو واکسین: د پولیو واکسین د پولیو د مکروب څخه جوړیږی. مکروبونه دوه برخی لری: ۱. تخریبی دستګاه: چی بدن تخریبوی او ناروغی رامنځته کیږی، ۲. د بدن ویښوونکی دستګاه: چی ناروغی نه رامنځته کوی بلکه د انسان د بدن د دفاعی نظام یا سیستم د ویښوی. د واکسین جوړولو لپاره دا مکروبونه رانیسی او د هغوی هغه تخریبی دستګاه ترینه لری کوی یواځی ویښوونکی دستګاه یی پاتی کیږی چی همدی ته واکسین وایی. نو کله چی دا نیم ژوندی یا نیم مړ مکروب د انسان بدن ته د واکسین په نامه د خولی له لاری داخل شی نو هلته د ناروغی د تولید لامل نشی ګرځیدۍ ځکه چی هغه د ناروغی د تولید دستګاه ترینه لری شوی نو یواځی د انسان د بدن دفاعی نظام را بیداره کوی چی دا دفاعی نظام ژر ژر ددی مکروب په مقابل کی خاص عسکر جوړوی او دا مکروبونه پری له منځه وړی. دا عسکر بیا همدغسی په بدن کی تر آخره بیداره پاتی کیږی نو که په راتلونکی کی د پولیو ژوندی مکروبونه د روغ ماشوم بدن ته ننوځی نو څرنګه چی ماشوم له مخکی نه واکسین اخیستۍ او عسکر یی د همدی مکروب لپاره تیارسی ولاړ دی نو دا مکروبونه ژر ژر د همدی عسکرو په مټ له منځه ځی او ناروغ الله تعالی له ناروغۍ څخه ژغوري.
    واکسینونه بیل بیل ډولونه لری لکه څرنګه چی د بیلو بیلو ناروغیو لپاره بیلابیل مکروبونه شته همدغسی د هری ناروغی لپاره بیل ډول واکسین شته لکه د ریزش واکسین، د ژیړي واکسین، د شري، سرخکانو واکسین او داسی نور.

    والسلام علیکم