د ژوند ستړتيا شاته وغورځوه !

که څوک پر يوه اړخ  ژوند تيروي نو هرومرو ستړی کيږي ځکه انسان په طبعي ډول پر يوه اړخ پاتې کيدل نه خوښوي بلکي يو او بل لور ته ميلان کوي ، همدا لا امل دی چې الله جل جلا له  د کايناتو په ذره ذره کې بدلون ايښی دی لکه زمان تغير مومي او مکان هم تغير مومي په ماکولاتو ، مشروباتو او مخلوقاتو کې اختلاف دی يعنې بيلابيل ډولونه لري .

همدا شان شپې او ورځې ته وګورئ ، که غرونو ته ځير شئ نو هم وينئ چې ځنې غرونه لغړ او ځنې شنه او سمسور وي ، انسانانو ته وګورئ چې څه سره ، سپين او تور دي ، همدا شان په اوبو کې هم تودې ، يخې ، خوږې ، تروشي او ترخې شته چې دا خپله اختلاف ښيي او الله جل جلا له  دغه اختلاف د خپل ربوبيت نښه بولي لکه چې فرمايي :

ثُمَّ كُلِي مِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ فَاسْلُكِي سُبُلَ رَبِّكِ ذُلُلاً يَخْرُجُ مِن بُطُونِهَا شَرَابٌ مُّخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ فِيهِ شِفَاء لِلنَّاسِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَةً لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ

(النحل ۶۹ ) .

ژباړه : بيا له بيلابيلو ميوو څخه خورئ او له هغو لارو څخه ځئ چې ستاسې رب درته هوارې کړې دي ، د هغو له ګيډو څخه د بيلا بيلو رنګونو د څښلو شی وځي چې په هغه کې خلکو ته شفا ده . بې شکه چې په دې کې د هغه قوم لپاره چې فکر کوي يوه نښانه ده .

وَهُوَ الَّذِيَ أَنزَلَ مِنَ السَّمَاء مَاء فَأَخْرَجْنَا بِهِ نَبَاتَ كُلِّ شَيْءٍ فَأَخْرَجْنَا مِنْهُ خَضِرًا نُّخْرِجُ مِنْهُ حَبًّا مُّتَرَاكِبًا وَمِنَ النَّخْلِ مِن طَلْعِهَا قِنْوَانٌ دَانِيَةٌ وَجَنَّاتٍ مِّنْ أَعْنَابٍ وَالزَّيْتُونَ وَالرُّمَّانَ مُشْتَبِهًا وَغَيْرَ مُتَشَابِهٍ انظُرُواْ إِلِى ثَمَرِهِ إِذَا أَثْمَرَ وَيَنْعِهِ إِنَّ فِي ذَلِكُمْ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ (الانعام ۹۹ ) .

ژباړه : او دغه (الله) همغه ذات دی چې له طرف د آسمان يې اوبه را کوزې کړې او بيا مونږ د هغه په وسيله ټول زرغونېدونکي شيان را ايستلي او بيا مو له هغه څخه شين (کښت) را ايستلی دی چې هغه يو په بل سپرې دانې را وباسو او له خرما څخه د هغه له غوټۍ څخه (د هغه د زيات حاصل له کبله ) ځمکې ته نږدې وږې را باسو او (همدا راز ) د انګورو او زيتونو او انارو باغونه مو (پيدا کړل ) چې ( دغه ميوې يې په شکل ، رنګ او نورو کې ) سره ورته دي خو (په مزه کې ) سره توپير لري . او د هغو ميوو ته وګورئ کله چې حاصل راوړي او (وګورئ ) د هغې پوخوالی ته . بې شکه په (ټولو ) دغو شيانو کې د ايمان د څښتنانو لپاره ( د الله جل جلا له  د قدرت او وحدت ) نښاني دي .

وَمِنَ الْجِبَالِ جُدَدٌ بِيضٌ وَحُمْرٌ مُّخْتَلِفٌ أَلْوَانُهَا وَغَرَابِيبُ سُودٌ (فاطر ۲۷ )

ژباړه : او په غرونو کې داسې لارې (برخې برخې ) دي چې (د ځنو ) رنګونه سپين او ځنې يې سرې دي او ځنې هم تکې تورې .

همدا شان که څوک عبادتونو ته ځير شي عبادت هم يو شان نه دی بلکي کڼ ډولونه لري لکه عملي ، قولي او قلبي چې ځنې يې بدني لکه لمونځ ، جهاد ، روژه او ځنې مالي لکه زکات او ځنې مالي او بدني لکه حج او همدارنګه په لمانځه قيام ، سجده ، جلسه او قومه وي .

نو که څوک غواړي چې تل خوښ او تازه ووسي د ژوند په چارو کې ستړې نه شي نو په کار ده چې د ژوند چارې متنوع او ډول ډول کړي ، د عبادت وخت ،د کار وخت او د هغه اندازه ، د خوراک وخت ، د خوب وخت ، د تفريح او آرام وختونه په نظر ونيول شي .

دوکتور عائض القرني

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email