مروجې فاتحه خوانۍ په اسلام کې څه اصل نه لري

سلامونه اونیکی هیلی وړاندی کوم ستاسو حضورته
محترما دمړی فاتحه په اسلام کی څه حکم لری لفطا واضح یی کړی

امير محمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د تعزيت (تسلی او غمرازی ) تعريف :

د مړي قريبانو ته د صبر تلقين کولو ،ډاډ اوخواخوږی کلمات ويلو، د همدردۍ اوغمشريکی اظهارولو د هغوی غم او فکر غلطولو او د مړي په حق کې بخښنی دعا کولو ته تعزيت وايي .

د تغزيت موده او طريقه :

د احنافو په نزد د مړې اقاريبو ته تسليت ورکول مستحب دي ، د تغريت موده د مرګ نه شروع تر دريو ورځو پورې او د دريو ورځو وروسته مکروه ده ، البته د غايبو او مسافرو د پاره د دريو ورځو قيد نشته .

دليل دا حديث شريف دی : لا يحل لامرأة تؤمن بالله واليوم الآخر أن تحد على ميت فوق ثلاث , إلا على زوج : أربعة أشهر وعشرا  (البخاري ۱۲۸۰ ) .

همدارنګه مستحبه ده چې د مړي کور ته دری ورځي خوراک وليګل شي .

لقوله صلى اللّه عليه وسلم: “اصنعوا لآل جعفر طعاماً، فقد جاءهم ما يشغلهم”، ويلح عليهم في الأكل، لأن الحزن قد يمنعهم منه .

د تسليت د ورکولو د پاره څه خاص الفاظ نشته بلکي هر کس به د خپل حال سره مناسب تسليت ورکولای شي ، خو مستحبه دا ده چې مصيبت واله ته وويل شي : الله جل جلا له  دې ستا مړي ته بخښنه وکړي ، الله جل جلا له  د هغه ګناهونه و بخښي او الله جل جلا له  خپل رحمت ور باندې نازل کړي ، الله جل جلا له  دې تاسې ته په مصيبت باندې د صبر کولو توان درکړي .. او داسې نور

التعزيه * التعزيه لصاحب المصيبة مندوبة، ووقتها من حين الموت إلى ثلاثة أيام، وتكره بعد ذلك، إلا إذا كان المعزِّي أو المعزَّى غائباً، فإنها لا تكره حينئذ بعد ثلاثة أيام؛ وليس للتعزيه صيغة خاصة؛ بل يعزي كل واحد بما يناسب حاله، وهذا متفق عليه إلا عند الحنفية، فانظر مذهبهم تحت الخط (الحنفية قالوا: يستحب أن يقال للمصاب: “غفر اللّه تعالى لميتك. وتجاوز عنه وتعمده برحمتك، ورزقتك الصبر على مصيبته، وآجرك على موته، وأحسن صيغة في هذا الباب صيغة رسول اللّه صلى اللّه عليه وسلم “إن للّه ما أخذ؛ وله ما أعطى، وكل شيء عنده بأجل مسمى” فيحسن أن يضيفها إلى ما ذكر)، والأولى أن تكون التعزيه بعد الدفن، (الفقه علی المذاهب الاربعة ) .

فاتحه خواني څه ته وايي :

په ځنو مناطقو کې داسې رواج دی چې د مړي د ايصال ثواب د پاره څه حلوا يا نور خوراک برابر کړي بيا هغه د عالم او يا قاري مخې ته ږدي هغه فاتحه او څه نور سورتونه ور باندې وايی او بيا يې جمع شويو خلکو ته ورکوي .

ددې فاتحه خواني په اسلام کې هيڅ اصل نشته واجب ترک عمل دی (کفايت المفتي ج ۱ / ۲۵۴ ) .

همدارنګه زمونږ په ټولنه کې چې د فاتحې کوم رواج دی داسې چې خلک د فاتحې د پاره را غوښتل کيږي ، قاريان کينول کيږي او سورتونه وايي ، د جمع شويو خلکو د پاره د خوراک انتظام کيږي بدعت دی په اسلام هيڅ اصل نه لري ، کچيرې د مړي په ورثه کې کوم ضغير وي چې بلوغ ته نه وي رسيدلی د طعام برابرول حرام دي .

و فی البزازية و يکره اتخاذ الطعام فی الیوم الاول و الثالث و بعد الاسبوع و نقل الطعام الی القبر فی المواسم ، و اتخاذ الدعوة لقراءة القرآن و جمع صلحا ، و القراء للختم ( الدرمحتار ۲/ ۲۴۰ ، مطلب فی کراهية الضيافة ) .

مبحث ذبح الذبائح، وعمل الأطعمة في المآتم * ومن البدع المكروهة ما يفعل الآن من ذبح الذبائح عند خروج الميت، من البيت، أو عند القبر، وإعداد الطعام لمن يجتمع للتعزيه: وتقديمه لهم كما يفعل ذلك في الأفراح ومحافل السرور وإذا كان في الورثة قاصر عن درجة البلوغ، حرم إعداد الطعام وتقديمه ( فقه علی الامذاهبة الاربعة )

(فتاوی علماء البلدالحرام ۷/۳۴۲ ) ، (فتاوي داالعلوم ديوبند ج۱ ص ۵۲ )

 (کفايت المفتي ج ۱ ص ۲۷۱ – النبراس شرح العقائد ص ۱۵ )

همدارنګه ايصال ثواب روح د مړي ته کار د خير او موجب د اجر دی مګر د ورځې ،نيټې ،دريمه ،څلويښتمه ،کال اوغيره مقررول نه دي په کار ( فتاوی دارالعلوم ديوبند ج۱صفحه ۴۷ ) .

و الله تعالی اعلم

تحقيق: آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email