د کافرې سره د اسلام راوړلو په شرط نکاح جايزه ده ؟

د اسلامې لارښود چلوونکو ! زه يوه ډيره مهمه پښتنه لرم هېله ده چې تفصيلي ځواب يې راکړي تر څو زه له دغه مشکل څخه خلاص شم او غاړه مې بنده نشي.
محترما پښتنه پدي ډول ده چې زه دلته په بريتانيا انگلستان کې ژوند کوم دلته ماسره په پوهنتون (يونورسټي) کې په يو صنف کې يوه غير مسلمه جلۍ (پېغله) ده هغه ما سره ډيره زياته مېنه کوي او هر وخت ماته وايي چې که ته له ماسره واده کوي نو زه ديته تياره يم چې مسلمانه شم مگر زه په افغانستان کې کوژده شوي يم يعني په افغانستان يوه جلي ( پيغله ) زما په نوم ده او کوژده مې ورسره شويده نو اوس زه حيران يم که چرته زه لدي سره واده وکړم نو په افغانستان کې راته مشکل جوړيږي او که لدي سره واده نه کوم داسي نه چې غاړه مې بنده نشي هغه ځکه چې ددې غير مسلمي پيغلي داشرط دي چې زه ورسره واده وکړم نو هغه مسلمانيږي او که ويي نه کړم نو وايي چې نه مسلمانيږم اوس زه په دوو کې حيران يم چې څه وکړم او کومه لار خپله کړم د اسلام په چوکاټ کې راته يوه لار وښايي تر څو غاړه مې هم بنده نشي او مشکل مې هم حل شي مهمه خبره داده چې دغه غير مسلمه پيغله ديته حاضره نده چې مسلمانه شي او بيا کوم بل مسلمان هلک سره واده وکړي د هغي د مسلمانيدو يواځي شرط دادي چې زه ورسره واده وکړم .
خداى شته استخاره مې هم وکړه خو بيا هم په دوو کې حېران يم د مهرباني لمخي راته يوه داسي لار وښايي چې د دواړو جهانونو کاميابي مو پکې وي او که چرته زه له دي غير مسلمي پيغلي سره واده ونکړم نو ايا زما غاړه خو به بنديږي نه او خداي خو به ما په دغه کارسره ملامته کوي نه .
ډير مننه ستاسې د ارزښتناک ځواب په تمه
ستاسې کشر ورور- انګلسان

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : دا چې په اسلامې شريعت کې د نامحرمو ښځو سره اختلاط ، ملګري کول ، ارتباط او مينه کول حرام دي .

الله جل جلا له  مؤمنانو ته حکم کړی چې : وَلاَ تَقْرَبُواْ الزِّنَى (اسراء ۳۲ )

يعنې زنا ته مه نږدې کيږئ ، د زنا د نږدېوالی اسباب د بيګانه ښځو سره نا مشروع ارتباطات ، اختلاط او بې حجابې ده .

ځکه چې : إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاء سَبِيلاً – يقناً چې (زنا) فاحش عمل او بده لاره ده .

او زنا د قتل نه وروسته لويه ګناه ده .

 وَالَّذِينَ لا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا ءَاخَرَ وَلا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلا بِالْحَقِّ وَلا يَزْنُونَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا 68 يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا69

ژباړه : او هغه خلك چې نه بولي له الله پرته بل معبود او څوک نه وژني هغه چې حرام کړی الله مګر په حق سره ، او نه کوي زنا او څوک چې دا کار وکړي نو هغه ښکيل شو په ګناه کې دوه چنده به وي هغه لره عذاب په ورځ د قيامت او پروت به وي په هغه عذاب کې سپک شوی .

نو ځکه د زنا د اسبابو څخه ځان وساتئ چې زنا ډير ناوړه او سپک عمل دی .

د نامشروع ارتباطاتو آخري پايله مجازي عشق او يا زنا ده او د نامشروع ارتباطاتو د وجې د نکاح ثمره هم خراب وي ځکه چې د هغه حواس او خيالات بې واکه او بې کنترول وي ، کيدای شي بله ورځ په خپلو شيطاني او بې واکه خيالاتو کې بل کس په نظر ښه ورغلی وي او بيا به د عشق د مرض او درد څه ثمره نه وي . نو مسلمان بايد له داسې ارتباطاتو ځان کلک وساتي .

دوهم : د کافرې ښځې سره تر هغه پوري نکاح کول جواز نه لري تر څو ايمان را نه وړي ، داسې کول جايز نه دي چې نکاح به ور سره وکړم او بيا به په کراره کراره دعوت ور کوم ، بلکي نکاح کول هغه وخت جايز دي چې هغې د اسلام ښکاره اعلان کړی وي .

قوله تعالی : وَلاَ تَنكِحُواْ الْمُشْرِكَاتِ حَتَّى يُؤْمِنَّ – يعني : او تاسې مشرکې ښځې تر هغه پورې په نکاح مه اخلئ تر څو ايمان راوړي .

دریم : ستا د پاره مسلمانه افغانه که څه هم په فيشن کې به د ارپا له نجونو کمه وي خو په ديندارۍ ، حيا او غيرت کې به تر هغې ډيره غوره وي بهتره ده ځکه چې قرآنکريم يې داسې فيصله کړې ده .

وَلأَمَةٌ مُّؤْمِنَةٌ خَيْرٌ مِّن مُّشْرِكَةٍ وَلَوْ أَعْجَبَتْكُمْ – ترجمه : يقيناً مؤمنه وينځه (له آزادې ) مشرکې نه غوره ده که څه هم هغه تاسې ته ښه ښکاره شي .

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

4 تعليقات

  1. دپولیو پبارہ کی شرعی اوطبی معلوماتکہ درسروی نو یے راکہ

  2. ستاسو مطلب د پوليو واکسين دي ؟

  3. او پوليو واکسين : محترمه الله دي د دي كړاو اجرونه در کړې

  4. د اسلامې لارښود چلوونکو ! زه يوه ډيره مهمه پښتنه لرم هېله ده چې تفصيلي ځواب يې راکړي :که چرته اهلی کتاب وی لکه ، عیسوی ، سنگه نکاح ورسره کیگی مخکی له دی چی هغه مسلمانه نوی
    ځواب https://dawat610.com/archives/2667