رشوت په ټولنه کې عظيم فساد او ستره تباهي ده

رشوت په يوه ټولنه کې عظيم فساد او لويه تباهي ده ځکه د رشوت په وجه د الله جل جلا له  احکام ضايع او د بندګانو حقوق تر پښو لاندې کيږي د رشوت په وجه حق باطل ګرځي ، د رشوت په وجه سپين تور او تور سپين ګرځول کيږي .

په قرآنکريم کې رشوت ته باطل ويل شوی دی

قوله تعالی : وَلا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ وَتُدْلُوا بِهَا إِلَى الْحُكَّامِ لِتَأْكُلُوا فَرِيقاً مِنْ أَمْوَالِ النَّاسِ بِالْأِثْمِ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ (البقره ۱۸۸ ) .

ژباړه : او پخپلو منځو کې خپل مالونه په نا حقه سره مه خورئ په دې ډول چې هغه حاکمانو ته د رشوت په توګه ورکړئ څو په دې توګه د خلکو له مالونو يوه برخه په ناحقه سره وخورئ په داسې حال کې چې پوهيږئ (هم ) .

الله جل جلا له  د يهودو په مذمت کې فرمايي :

سَمَّاعُونَ لِلْكَذِبِ أَكَّالُونَ لِلسُّحْتِ فَإِن جَآؤُوكَ فَاحْكُم بَيْنَهُم أَوْ أَعْرِضْ عَنْهُمْ وَإِن تُعْرِضْ عَنْهُمْ فَلَن يَضُرُّوكَ شَيْئًا وَإِنْ حَكَمْتَ فَاحْكُم بَيْنَهُمْ بِالْقِسْطِ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ (المائده ۴۲ ) .

ژباړه : دوی د درواغو اوريدونکي او حرام خواره دي . نو که تا ته راغلل د دوی تر مينځ پرېکړه وکړه يا له دوی څخه مخ وګرځوه او که له دوی څخه مخ و ګرځوې نو تا ته به هيڅ زيان و نه رسوي . او که پرېکړه دې کوله نو د دوی تر مينځ په عدل پرېکړه وکړه . بې شکه چې الله جل جلا له  عدل کوونکي خوښوي .

د السحت تفسير عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه  الله عنه په رشوت سره کړی دی .

د رشوت د عظيم فساد په اړه رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي :

 لعن رسول الله صلى الله عليه وسلم الراشي والمرتشي ( مسند احمد ۴۷/۱۱ او سنن الترمذي ۱۳۳۷ ) .

يعنې رسول الله صلی الله عليه وسلم  په رشوت اخيستونکي او ورکونکي لعنت فرمايلی دی .

د رسول الله صلی الله عليه وسلم  لعنت د ښيرا په معنی دی يعني څوک چې رشوت اخلي هغوی دې د الله جل جلا له  د رحمت څخه لرې او محروم وي .

همدارنګه فرمايي : الراشي والمرتشي في النار ( الترغيب و الترهيب ۱۹۴/۳ ) .

يعنې : رشوت اخيستونکی او ورکونکی به دواړه په دوزخ کې وي .

په بل روايت کې راغلي : لا يدخل الجنة جسد غزى من حرام (السلسلة الصحيحة ۲۶۰۹ ).

جنت ته به داخل نه شي هغه بدن کوم چې په حرامو تغزيه شوی وي .

خو له بدمرغه دغه عظيم فساد زمونږ په ټولنه کې اوج ته رسيدلی ، پخوا به هم ځنو ضعيف الايمانه دا عمل تر سره کولو خو دې کله نه چې د افغان مظلوم ولس د نړيوال کفري حشر لخوا ونيول شو او واک يې داسې کسان ته وسپارلو چې هغوی نه دين او نه هيواد وفادار دي (ځکه د استعمار فورمول همدا دی چې واک به همداسې کسانو ته سپارې که داسې و نه کړي د دوی شوم اهداف نه شي تر سره کيدلای ) نو په ټولنه کې فساد او فجورو زور واخيست .

ټولو منافق صفته انسانانو ته ددې پوره شرايط برابر شول چې څه غواړي هغه وکړي ، د سود او قمار بانکونه جوړ شول او په علني ډول خلک سود ته ور بولي ، د فحشاء د خورولو د پاره فاحشه مديا په کار واچول شوه ، په لس ګونو تلويزيونونه ، راديوګانې ، ويبپانې او داسې نور په علني ډول د اسلام پر ضد خپروني او تبليغات کوي ، د بې شرمه او فاحشې موسيقي تعليماتي مراکز جوړ شول او تر ټولو عظيم فساد د رشوت عام کيدل دي .

رشوت دومره عظيم فساد دی چې تولنه له تباهی سره مخ کوي د ټولنې اساسات له مينځه وړي د ټولنې بيت المال او هستي هر څه تبا کوي .

رشوتخور هغه پست او ذليل سوالګر دی چه سره له دې چه الله جل جلا له ده ته لوی مقام ورکړی وي خو په دومره لوړ مقام کې به بياهم هغه يو سپک او ذليل سوالګر وي .

دغه مقام بيا هيڅ وخت هم په خپله اداره کې د فساد مخ نشي نيولای ځکه چه بيا د ده خپل د مردارو  ډک کچکول افشاه کيږي

دغه ذليل عمل اوس دومره ډير شوی چه اوسنۍ حکومت خو د افغانستان په ټول تاريخ  کې په فساد او رشوت خوری کې لومړی مقام لري  بيان  ته يې هيڅ حاجت نشته ځکه چه پدی باندی د نموړی اداری چارواکې هم قانع دي .

الله جل جلا له  دې زمونږ پر حال ورحميږي

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email