د رهنمای معاملات ( پراپرټي ) واله لپاره د کميشن اخيستل جايز دي ؟

محترم دآن لان اسلامي سايت ته!

سوال مي داده جي دپراپرٹی کار کول په کميشن سره (په فیصدی)جایز دي كه يا ؟

او دواڑو حخه اخستل جایز دي كه يا ؟

مزمل – پاکستان

الجواب :

بسم الله الرحمن الرحيم

د رهنمای معاملات ( پراپرټي ) له لارې د ځمکې د خرڅونکی او اخيستونکې يا کرايې واله څخه د کميشن اخيستل جواز لري (جديد فهي مسائل ج ۱ ص ۲۷۱ بحوله بداية المجتهد ج ۲ ص ۱۴۴ ) په شرط ددې چې معاملاتو کې صدق موجود وي ، چل او فريب نه وي .

يجوز للسمسار أن يأخذ أجرة على سمسرته ، من البائع أو المشتري أو منهما ، ويلزمه أن يصدُق ويبين .

رهنمای معاملات يا پراپرټي واله د خرچونکی د وکيل حیثيت لري چې په وکالت کې به امانت او صدق کوي د هغه څخه به د اصلي نرخ څخه علاوه څه شي نه اخلي او بل دا چې خپله د کمیشن اجره به ښکاره کوي چې د ځمکې دغه قيمت دی او دغه زما د رهنمای معاملاتو اجره ده ، او د شي غيب به نه پټوي کچيرې د ځمکې اسناد جلي وي رهنما واله به خلکو ته فريب نه ورکوي .

نور د کميشن کار بار او په هغه باندې اجره اخيستل د څلورو واړو مذاهبو په نزد رواه ده .

و قد نص جمع من الأئمة علی جواز السمسرة ، و جواز أخذ اجرة عليها (موسوعة الفقهية ۱۵۱/ ۱۰ )

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

2 تبصرې

  1. قدرمنوداسلامی معلوماتو ورکونکی اسلامعلیکم ورحمته الله وبرکاته . الله ج دی تاسی ته عظیم اجردرګړی چی مسلمانانو ته اسلامی معلومات ورکوی.
    زموږ پوښتنه داده چی زه په یوه موسسه کی کارکوم او هلته زما وظیفه دمکتبونو دانجنیری وظیفه ده ایا ماته دغه معاش روادی اوکنه ځکه چی دلته کوم غیرمسلمان زموږسره کارنه کوی او داهم موږته معلومه ده چی کفارو اواشغالګروته زموږدکارهیڅ مستقیم او غیرمستقیم فایده نه رسیږی که په دی مورد خپل اسلامی معلومات راکړی جی دغه کارموږته جايزدی اوک نه مهربانی به مووی.
    ———————————–
    مهرباني وکړئ خپل ځواب http://dawat.katib.org/archives/3788

  2. دافغان اسلامي لار شودته !
    السلام عليكم ورحمة الله وبركاته .
    پوشتنه مي داده حي دباغو رانيول (ثمر رانيول) دبدو الصلاح وروسته دباغ اجاره بلل كيري؟
    زما سوال دادي كه اجاره نوي بيا ددي اختلاف محل دي؟ حي زكوة پر موجر دي؟ او كه پر مستأجر دي ؟
    ستاسي كشر ورور مزمل له پاكستانه‎ ‎

    ځواب http://dawat.katib.org/archives/3847