ابوطالب ته د قریشو آخرنی پلاوی

رسول الله صلي الله علیه وسلم له نظر بندۍ خلاص او لکه پخوا یې خپل کار ته دوام ورکړ،قریشو که څه هم پریکون ختم کړي وو خو په مسلمانانو يې د تیري او تجاوز او د الله جل جلا له له لیارې څخه د منع کولو بد خوي لا نه وو پریښی.

او ابوطالب لا هماغه شان د وراره ساتنې ته ملاتړلې وه خو دا چې عمر یې له ۸۰ کلنۍ پورته او پرله پسې کړاوونو او ستونزو یې ملا کړوپه کړې وه او په ځانګړي ډول د نظربندۍ ماتوونکو ستونزو یې بندونه سست کړي وو او له نظر بندۍ نه څو میاشتې وروسته سخت مریض شو، دلته وو چې له قریشو سره ویره پیدا شوه که ابوطالب مړ شي نو دوي به خورا تورن شي چې له هغه وروسته یې وراره ته په بده سترګه وګوري نو هڅه یې وکړه چې باید د ابوطالب په ژوند کې له نبي صلي الله علیه وسلم سره روغه جوړه وکړي نو یو ټولي یې ابوطالب ته ولیږه چې د قریشو له لوري همدا آخرني پلاوي شو، په دې ۲۵ کسیز پلاوي کې د قوم مهم غړي شامل وو لکه عتبه بن ربیعه، ابوجهل ، امیة بن خلف او داسې نور.

جرګې ابوطالب ته وویل: ابوطالبه تاته معلومه ده چې ته مونږ کې کوم مقام لرې او ته سخت ناروغ یې مونږ در باندې ویریږو او تاته معلومه ده چې زمونږ او ستا د وراره تر منځ لویې ستونزې موجودې دي وراره دې را وغواړه له مونږ څخه دهغه او له هغه څخه زمونږ د پاره وعده واخله تر څو هغه مونږ پریږدي او مونږ هغه ، مونږ پوه شه او زمونږ دین او دي پوه شه او دین یې.

ابوطالب رسول الله صلي الله علیه وسلم را وغوښت او ورته یې وویل وراره جانه ! دا ستا د قوم مشران دي غواړي څه درکړي او څه  له تا نه واخي او بیا يې  دهغوي وړاندیزونه ورته وویل.

نبي صلي الله علیه وسلم ورته وفرمایل چې د یوې خبرې وعده تاسې را سره وکړي نو دعربو پاچاهي به مو په لاس او عجمیان به هم ټول ستاسې تابع شي، ټول هک پک حیران شول چې دا به څه خبره وي بالاخره ابوجهل وویل ښه دا کومه خبره ده؟

رسول الله صلي الله علیه وسلم ورته وفرمایل: لااله الا الله ووايي او بې له الله جل جلا له څخه نور خدایان پریږدئ.

مشرکینو لاسونه سره و پړکول او ویې ویل چې محمده ته غواړې ټول خدایان ورک او یو الله ومنل شي؟ عجیبه خبره کوې.

بیا یې سره وویل چې سوګند په الله دا سړي ستاسې یوه خبره هم نه مني ځي چې ځو د خپلو پلرونو په دین به ټینګ او وبه وینو چې الله زمونږ او د ده تر منځ څه پریکړه کوي او بیا سره خپاره شول.

الله جل جلا له د دوي په هکله لاندې ایتونه نازل کړل :

[ص وَالْقُرْآنِ ذِي الذِّكْرِ 1 بَلِ الَّذِينَ كَفَرُوا فِي عِزَّةٍ وَشِقَاقٍ 2 كَمْ أَهْلَكْنَا مِن قَبْلِهِم مِّن قَرْنٍ فَنَادَوْا وَلاَتَ حِينَ مَنَاصٍ 3 وَعَجِبُوا أَن جَاءهُم مُّنذِرٌ مِّنْهُمْ وَقَالَ الْكَافِرُونَ هَذَا سَاحِرٌ كَذَّابٌ 4 أَجَعَلَ الآلِهَةَ إِلَهًا وَاحِدًا إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ عُجَابٌ 5 وَانطَلَقَ الْمَلأُ مِنْهُمْ أَنِ امْشُوا وَاصْبِرُوا عَلَى آلِهَتِكُمْ إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ يُرَادُ 6 مَا سَمِعْنَا بِهَذَا فِي الْمِلَّةِ الآخِرَةِ إِنْ هَذَا إِلاَّ اخْتِلاَقٌ7 ]        

ژباړه:سوګند په له پند څخه ډک قرآن چې څوک کافران شوي په ډیر زیات غرور او بد بختۍ کې دي( دیته نو ګوري)چې مونږ څومره زیات قومونه له دوي څخه پخوا له منځه وړي دي هغوي چیغې وکړې(هغه وخت) چې د خلاصون فرصت نه وو پاتې دا ورته عجیبه خبره ښکاري چې د دوي له مینځ څخه ورته ډاروونکي راغي اوکافران وایې دا (ډاروونکي) لوي ساحر او غټ درواغجن دي، ایا ډیر خدایان په یوه خداي بدلوي دا یوه عجیبه غوندې خبره ده ، د دوي یوه ډله لاړه او ویې ویل باید په خپلو پخوانیو خدایانو ټینګ پاتې شي دا دمحمد منصوبه او پروګرام دي (چې مونږ یو خداي ومنو) دا خبره مونږ په نورو قومونو کې نه ده اوریدلې بس دا یوه خبره ده چې له ځان څخه یې جوړه کړې ده

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email