د صدقه فطر او کوچنی اختر احکام

 

دفطرصدقی ( سرسايی ) لڼد بيان
دفطردصدقی معنی :
دفطرلغوی معنی ده روژه ماتول اودفطرصدقی معنی ده د روژی ماتولو صدقه اوپه اصطلاح کی دفطرله صدقی نه مراد هغه واجبه صدقه ده چی د روژی دمبارکی مياشتی په ختميدو اوروژی ماتولو باندی ورکول کيږی .
 
دفطر دصدقی حکمت او ګټی :
اول داچه کله مسلمان د رمضان روژه ونيسی نو دده په زړه کی خوشحالی او د الله (ج) دشکر جذبه پيداشی چه شکر خدايه ستا په فضل می د رمضان روژه ونيوله نو دغه صدقه فطر به يوه شکرانه شی د غريبو اوبی وسو به امداد ورباندی وشی .
دوهم داچه که په روژه کی له سړی څخه څه خطاګانی شوی وی نو صدقه فطر به د هغه کفاره شی .
دحضرت عباس (رض) نه روايت دی چه (( رسول الله (ص) دفطرصدقه ددی لپاره مقرره کړی ده چه هغه روژه نيوونکی د عبثو او بی ګټی کارونو اودبی حياله لغزشونو څخه پاک کړی او دغريبو بی وسو دخوراک څښاک څه چاره وشی ، نو څوک چه د اختر دلمانځه نه مخکی سرسايه ورکړی هغه به د قبليدو غزت تر لاسه کړی او څوک يی چی د اختر تر لمانځه ورسته ورکړی هغه به د يوه عام خيرات اوصدقی په شان وی )) . (ابوداود، ابن ماجه )
دفطرصدقی حکم :
دفطر صدقه په هر هغه مسلمان سړی ،ښځه او نابالغ باندی واجب ده چی د خپلو اصلی ضرورتونو علاوه دومره مال لرونکی وی چه دزکات نصاب ته ورسيږی  داچی پردغه مال باندی زکات واجبيږی او که نه  ،هغه که سره زر يا سپين زر ،نقدی پيسی يا دضرورت نه علاوه دومره سامان  مثلاً قيمتی جامی ، لوښی ،ميزاوچوکی او داسی نور  وی که څه هم چه په سامان باندی زکات نشته ، چه د هغه قيمت د زکات نصاب ته ورسيږی چه د زکات نصاب ۲۰۰ درهم سپين زر چه له ۵۹۵ ګرامه سره برابريږی ديوه ګرام قيمت  دکابل په بازار کی تقريباً ۵۰ افغانی دی  نو ۲۹۷۵۰ يا تقريباً ۳۰۰۰۰ افغانی د زکات نصاب دی .
يا داوسيدو له کور څخه علاوه بل کور ولری خالی پروت وی يا په کرايه ورکړی وی چه قيمت ۳۰۰۰۰ افغانيو ته ورسيږی فطر صدقه ورباندی واجبه ده .
درسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاد دی : (( خبر اوسی ! دفطر صدقه پر هر مسلمان باندی واجب ده ،هغه نر وی که ښځه ،آزاد وی که مريی بالغ وی که نابالغ )) . (ترمذی )
 
دفطرصدقی داداکيدو وخت :
دصدقه فطر دادا کولو وخت خو داختر دلمانځه نه مخکی دی ليکن غوره داده چه داختر څخه دوه څلور ورځی مخکی اداء شی دپاره ددی چه مستحقين په دی سره خپل ضروريات پوره کړی او د اختر لپاره به دوی هم څه برابر کړی وی .
خوضرور ده چه د اختر تر لمانځه مخکی ورکړ شی .
 
صدقه فطر دکومو خلکو د طرف نه ورکول واجب دی :
په کومو کسانو چه صدقه فطر واجب ده هغه به د خپل ځان او خپل نابالغه اولاد صدقه فطر ورکوی .
په مور باندی د اولاد صدقه فطر لازمه نده ، همدارنګه دښځی او بالغ صدقه فطر پر سړی لازمه نده که ښځه وس ولری که خپله صدقه پخپله ورکړی ثواب لری او که وس ونه لری نو بيا دهغه خاوند دخپلی بی بی صدقه فطر ورکوی .
دفطردصدقی اندازه :
دفطر صدقی مقدار ۱.۱۱۰ يو کلو او يوسل لس ګرامه غنم دی
 
 
 
Print Friendly, PDF & Email
(Visited 96 times, 1 visits today)