د ذکر فوائد او ګټې

په ذکر کې تر سلو زياتې ګټې دي چې ابن القيم رحمه الله پخپل کتاب “الوابل الصيّب” کې ذکر کړی دي چې ځينې يې په لاندې ډول دي :

۱-  د الله تعالی رضا او خوښي.

۲-  د غم او پريشانۍ لريوالی د خوښۍ او خوشحالۍ راوستل .

لقوله سبحانه وتعالی :[الَّذِينَ آمَنُواْ وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللّهِ أَلاَبِذِكْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ] (الرعد: ۲۸)

۳- د زړه ، بدن او ايمان قوت ، زړه ته د الله (جل جلا له) د طرف نه د علم د دروازو پرانيستل .

۴- د زرق پراخي ، پس ذکر د دروازو پرانيستونکی دی .

۵- د ژبې مشغوليدل ، له غيبت او بې ګټې خبرو څخه نجات .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: « لا تُكْثِرُوا الكَلامَ بغَيْرِ ذِكْرِ اللَّه، فَإنَّ كَثْرَة الكَلامِ بِغَيْرِ ذِكْرِ اللَّه تَعالَى قَسْوةٌ لِلْقَلْب،وإنَّ أبْعَدَ النَّاسِ مِنَ اللَّهِ القَلبُ القَاسي » . (رواه الترمذي).

ژباړه : د الله تعالی د ذکر پرته ډېرې خبرې مه کوئ ، ځکه د الله تعالی د ذکر پرته ډيرې خبرې د زړه د کلکوالی سبب کيږي ، او  الله تعالی ته په خلکو کې تر ټولو لرې کس سخت زړی سړی دی.

۶- ملائکې د ذکر کونکو د پاره مغفرت غواړي .

لقوله سبحانه وتعالی: [وَيَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِينَ آمَنُوا] (غافر:۷).

ژباړه: او د مؤمنانو لپاره بخښنه غواړي .

۷- د زړه ژوندې کيدل او د نفاق څخه نجات .

۸- ذکر کونکی الله (جل جلا له)  ته محبوب دی او دی به خلکو ته محبوب وي .

۹- د ګناهونو محو او نابودي ځکه ذکر لویه نيکه ده او نېکي بدي له منځه وړي.

۱۰- د الله (جل جلا له)  د عذاب څخه نجات لکه څنګه چې معاذ مرفوعاً روايت کوي :

«ما عمل آدميّ عملاً أنجى له من عذاب الله عز وجل من ذكر الله تعالى» (رواه الإمام أحمد، وصححه المنذري في الترغيب، و صحيح الجامع)  .

ژباړه : هيڅ عمل انسان ته د الله د عذاب دومره نجات ورکونکی نه دی لکه ذکر .

۱۱- د قيامت په ورځ د پښېمانتيا نه نجات ځکه هغه وخت او مجلس چې په دنيا کې بغير له ذکر تير شوی وي سړی په به هغه باندې افسوس کوي .

۱۲- ذکر نظر نورو عباداتو ته آسانه دی او فضليت يې زيات دی .

۱۳- ذکر کونکي لره نور دی په دنيا کې نور دی په قبر کې او نور دی په حشر کې او نور دی پر پل صراط باندې.

۱۴- د زړه بيداري او د ايمان زياتوالی او قوت :

الله سبحانه وتعالی فرمايي:[إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ آيَاتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَاناً وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ](الأنفال:۲).

يعنې : یقيناً مؤمنان هغه کسان دي چې کله الله پاک  ياد کړ شي د دوی زړونه له (الله ) څخه وېرېږي او کله چې د الله پاک آيتونه پرې ولوستل شي نو د دوی ايمان لا پياوړی کوي او دوی پر خپل رب توکل کوي .

۱۵- ذکر د زړه شفا او درملنه ده او غفلت د زړه مرض دی نو خپل زړونه د الله (جل جلا له) په ذکر تداوي کړئ.

۱۶- ډير ذکر کول هغه که په لاره وي ، کور کې وي او سفر کې وي هغه ځايونه به د قيامت په ورځ په بنده باندې شاهدان وي .

۱۷- د زړه او مخ نوراني کيدل .

۱۸- په تنهايی کې د ذکر پر مهال ژړا کوونکی د قيامت په ورځ د عرش تر سيورې لاندې وي .

۱۹- د هېرې او غفلت څخه نجات .

۲۰- د شيطان د شر څخه نجات .

۲۱- د دوښمنانو پر وړاندې د نصرت وسيله .

۲۲- ذکر د شکر رأس دی چا چې ذکر وکړ هغه شکر ادا کړ .

۲۳- ذکر کول د زهد سبب ګرځي ، چې انسان ته له حب دنيا څخه نجات ورکوي او د آخرت طرف ته يې متوجه کوي .

 ۲۴- ذکر د زړه سختوالی له منځه وړي .

۲۵- د برکت د نزول سبب ګرځي .

۲۶- مشکلات او سختۍ کموي او د کارونو د آسانۍ سبب کرځي .

۲۷- د زړه د قوت سبب ګرځي .

۲۸- د الله تعالی په نزد غوره کس هغه دی چې ژبه يې په ذکر لمده وي .

۲۸- د زړه اراده او عزم قوي کوي .

۲۹- زړه غني ګرځوي او له حاجت څخه نجات ورکوي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email