د ورځو ايستلو، خال وهلو احکام :
د ورځو د ويښتانو ايستل د مسلماني ښځې لپاره حرام دي . دغه کار که په هر شکل سره صورت ونيسي لنډول وي او يا ايستلو وي دغه ټول حرام دي همدارنګه د ښايست او زينت د پاره د غاښونو سوانول په غاښونو کې فاصلې جوړل حرام دي او همدارنګه خال وهل حرام دي.
او په داسې کسان د خدای جل جلا له لعنت دی :
لعن الله الواشمات والمستوشمات والنامصات والمتنمصات والمتفلجات للحسن المغيرات خلق الله (رواه بخاری ) .
الله تعالی لعنت کړی څوک چه خال وهی او هغه چه د خال وهلو خيال وکړي ،او هغه څوک چه وروځی نري جوړوي او هغه چې د وروځو د نری جوړولو خيال کوي ، او هغه څوک چه د ډول او ښاست لپاره د غاښونو تر منځ فاصلی جوړوي دا هغه کسان دی چه د خدای جل جلا له په خلقت کې تغير راولې .
د لعنت کليمه د سختې کبيره ګناه د پاره استعماليږي چې په دغه نا رواه پېشن او سينګار کې ناروا سينګار کوونکي ښځه او آرايشګاه دواړه شامل دي .
په اصل کې دغه کار د الله جل جلا له په پيدايښت کې تغير راوستل دي چې داسې کول حرام دي .
له بده مرغه نن ورځ ډيری ښځې په دغه خطرناک مرض او کبيره ګناه باندې اخته دي ، تر دې حده چې د ورځو ايستل يي دورځنيو واجباتو يو جز ګرځولی دی . خو که داسې وي چې خاوند خپلې ښځې ته د ورځو په ايستلو امر وکړي نو ښځې ته نه ده رواه چې د خپل خاوند امر پر ځای کړي ځکه چې دا په ګناه کولو باندې امر کول دی .
آن لاين اسلامې لارښود – د ښځو ځانګړي احکامو نادره لړۍ
ګرانو او محترومو هیله ده چی د غوږونو او پزې د سوری کولو به اړوند که لږ راته روښانه کړی چی روا دی او که نه روا ډېره مننه
ځواب
https://dawat610.com/archives/4145