اشعار او اناشيد شرعاً څه حکم لري ؟

 السلام علیکم ورحمة الله وبركاته! ګرانه  روره څنګه یاست. د سلام او جوړ خیر نه پس تاسو نه د شریعت په رڼا کښې یو پوښتنه لرم هیله چی ځواب به ې راته راکړې.
پوښتنه: آیا په اسلام کښی شاعری جائز ده؟
او که جائز ده نو څه رنګ کول پکار دې. او ددی آیت په تفصیل سره ځواب غواړم “والشعراء یتبعهم الغاؤن”

کريم افغان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اناشيد او اشعار لکه خبرې داسې وي چې خبرې ښی او بدې وي .

کوم اشعار چې د خير د دعوت ، د جهاد د تشويق او د منکراتو د غندلو د پاره وي په اتفاق د څلورو واړو مذاهبو  مباح دي ځکه داسې ډول اشعار او اناشيد صحابه کرامو رضی الله عنهم هم ويلي دي .

عَنْ أَنَس رضی الله عنه قال: خَرَجَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم إِلَى الْخَنْدَقِ فَإِذَا الْمُهَاجِرُونَ وَالأَنْصَارُ يَحْفِرُونَ فِي غَدَاةٍ بَارِدَةٍ، فَلَمْ يَكُنْ لَهُمْ عَبِيدٌ يَعْمَلُونَ ذَلِكَ لَهُمْ، فَلَمَّا رَأَى مَا بِهِمْ مِنَ النَّصَبِ وَالْجُوعِ قَالَ:«اللَّهُمَّ إِنَّ الْعَيْشَ عَيْشُ الآخِرَهْ    فَاغْفِرْ لِلأَنْصَارِ وَالْمُهَاجِرَهْ »

فَقَالُوا مُجِيبِينَ لَهُ:

 نَحْنُ الَّذِينَ بَايَعُوا مُحَمَّدَا        عَلَى الْجِهَادِ مَا بَقِينَا أَبَدَا. (رواه بخارى:رح )

ژباړه : انس رضی الله عنه وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم د خندق طرف ته لاړ مهاجرين او انصار يې وليدل چې سبا وختي په يخ کې د خندق په کيندلو اخته دي هغوی مزدوران نه لرل چې دوی ته یې دا کار تر سره کړی وای .

کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  د دوی لوږه او ستړتيا وليده ويې فرمايل ای خدایه ! (ژوند خو همغه د آخرت ژوند دی نو مهاجرين او انصار وبخښې )

هغوی د آنحضرت صلی الله عليه وسلم په ځواب کې وويل : مونږ هغه کسان يو چې هميشه د پاره او څو چې ژوندې يو له محمد صلی الله عليه وسلم سره مو په جهاد بيعت کړی دی .

خو په شرط ددې چې اشعار ويل به څوک اصلی دنده نه ګرځوي تر څو د الله جل جلا له  د ذکر او ياد څخه غافله شي .

مګر هغه اشعار او تراني چې په هغه کې صريح درواغ ، بهتان ، حرام او منکر عمل ته دعوت و غيره وي حرام دي

په قرآن او سنتو کې چې د شعر کوم مذيمت بيان شوی دی هغه همدا حرام اشعار دی

وَالشُّعَرَاء يَتَّبِعُهُمُ الْغَاوُونَ 224 أَلَمْ تَرَ أَنَّهُمْ فِي كُلِّ وَادٍ يَهِيمُونَ 225 وَأَنَّهُمْ يَقُولُونَ مَا لاَ يَفْعَلُونَ 226 (الشعراء)

ژباړه : او د شاعرانو پيروي ګمراهان خلک کوي ، ايا ته نه وينې دوی چې هغوی په هر وادي کې سرګردانه ګرځي .

همدارنګه ځنې صوفيان چې له اشعارو او نعت شريف سره ، د موسيقۍ آلات لکه دهول ، رباب و غيره کاروي حرام دي

مفتی کفايت الله دهلوي (رح ) په اړه داسې ليکي :

سماع متعارف يعنی قوالی د ډهول ،سيتار ، سورنی وغيره سره د شرعيه محرماتو څخه دی او عامو او خاصو لپاره ناجائز دي .

اشعار او نعت خواني  د موسيقی له آلاتو سره دا ټول شرعاً منع او بدعت دی کل بدعة ضلالة ، بدعت ته رواج ورکونکی ،په هغه کې شريک کيدونکی او اوريدونکی ټول فاسيقان دي (کفايت المفتي دوهم جلد ص ۹۹ ) .

کذا فی الهدایه ص ۱۴۶ :

السماع وقول و رقص الذی يفعله المتصوفة فی زماننا حرام لایجوز القصد الیه والجلوس علیه وهو الغناء والمزامير سواء .

كَذَا في التَّتَارْخَانِيَّة قال رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى السَّمَاعُ وَالْقَوْلُ وَالرَّقْصُ الذي يَفْعَلُهُ الْمُتَصَوِّفَةُ في زَمَانِنَا حَرَامٌ لَا يَجُوزُ الْقَصْدُ إلَيْهِ وَالْجُلُوسُ عليه وهو وَالْغِنَاءُ وَالْمَزَامِيرُ سَوَاءٌ (فتاوی هنديه 5/351 ) .

الملاهي نوعان محرم وهو الآلات المطربة من غير غناء كالمزمار سواء كان من عود أو قصب كالشبابة أو غيره كالعود والطنبور لما روى أبو أمامة أنه عليه الصلاة والسلام قال إن الله تعالى بعثني رحمة للعالمين وأمرني بمحق لمعازف ولمزامير ولأنه مطرب مصد عن ذكر الله
والنوع الثاني مباح وهو الدف في النكاح وفي معناه ما كان من حادث سرور ويكره في غيره لما روي عن عمر رضي الله تعالى عنه أنه لما سمع صوت الدف بعث فنظر فإنه كان في وليمة سكت وإن كان في غيره عمده بالدرة وهو مكروه للرجال على كل حال للتشبه بالنساء (ردالمختار درالمختار 7/153 ) .

زمونږ په زمانه د ځنو صوفيانو (قوالی +د موسيقي آلات ) رقص کول حرام دی په هغه کې ګډون او ناستی حرام دی او د موسيقي سره برابر دي .(هنديه )

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email